کندهار ته د قطر د صدراعظم سفر؛ طالبانو له هېوادونو سره د اعتماد جوړونې برخه کې د قطر همکاري غوښتې

د قطر صدارعظم محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د طالبانو د سرپرست حکومت له رییس الوزرا ملا حسن اخند سره د لیدنې پر مهال

قطر وایي چې په افغانستان کې به د امنیت، ثبات، سوکالۍ او د خلکو د ژوند په چارو کې د پرمختګ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

دوحې دا ژمنه وروسته تر دې وکړه چې پرون د قطر د صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان بن جاسم ال ثاني په مشرۍ پلاوی په نااعلان شوي سفر کندهار ته ولاړ او هلته یې د طالبانو له رییس الوزا او یو شمېر نورو چارواکو سره وکتل.

د قطر د پلاوي د یوه ورځني سفر په ترکیب کې د قطر د دولت د یو شمېر نورو مسوولانو ترڅنګ د استخباراتو رئیس عبدالله الخلیفي هم و.

د قطر د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې راغلي چې د طالبانو له چارواکو سره د کتنې پر مهال پر هغو لارو چارو خبرې وشوې چې څرنګه د افغانانو د اقتصادي او بشري ستونزو اغېزې کمېدلی شي.

بل لور ته د طالبانو د سرپرست حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، په دې غونډه کې ژمنه وشوه چې د کابل او دوحې ترمنځ به تماسونه پراخېږي.

د طالبانو د سرپرست حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

نوموړی وايي: "په غونډه کې د افغانستان او قطر تر منځ پر اړیکو خبرې وشوې، پر دې خبرې وشوې چې څرنګه اړیکي پیاوړي شي. د اسلامي امارات د مسوولینو له‌خوا د قطر هېواد د همکاریو مننه وشوه چې له افغانستان سره یې کړې دي. د قطر له لورې ژمنې وشوې چې په تعلیمي، صحي او اقتصادي برخو کې به قطر خپلو همکاریو ته دوام ورکوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ به اړیکې لا پياوړي کېږي، تماسونه به زیاتېږي او راشه درشه به ډېرېږي چې دا به د دواړو هېوادونو د خلکو د نږدیوالې سبب شي او د حکومتونو د قوت، ثبات او تداوم سبب به شي"

دا افغانستان ته د شیخ محمد بن عبدالرحمان ال ثاني دویم سفر دی، مخکې ځل چې دی صدراعظم نه و او یوازې یې د بهرنیو چارو د وزارت چارې مخته وړلې د ۲۰۲۱م کال په سپټمبر کې یعنې د طالبانو له دویم ځلي واکمنۍ نږدې یوه میاشت وروسته کابل ته ولاړ چې هغه ځل یې هم له رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند سره کتلي و.

شیخ محمد ته سږ کال د مارچ په اوومه د قطر د صدارت چارې هم وسپارل شوې.

طالبانو ویلي چې د قطر د صدراعظم په مشرۍ پلاوي څخه یې غوښتې چې د دوی د حکومت او نورو هېوادونو ترمنځ دې د اعتماد جوړونې په برخه کې له دوی سره همکاري زیاته کړي.