د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۳

تهران په کابل کې د ټولشموله حکومت په جوړېدو کې د مرستې ژمنه وکړه


د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان

حسین امیر عبداللهیان د ایران د بهرنیو چارو د وزیر په توګه مسکو ته په خپل لومړي سفر کې ویلي دي چې تهران هڅه کوي، د افغانستان په اړه د روسیې او د افغانستان د ګاونډیو د بهرنیو چارو د وزیرانو یوه غونډه په لنډ راتلونکي کې جوړه کړي.

عبداللهیان په مسکو کې له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره تر لیدو وروسته پرون خبري غونډې ته وویل چې د سیمې د موضوعاتو په برخه کې ایران او روسیه سره ډېر ورته نظر لري.

عبداللهیان زیاته کړه: "د ټاکونکو موضوعاتو په ارتباط مو د نړیوالو مناسباتو په چوکاټ کې پر سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو خبرې وکړې. زموږ نظرونه مشترک او یوه بل ته نژدې دي."

ښاغلي عبداللهیان وړاندې وویل چې تهران په افغانستان کې د یوه ټولشمول حکومت په برخه کې مرسته کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د افغانستان اقتصاد ته اندېښنه څرګنده کړه ،
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د افغانستان اقتصاد ته اندېښنه څرګنده کړه ،

په دې ګډه خبري غونډه کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د افغانستان په اړه وویل چې د ایران له بهرنیو چارو وزیر سره د خبرو پر مهال د افغانستان پر مسالې ډېر ټینګار وشو چې د دې هېواد خلک د دې وړ دي چې هوسا او ښه ژوند وکړي او د خپل هېواد د راتلونکي په اړه په خپله پرېکړه وکړي.

لاوروف بیا د افغانستان اقتصاد ته اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې د دغه هېواد اوسنی اقتصادي وضعیت ډېر خراب دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د خبرو پر مهال د شانګهای د همکاریو له سازمان سره د ایران د بشپړ غړیتوب هرکلی وکړ.

لاوروف زیاته کړه: "موږ د شانګهای د همکاریو د سازمان د غونډې چې په پلازمېنه دوشنبې کې وشوه، دا پرېکړه ستایو چې دا بهیر پیل شي چې ایران د دې سازمان بشپړغړیتوب ترلاسه کړي. د اوس لپاره به ایران د څارونکي په توګه د شانګهای د سازمان په ټولو فعالیتونو کې د دې سازمان د تماس ډلې او افغانستان په شمول هڅو کې برخمن وي. د دې پروسې اهمیت په ډېرېدو دی او ښکاره ده چې موږ دې ته لېواله یوو چې په اغېزناک ډول له دې ګټه واخېستل شي."

د شانګهای سازمان وروستۍ سرمشریزه د سېپټمبر په شپاړسمه او اوولسمه د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې وشوه او افغانستان د دې غونډې د بحثونو یوه توده مساله وه.

د شانګهای د سازمان غونډه
د شانګهای د سازمان غونډه

ایران او روسیه نژدې روابط لري د سوریې د جګړې پرمهال دې دوو هېوادونو د بشار الاسد د رژیم ملاتړ وکړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عبداللهیان په داسې وخت کې مسکو ته تللی دی چې په وروستیو ورځو کې د تهران او باکو ترمنځ نانندرۍ زیاتې شوې دي او دا اړیکې وروسته تردې کړکېچن شوي دي چې په سېپټمبر کې پاکستاني او ترکي ځواکونو له اذري پوځيانو سره ګډ پوځي تمرینات وکړل.

ایران بیا د اکتوبر په لومړۍ نېټه د اذربایجان پولې ته څېرمه پوځي تمرینات ترسره کړل چې له دې سره دا کړکېچ پسې زیات شو.

په دې لړ کې اذربایجان د سې شنبې په ورځ په پلازمېنه باکو کې د ایران د مشر علي خامنه اي د استازي سید علي اکبر اجاق نژاد دفتر او حسینیه جومات بند کړ.

که څه هم اذربایجان ویلي دي چې دا کار یې د کرونا د وبا د مخنیوي لپاره کړی دی.

XS
SM
MD
LG