د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۰

فوټبال؛ د ايران د دويمې لوبې پر مهال د سياسي مخالفتونو سيوری


د فوټبال نړيوال جام
د فوټبال نړيوال جام

د فوټبال په نړیوال جام کې د ایران د دوهمې لوبې پر مهال نن بیا هم سیاسي مخالفتونو سیوری غوړولی دی.

له ویلز سره د لوبې په پيل کې ایراني لوبغاړو نن ملي سرود بدرګه کړ، په خپله لومړۍ لوبه کې یې چې له انګلستان سره یې شپږ د دوو په وړاندې وبایله، ملي سرود نه و ویلی.

یو شمېر حکومت پلوه کسانو لوبغالي ته د ننوتو پر مهال د ایران تر انقلاب مخکې بیرغونه له لیدونکو واخیستل او هغه کسان یې توهین کړل چې د ایران د اعتراض کوونکو شعارونه یې پر کمېسونو لیکلي و، ښځه، ژوند او ازادي.

XS
SM
MD
LG