د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۷

قریشي: د شرطونو له پر ځای کولو وروسته دې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژندل شي


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، د ای‌اېس‌ای مشر فیض حمید، د طالبانو د رئیس‌الوزرا لومړی مرستیال ملا برادر او یو شمېر نور طالب چارواکي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، د ای‌اېس‌ای مشر فیض حمید، د طالبانو د رئیس‌الوزرا لومړی مرستیال ملا برادر او یو شمېر نور طالب چارواکي

وروسته له دې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پنځو دایمي غړو وویل چې پر طالبانو به فشار راوړي چې د ښځو او نجونو حقونه رعایت کړي او ټول‌شموله حکومت جوړ کړي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، وروسته له دې چې طالبانو دا شرطونه په ځای کړل، د هغو حکومت دې په رسمیت وپېژندل شي.

شاه محمود قریشي وايي چې د نړیوالې ټولنې د غوښتنو د پوره کولو لپاره دې طالبانو ته تشویقوونکي ژمنې ورکړل شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې یوه داسې د لارې نقشه جوړه کړي چې د طالبانو د رسمیت پېژندلو سبب شي.

قریشي له اسوشیټډ پرس خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، که طالبانو د نړیوالو شرطونه پوره کړل بیا دې ورسره خبرو ته کېني.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

تر دې مخکې د چهارشنبې په ورځ د امنیت شورا پنځو دایمي غړو امریکا، روسیې، چین، بریتانیا او فرانسې په ګډه له طالبانو وغوښتل چې د نجونو او ښځو حقونه رعایت کړي او ټول‌شموله حکومت جوړ کړي.

طالبانو ویلي چې د شریعت په چوکاټ کې ښځو ته حق ورکوي.

قریشي اسوشیټډ پرس خبري اژانس ته وویل، که طالبانو دا توقعات پوره کړل، دوی به په رسمیت وپېژندل شي ځکه چې دا به د رسمیت پېژندلو شرطونه وي او په عین وخت کې نړیواله ټولنه باید په دې پوه شي چې له دې پرته متبادل څه شی دی؟ څه انتخاب شته؟ دا واقعیت دی او ایا دوی پر دې واقعیت سترګې پټولی شي؟

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل، نړیواله ټولنه د داسې سوله‌ییز افغانستان غوښتونکې ده چې هلته ترورېستانو ته ځای نه‌وي او طالبان دا یقیني کړي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد نه‌کارول کېږي.

قریشي هم د امنیت شورا د دایمي غړو د غوښتنې په شان وویل چې د طالبانو له مشرانو توقع کېږي چې ټول‌شموله حکومت جوړ کړي او بشري حقونه په تېره بیا د نجونو او ښځو حقونه رعایت کړي.

د طالبانو د رئیس‌الوزرا لومړی مرستیال ملا برادر او یو شمېر نور طالب چارواکي د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره د لیدو پر مهال
د طالبانو د رئیس‌الوزرا لومړی مرستیال ملا برادر او یو شمېر نور طالب چارواکي د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره د لیدو پر مهال

د سیاسي چارو له ډېرو شنونکو سره دا پوښتنه مطرح ده چې ایا طالبان د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته مثبت ځواب ویلی شي؟

سره له دې چې چین، روسیه او پاکستان د طالبانو بري ته خوشحاله ښکارېدل، خو هېڅ هېواد تر اوسه پورې د طالبانو د حکومت رسمیت پېژندلو ته زړه نه‌دی ښه کړی.

چین او روسیې د طالبانو د تېرې میاشتې بریا د متحده ایالاتو ماتې وګڼله او څرګنده‌یې کړه چې له طالبانو سره دې کار وشي، خو د چهارشنبې په ورځ د امنیت شورا یوه غړي هم دا ونه‌ویل چې دوی به د طالبانو اوسنی حکومت په رسمیت وپېژني.

د شانګهای د همکارۍ په سازمان کې د روسیې استازي پرون وویل چې د دغه تړون غړي نه‌غواړي چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني، خو دا په ګټه بولي چې له هغوی سره خبرې وشي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د چهارشنبې په ورځ د امنیت شورا د پنځو دایمي غړو له غونډې وروسته خبریالانو ته وویل، داسې افغانستان غواړي چې هلته د مېرمنو او نجونو حقونو ته درناوی وشي، هلته د ترهګرو پناهځای نه‌وي او داسې حکومت ولري چې پراخ‌بنسټه وي او د ټولنې ټولې برخې استازیتوب په‌کې ولري.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د دغه سازمان سرمنشي انتونیو ګوترش د وینا پر مهال
د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د دغه سازمان سرمنشي انتونیو ګوترش د وینا پر مهال

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي چې د دې هدف په لور د طالبانو د چمتو کولو لپاره باید هغوی ته د پرمختیايي او اقتصادي مرستو مشوقونه په پام کې ونیول شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG