د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

د شانګهای سازمان سرمشريزه؛ افغانستان يې د اجنډا مهمه برخه ده


ازبکستان کې د شانګهای سازمان سرمشريزه
ازبکستان کې د شانګهای سازمان سرمشريزه

ازبکستان به نن هم د شانګهای د همکارۍ د سازمان د دوه ورځنۍ سرمشریزې کوربه وي، افغانستان یې چې څارونکی غړی دی، د اجندا یوه مهمه موضوع ده.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت استازي دې سرمشریزې ته نه‌دي بلل شوي، خو د دې سازمان اکثره غړي په دې هېواد کې روان وضعیت ته اندېښنه لري.

د ازبکستان په لرغوني ښار سمرقند کې د شانګهای د همکارۍ د سازمان دوه ورځنۍ سرمشریزه پرون پنجشنبې پیل شوه.

افغانستان چې د دې سازمان څارونکی غړی دی، د دې سرمشریزې د اجندا یوه مهمه موضوع جوړوي.

دا به له کله چې نړیوال ځواکونه له افغانستانه وتلي او طالبان بیا واک ته رسېدلي، لومړی ځل وي چې د دې سازمان د غړیو هېوادونو مشران په حضوري بڼه په دې سرمشریزه کې ګډون کوي.

د شانګهای د همکارۍ د سازمان اکثرو غړیو په افغانستان کې روان بشري، سیاسي او اقتصادي وضعیت ته اندېښنې څرګندې کړي خو له دې سره سره یې د طالبانو د حکومت هیڅ استازی دې سرمشریزې ته نه‌دی وربللی.

سره له دې چې د دې سازمان د یو شمېر غړیو په تېره بیا د چین او روسیې اړیکې له امریکا سره ترینګلي دي، خو د دې سازمان غړیو هم لکه د نورې نړۍ په څېر د طالبانو د حکومت له په رسمیت پېژندلو ډډه کړې ده.

د شانګهای سازمان سرمشريزه
د شانګهای سازمان سرمشريزه

د شانګهای د همکارۍ د سازمان عمومي منشي ژانګ مینګ وایي، د سیمې ثبات په افغانستان کې له سولې او ثبات سره تړلی دی.

نوموړي دا خبره په دې وروستیو کې په یوه مرکه کې چې د دې سازمان په رسمي ویبپاڼه کې ایښودل شوې، کړې او ویلي یې دي، د دې سازمان د تاسیس له پیل راهیسې د افغانستان مسله د دې سازمان لپاره یوه مهمه مسله وه او زیاته یې کړه کله چې د افغانستان مسله هواره شي نو به په اوږد مهال کې ورسره سیمه باثباته شي.

هغه همدارانګه د دې خبرې پر اهمیت هم ټینګار کړی چې افغانستان باید یو داسې پراخ بنسټه حکومت چې د ټولو قومونو، مذهبونو او سیاسي ډلو استازیتوب وکړي، ولري.

"غواړو یو داسې افغانستان وویني چې سوله په‌کې ټینګه او نورو ته د تروریزم ګواښ متوجه نه‌کړي"

د شانګهای د همکارۍ د سازمان عمومي منشي دغه راز وایي، غواړي یو داسې افغانستان وویني چې سوله په‌کې ټینګه او نورو ته د تروریزم ګواښ متوجه نه‌کړي او په لنډ مهال کې د دې سازمان هدف هم دا دی چې افغانستان د سیمې د امنیت، ثبات او پرمختګ پر یوه فعاله لوبغاړي بدل شي.

دا چې د شانګهای د همکارۍ د سازمان دغه سرمشریزه د افغانستان لپاره څومره مهمه ده؟ د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د مدیره هیت غړی اذرخش حافظي وایي، د شانګهای د همکارۍ سازمان یو مهم سیمه‌ییز سازمان دی خو دا چې د طالبانو استازي نه‌دي وربلل شوي، غړیو یې له احتیاطه کار اخیستی دی.

نوموړی وايي: "داسې ګومان کېده چې د پاکستان په مرسته به چین او روسیه د طالبانو د اوسني حکومت ملاتړي وي. دا چې په دې سر مشریزه کې بلنه نه‌ده ورکړل شوې، معنا یې دا ده چې دا مناسبات ډېر ظاهري دي او ژور نه‌دي او په هیڅ صورت چینایان دا خطر په ځان نه مني چې خپل مناسبات له غربي هېوادونو سره، امریکا، اروپایي اتحادیې، جاپان او نورو د دوی له متحدینو سره خراب کړي."

اذرخش حافظي
اذرخش حافظي

د طالبانو حکومت تر اوسه د دې سرمشریزې په اړه څه نه‌دي ویلي خو د راپورونو له مخې د دې سازمان دوه غړي، چین او روسیه چې د ملګروملتونو د امنیت شورا دایمي غړي دي، نه‌دي توانیدلي چې د یو شمېر طالب مشرانو پر سفر د بندیز معافیت وغځوي.

چین چې په اوس وخت کې د امنیت شورا دوره‌یې مشري په غاړه لري، د روسیې ترڅنګ یې په دې اړه د امنیت شورا په وروستیو بحثونو کې هڅه وکړه چې د طالبانو ۱۳ مشران د نورو نوي ورځو لپاره اجازه ولري چې د قطر په ګډون د سیمې هېوادونو ته سفرونه وکړي.

ویل کیږي چې تر اوسه پورې دغو بحثونو کومه نتیجه نه‌ده ورکړې.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میر ضیایف چې هېواد یې د ې سرمشریزې کوربه دی، تر پیلېدو مخکې یې ویلي و چې، د افغانستان خلک د ده په خبره ښو ګاونډیانو ته اړتیا لري او دوی دا یو اخلاقي مکلفیت بولي چې ملاتړ یې وکړي.

د شانګهای د همکارۍ سازمان چې په ۲۰۰۱ کال رامنځته شوی، چین، روسیه، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان، هند او پاکستان یې دایمي غړي دی.

افغانستان، بیلاروس، منګولیا او ایران یې څارونکي غړي چې ویل کېږي ایران به هم په دې سرمشریزه کې د دې سازمان د دایمي غړي په توګه ومنل شي.

XS
SM
MD
LG