د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۴

والسټریت ژورنال: طالبانو د الظواهري د اوسېدو ټولې نښې نښانې له منځه وړي


د کابل شېرپور هغه سیمه چې تېره یکشنبه د امریکا بې پیلوټه الوتکې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري وواژه. ویل کېږي د دغه کور خاوند د سراج الدین حقاني ملګری دی.
د کابل شېرپور هغه سیمه چې تېره یکشنبه د امریکا بې پیلوټه الوتکې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري وواژه. ویل کېږي د دغه کور خاوند د سراج الدین حقاني ملګری دی.

د نړۍ ګڼ شمېر ورځپاڼو او خپرونو د امریکا د ولسمشر جو بایډن پر هغه اعلان لیکنې او تبصرې کړي چې ویلې یې دي، بې پيلوټه الوتکې یې د القاعده مشر ایمن الظواهري کابل کې وواژه.

والسټریت ژورنال:

والسټریت ژورنال ورځپاڼه لیکي، الظواهري له میاشتو را په دې خوا په کابل کې اوسېده، هغه هم د بریتانیا سفارت ته په کم واټن کې.

ورځپاڼې د خپلو سرچینو په حواله ویلي، د هغه کور خاوند چې الظواهري په کې اوسېده، د طالبانو د کورنیو چارو د ځواکمن وزیر سراج الدین حقاني د اوږدې مودې ملګری دی.

د لیکنې په دوام راغلي، د همدې کور په برنډه کې د ظواهري له وژلو څو ساعته وروسته د طالبانو امنیتي چارواکي هلته ورغلي او دغې ودانۍ کې یې د القاعده د مشر د اوسېدو ټولې نښې نښانې له منځه وړي دي.

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکلي، پر ظواهري برید هغه هم له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو د یو کلنۍ په درشل کې ممکن د جوبایډن ادارې ته یو ښه خبر وي.

ورځپاڼې د امریکایي چارواکو په حواله ویلي، دوی په دې باور دي چې د طالبانو مشران د کابل شېرپور سیمه کې د یوې حویلۍ دننه د ظواهري په اوسېدو خبر و او هڅه یې هم کړې چې له بریده وروسته ځینې شواهد پټ کړي.

لوریل مېلر چې د بارک اوباما او ډونالډ ټرمپ په ادارو کې یې په لوړه څوکۍ کار کړی ویلي، په کابل کې د ایمن الظواهري وژل د امریکا پر هغو ارزونو د تایید ټاپه لګوي چې ویل یې طالبان له القاعده سره اړیکې لري.

مېلر واشنګټن پوست ته ویلي، یوه لویه غمیزه داده چې اوس د دې وضعیت لویه بیه د افغانستان خلک پرې کوي.

واشنګټن ایګزمېنر:

واشنګټن ایګزمېنر لیکلي، کابل کې د القاعده د مشر وژل کېدو له افغانستانه د ټولو نړیوالو ځواکونو د راوتلو د څرنګوالي په اړه بحثونه تاوده کړي دي.

د ورځپاڼې په باور، د جوبایډن ځینې نیوکه کوونکي له هغه شکایت کوي چې له امریکا بهر یې د اعلی سر قومندان په توګه کمزوری چلند کړی دی.

وړاندې د ستراتیژیکو مطالعاتو د نړیوال مرکز مشر ایمیلي هاردنګ پر الظواهري د حملې ستاینه کړې، خو ویلې یې دي، دا برید په دې معنا نه دی چې ګواښونه پای ته ورسېدل یا امریکا د ټولو ګواښونو د له منځه وړلو وړتیا لري.

XS
SM
MD
LG