د فوټبال نړیوال جام سیالۍ؛ نن څلور لوبې ترسره کېږي

د پرتګان او ګانا ترمنځ د سیالۍ یو انځور

د فوټبال د نړیوال جام ګډونوالو لوبډلو پرون خپلې دوهمې لوبې له بریاوو او ماتو سره ترسره کړې.

د ۲۰۲۲ کال د فوټبال د نړیوال جام د ګډونوالو لوبډلو دوهمو لوبو راتلونکي پړاو ته د دې لوبډلو نتایج یوڅه ستونزمن کړل.

هالنډ چې خپله مخکینۍ لوبه یې ګټلې وه پرون د نومبر ۲۵مه له اکوادور سره یو- یو مساوي شو او دواړه لوبډلې اوس څلور- څلور امتیازونه لري نو ځکه بل پړاو ته د یوې لوبډلې تګ هم قطعي نه دی.

ایران ویلز ته دوه- صفر ماتې ورکړه او د دریو امتیازونو خاوند شو، خو برخلیک یې بیا هم روښانه نه دی.

د ایران بله لوبه به د راروانې سه شنبې په ورځ له امریکا سره وي.

دا دوه هېوادونه چې سیاسي رقیبان دي څوځلې په نړیوال جام کې سره مخامخ شوي دي.

قطر یو- درې سنیګال ته وبایلله او د انګلستان او امریکا لوبه هم صفر- صفر مساوي پای ته ورسېده.

د نورو ورځو په شان نن هم ۴ لوبې په پام کې دي.

د کابل په وخت د ماسپښین په دوه نیمو بجو د تونس او استرالیا لوبه پیلېږي.

د مازیګر په پنځه نیمو بجو به د پولنډ او سعودي عربستان لوبه وي.

د شپې په اته نیمو بجو به د فرانسې او ډنمارک لوبډلې سره مخامخ شي او د شپې په یوولس نیمو بجو به ارجنټاین او مکسیکو د سیالۍ ډګر ته ننوځي.

په نننیو حریفانو کې یوازې سعودي عربستان او فرانسه تراوسه یوه یوه بریا لري او ۳-۳ امتیازونه یې ګټلي دي.

قطر داسې ښکاري چې د پرمختګ چانس نه لري او له هالنډ سره تر بلې لوبې وروسته ښايي له نړیوال جام څخه ووځي.