جي۷ هېوادونو په افغانستان کې د بشري حقونو پر نقض او کړکېچ اندېښنه وښوده

د نړۍ د اوه لویو صنعتي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران

د نړۍ د اوه لویو صنعتي هېوادونو یا جي۷ د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې پر بشري کړکېچ او د حقونو پر نقض باندې اندېښنه ښودلې ده.

په افغانستان کې روان بشري وضعیت، د ښځو پر وړاندې د طالبانو زیاتېدونکي محدودیتونه او د ترهګرۍ د پراخېدو اندېښنې هغه مسایل وو چې د نړۍ د اوه لویو صنعتي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو پرې خبرې وکړې.

د جاپان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې خبر ورکړی چې د جي اوه د بهرنیو چارو وزیرانو د خپلې اصلي غونډې تر څنګ د افغانستان اړوند مساییل په یوه جلا بحث کې وڅېړل.

دوی ټينګار کړی چې اړتیا یې ده په متحده توګه په طالبانو غږ وشي چې اجازه ورنه کړي افغانستان یو وار بیا د ترهګرو په امن ځاله بدل شي.

څو ورځې مخکې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو هم اندېښنه ښودلې وه چې افغانستان کې څو ترهګرو ډلو ځای نیولی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي بیا هغوی ته ډاډ ورکړی وو چې اجازه نه ورکوي د افغانستان له خاوره بل هېواد ته خطر پېښ شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي

خو دا یواځې د ترهګرۍ ګواښ نه دی چې د جي اوه د بهرنیو چارو وزیرانو اندېښنه پرې ښودلې دوی د طالبانو له خوا د بشري او اساسي حقونو پر وړاندې زیاتېدونکی محدودیت په تېره بیا د ښځو د حقونو نقض هم غندلی دی.

کاناډا، فرانسه، جرمني، ایټالیا، جاپان، بریتانیا او امریکا د جي اوه یا د نړۍ د اوه لویو صنعتي هېوادونو غړي دي.

اروپايي ټولنه هم د دوی په غونډه کې استازی لري.

د جي اوه هېوادونو ټولو غړو او د نړۍ اکثر هېوادونه په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو زیاتېدونکي محدودیتونه له هغې ډلې د کار او تعلیم بندیزونه د نه منلو وړ بولي.

طالبانو نږدې ۵۸۰ ورځې کېږي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي او له تېر ډسمبر یې د نجونو د پوهنتون مخه هم نیولې او تر څنګ يې په غیر دولتي موسسو او ملګرو ملتونو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی دی.

د جي اوه د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې د بشري مرستو د رسوونکو د کار بې خنډه دوام حیاتي بللی دی.

طالبانو د ښځو د کار او تعلیم پر بندیز معترضو ښځو لاریونونه وکړل. دا په کابل کې د معترضو ښځو د وروستۍ لاریون انځور دی چې د تېر مارچ په اومه یې کابل کې کړی و. March 07 2023

د جاپان د بهرنیو چارو وزیر هایاشي یوشي ماسا چې د دې کابو یو ساعته غونډې کوربه وو په افغانستان کې پر بشري ناخوالو اندېښنه ښودلې او په خاصه توګه یې د بشري حقونو د نقض او د ښځو پر وړاندې د طالبانو د زیاتېدونکو محدودیتونو غندنه وکړه.

د جاپان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د یوشي ماسا په حواله راغلي جاپان چې دمګړی افغانستان کې حضور لري په دې ټينګار کوي چې له طالبانو سره باید په دوامداره او مستقیمه توګه خبرې وشي.

هغه د نړیوالې ټولنې په ملتیا له اړمنو افغانانو سره د مرستو په دوام هم ټینګار کړی دی.