د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۲

د افغانستان د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود 'تاجکستان' ته سفر کړی


د افغانستان د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود
د افغانستان د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود

د افغانستان د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې ته لنډ سفر درلود.

دی د سولې د خبرو لپاره هلته تللی و. د تاجکستان حکومت ته نږدې سرچینو ازادي راډیو ته وویل چې په پام کې و چې دا خبرې د تاجکستان او پاکستان په منځګړیتوب ترسره شي، خو طالبانو په دې خبرو کې برخه وانه‌خیسته.

درې کسانو پلازمېنې دوشنبې ته د احمد مسعود د لنډ سفر خبر ورکړ او څرګنده‌یې کړه چې دا سفر لږ وروسته تر دې ترسره شو چې د تاجکستان ولسمشر امام علي ر حمان د سپټمبر په ۱۷مه وویل، هېواد به‌یې د افغانستان د نویو واکمنانو او احمد مسعود ترمنځ چې په پنجشېر ولایت کې مقاومت کوي، د خبرو کوربه شي.

ښاغلي رحمان تېره میاشت د پاکستان د صدراعظم عمران خان کوربه و او له هغه سره‌یې ګډې خبري غونډې ته وویل، موږ موافقه وکړه چې د طالبانو او تاجکانو ترمنځ په افغانستان کې د مذاکراتو لپاره اسانتیاوې رامنځته کړو.

سرچینو د اکټوبر په شپږمه ازادي راډیو ته وویل چې احمد مسعود د عمران خان د تاجکستان له سفره درې ورځې وروسته له پنجشېره دوشنبې ته تللی و.

د عمران خان د تاجکستان دوه ورځنی سفر د شانګهای د همکارۍ د سازمان له سرمشریزې سره په یوه وخت و، دا سرمشریزه د سپتمبر په ۱۶مه پیل شوه.

د چارواکو په وینا، مسعود یوه نیمه ورځ په تاجکستان کې و بیا بېرته افغانستان ته ستون شو او تر دې وروسته د طالبانو هېڅ استازی دوشنبې ته نه‌دی تللی.

دې چارواکو اجازه نه‌لرله چې له رسنیو سره خبرې وکړي، نو ازادي راډیو ته‌یې په دې شرط چې نومونه به‌یې نه‌اخیستل کېږي وویل، پاکستاني چارواکو د تاجکستان چارواکو ته ډاډ ورکړی و چې طالبانو موافقه کړې ده چې دوشنبې ته به له احمد مسعود سره د خبرو لپاره خپل استازي استوي.

تاجکستان او پاکستان ویلي دي چې دوی به په ګاونډي افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره ګډې هڅې وکړي.

بل لور ته د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د اکټوبر په شپږمه ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو حکومت ته په دوشنبه کې د خبرو بلنه نه‌وه ورکړل شوې، د احمد مسعود ویاند بیا د ازادي راډیو بلنې ته په دې اړه ځواب ورنه‌کړ، خو احمد مسعود بیا بیا له طالبانو سره د سولې خبرو ته لېوالتیا څرګنده کړې ده.

XS
SM
MD
LG