د شانګهای سازمان په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې لپاره مهم وبلل

د شانګهای سازمان د غړیو هېوادونو مشران

د شانګهاۍ د همکارۍ د سازمان د غړیو هېوادونو یو شمېر مشرانو په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې د ثبات لپاره مهم وبلل.

د چین ولسمشر شي جین پینګ د شانګهای د همکارۍ د سازمان سرمشریزې ته په وینا کې وویل چې دوی باید د افغانستان چارواکي چې اشاره یې طالبانو ته وه، وهڅوي چې یو پراخ بنسټه او ټولشموله سیاسي جوړښت رامنځته کړي او د تروریزم ټوکېدو ته د زمینې برابرولو مخه ونیسي.

د چین ولسمشر شي جین پینګ

نوموړي دغه راز وویل چې دا ډاډ باید ترلاسه شي چې د شانګهای د سازمان د افغانستان د تماس ډلې، د همغږۍ د میکانیزم او د افغانستان د ګاونډیانو په منځ کې د همکارۍ رول دوام پیدا کړي.

په عین حال کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل چې د شانګهای د همکارۍ د سازمان یو لومړیتوب له تروریزم او افراطیت سره مبارزه ده او یوه بله مهمه دنده یې د افغانستان په ګډون د پولو په اوږدو کې د کړکېچونو هواری دی.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین

د روسیې په ګډون د افغانستان شمالي د منځنۍ آسیا ګاونډیان چې له ترکمنستان پرته نور ټول یې د دې سازمان غړي دي، له افغانستانه د تروریزم او سختدریځۍ خپرېدو ته اندېښمن دي.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف چې د صدراعظم په توګه له ټاکل کېدو وروسته یې د لومړي ځل لپاره د دې سازمان په سرمشریزه کې ګډون کړی وویل، په افغانستان کې سوله به په پاکستان کې چې د افغانستان ګاونډی دی، سوله ډاډمنه کړي یا د ده په خبره په بله معنی هغه څه چې د افغانستان لپاره ښه دي هغه د پاکستان لپاره هم ښه دي.

نوموړي زیاته کړه چې نړۍ ته په کار ده چې ګډ کار وکړي او په افغانستان کې د ټولو ښوو نوښتونو ملاتړ وکړي.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف

شریف وویل، نړیواله ټولنه باید د افغانستان د یوه پایداره اقتصاد د رامنځته کولو لپاره د هڅو ملاتړ وکړي او دې هدف ته د رسېدو لپاره یې په بهر کې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ ازادېدل ډېر اړین وبلل.

شریف همدارنګه خبرداری ورکړ چې که داځل افغانستان له پامه غورځول به یوه لویه تېروتنه وي.

د هند صدراعظم نرندرا مودي بیا پرپاکستان انتقاد وکړ چې د ټرانزیټ په برخه کې یې ډېرې ستونزې را ولاړې کړي دي.

نوموړي وویل، پاکستان د ځمکې له لارې افغانستان او د منځنۍ آسیا هېوادونو ته د هند ټرانزیټي مالونو ته د تېرېدو اجازه نه ورکوي او دا مسئله د دې سبب شوې چې افغانستان ته د هند د مرستو لېږد په میاشتو میاشتو ځنډ سره ترسره شي.

د هند صدراعظم نرندرا مودي

هند له افغانستان سره د بشري مرستو په ترڅ کې له دې هېواد سره د پنځوس زره ټنه غنمو مرستو کړې ده.

دا له کله چې نړیوال ځواکونه له افغانستانه وتلي او طالبان بیا واک ته رسېدلي، لومړی ځل دی چې د دې سازمان د غړیو هېوادونو مشرانو په حضوري بڼه په دې سرمشریزه کې ګډون وکړ.

که څه هم د شانګهای د همکارۍ د سازمان اکثرو غړیو په افغانستان کې روان بشري، سیاسي او اقتصادي وضعیت ته اندېښنې څرګندې کړي، خو له دې سره سره یې د طالبانو د حکومت هېڅ استازی دې سرمشریزې ته نه وو وربللی.

د شانګهای د همکارۍ سازمان چې په ۲۰۰۱ کال رامنځته شوی، چین، روسیه، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان، هند او پاکستان یې دایمي غړي دی.

افغانستان، بېلاروس، منګولیا او ایران یې څارونکي غړي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د سپټمبرپه ۱۵مه وویل چې په دې سازمان کې د ایران د دایمي غړیتوب لپاره یې د تعهداتو یو تفاهم لیک لاسلیک کړ.