د طالبانو د حکومت اعلاميه: کابل کې د الظواهري د اوسېدو په اړه هيڅ مالومات نه‌لرو

د القاعده وژل شوی مشر ايمن الظواهري

د طالبانو حکومت د یوې تازه اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې دوی د ایمن الظواهري د راتګ او کابل کې د اوسېدو په اړه هیڅ معلومات نه لري، خو لا یې هم د نوموړي د مرګ خبره تاید یا رد کړې نه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د اګست په لومړۍ نېټه په یوه ټلوېزیوني وینا کې ولسمشر جو بایډن اعلان وکړ چې ایمن الظواهري د جولای په ۳۱مه د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د امریکايي ځواکونو د بې پیلوټه ډرون الوتکې په هدفي برید کې وژل شوی دی.

طالبان په داسې حال کې د ایمن الظواهري د راتګ او کابل کې یې د اوسېدو په اړه بې خبري ښيي، چې د امریکا چارواکو په وینا، نوموړی د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د سرپرست سراج الدین حقاني په مېلمستون کې اوسېده.

د طالبانو د حکومت په تازه اعلامیه کې چې د طالبو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټوېټر خپره کړې راغلي، چې دوی خپلو کشفي او استخبارتي ارګانونو ته لارښوونه کړې، چې د پيښې د مختلفو اړخونو په هکله هر اړخیزه او جدي څېړنه وکړي.

طالبانو په خپلې دې اعلامیې کې یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د افغانستان له خاوري څخه د امریکا په شمول هیچا ته خطر نه دی متوجې شوی، دوی د دوحې هوکړي عملي کول غواړي او له هوکړې سرغړونې باید پای ته ورسیږي.

طالبانو هغه کور کلک محاصره کړی چې د القاعده شبکې مشر ايمن الظواهري په‌کې ووژل شو.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو پخواني ځانګړي استازي او د دوحې هوکړې لاسلیکونکي زلمي خلیل زاد د امریکا NPR راډیو سره په مرکه کې ویلي: "موږ هیڅکله د طالبانو پر مشرتابه باور نه دی کړی، موږ دوی هغې هوکړې ته مسؤل ګڼلي چې له موږ سره یی کړې. خو په ورته مهال، موږ غوښتل چې دا ظرفیت ولرو او دا ظرفیت مو درلودلی چې د القاعدې او نورو هغو ډلو ځواب ووایو چې امریکا متحده ایالات ګواښي."

د طالبانو د حکومت په اعلامیه کې دا هم ویل شوي، چي امریکا زموږ پر حریم تېری کړی او د افغانستان قلمرو يې نقض کړ، د طالبانو د حکومت په خبره، دا له ټولو نړیوالو اصولو سرغړونه ده، او دوی یې په کلکو ټکو غندي.

خو د امریکا پخوانی ولسمشر بارک اوباما د دغه برید او د الظواهري د وژلو په اړه ویلي، چې د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپټمبر د ۱۱مې تروريستي بریدونو ۲۰ کاله وروسته عدالت پر ځای شو او د دې ترهګریزو بریدونو یو اصلي طراح ووژل شو.

په دې اړه نور: د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري وژنې ته کورني او نړيوال غبرګونونه

د طالبانو د حکومت په اعلامیه کې راغلي، د دا ډول پېښو د تکرار په صورت کې چې د افغانستان پر خاوره تجاوز وشي، د هر ډول عواقبو مسؤلیت به د امریکا پر غاړه وي.

خو د امریکا د ملي امنیت شورا د ستراتېژیکو اړیکو همغږي کوونکي جان کربي بیا ویلي: "موږ طالبانو ته دا روښانه کړه چې موږ پوهېږو چې دوی څه وکړل او موږ پوهېږو چې دوی له چا ساتنه کوي؟ او موږ ځینې هغو ګامونو باندې هم پوهېږو چې دوی هڅه وکړه تر حملې وروسته شواهد پټ کړي، نو زموږ ورته پام دی."

دا چې طالبان به د پيښې د څېړنې جزیات کله له رسنیو او خلکو سره شریکوي، په دې اړه یې په اعلامیه کې څه نه دي ویلي.