د طالبانو تازه ګواښ؛ دفاع وزارت: جګړه افغانستان شاته بیايي، بله ګټه یې نشته

ارشیف، په ننګرهار کې وسله وال طالبان

د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي باور لري چې د طالبانو له لوري د جګړې او تشدد دوام پرته له دې چې عام ولس ته زیان واړوي، بله ګټه ورته نه لري.

د دغه وزارت ویاند فواد امان ازادي راډیو ته وویل: "د طالبانو د جګړې دوام او د دې ډلې له لوري د تاوتریخوالي زیاتوالی؛ پرته له دې چې د افغانستان خلکو ته زیان واړوي، د افغانستان تأسیسات ویجاړ کړي او افغانستان شا ته بوځي، بله هېڅ ګټه نه لري. طالبان له پوځي لارې او د جګړې په وسیله خپل هدف ته نه شي رسېدای. دوی باید د افغانستان د خلکو غوښتنو ته غاړه کښېږدي، تاوتریخوالی کم کړي او له سوله ییزو لارو دې خپلې غوښتنې مطرح کړي."

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند فواد امان

ښاغلي امان زیاته کړه، د طالبانو له لوري د جګړې نه بس کېدا به د سولې پروسې ته هم زیان واړوي.

د امریکا او طالبانو د تېر کال له موافقې وروسته طالبانو پر بهرنیو پوځیانو حملې درولي، خو پر افغان امنیتي ځواکونو او دولتي مامورینو یې حملو ته دوام ورکړی دی.

د دوحې له موافقې سره سم، درست امریکايي پوځیان باید په دې شرط چې طالبان له القاعده او نورو تروریستي ډلو سره اړیکې وشلوي، تاوتریخوالی کم کړي او د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرې پیل کړي، د مې میاشتې تر لومړۍ له افغانستانه ووځي.

تر دې وړاندې څو امریکايي چارواکو ویلي وو چې طالبانو لا هم له القاعده شبکې سره اړیکې نه دي شلولي، خو طالبان دا خبره ردوي.

دې ډلې پرون جمعه(د وري ۶مه) خبرداری ورکړ چې که ټول بهرني پوځیان د دوحې له موافقې سره سم په ټاکلي وخت له افغانستانه ونه وځي، د هغو خلاف جګړې ته به دوام ورکړي.

په دې اړه نور: د امریکا استازو جرګې یو غړی: بایډن غواړي له افغانستانه د عسکرو د وتو نېټه وغځوي

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي چې د جګړې د دوام، د مرګ ژوبلو او تاوانونو مسوولیت د هغه لوري په غاړه دی چې د موافقې سرغړونه کوي.

د افغانستان د سیاسي چارو نظر خاوند خوشال خلیل وايي، که څه هم طالبانو د افغانانو خلاف تاوتریخوالی کم کړی نه دی، خو د جګړې دوام به خلک لا ډېر نه‎هیلي کړي.

دی وايي: "د دوحې له موافقې وروسته ډېرو نړیوالو سازمانونو لکه یوناما، د بشري حقونو ډلو تایید کړې چې تاوتریخوالی زیات شوی، په ښارونو کې هدفي وژنو وحشت او ترهه زیاته کړې، په کندهار او د افغانستان په ګوټ-ګوټ کې حملې ډېرې شوي دي. هو طالبانو پر بهرنیو پوځیانو حملې نه دي کړي او ښايي له دې ایسته به پر هغو هم حملې پیلوي."

د افغانستان د سیاسي چارو نظر خاوند خوشال خلیل

ده همدا راز وویل چې د جګړې دوام به د خلکو اقتصاد چې کرونا وبا لا خراب کړی، نور هم اغېزمن کړي.

د ښاغلي خلیل په باور په کار وه چې طالبانو له ترلاسه شوي فرصته د سولې لپاره کار اخېستی وای.

د طالبانو په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د موافقې په اړه مبهمې خبرې کړي دي.

ښاغلي بایډن د پنجشنبې په ورځ د ولسمشرۍ د واګو له ترلاسه کولو وروسته په خپله لومړنۍ خبري غونډه کې وویل، په تخنیکي دلایلو ګرانه ده چې امریکايي پوځیان له افغانستانه په ټاکل شوې نېټه ووځي.

افغان امنیتي ځواکونه د عملیاتو پر مهال

خو ده په عین حال کې وویل چې د امریکا متحد ایالاتونه نه غواړي چې ځواکونه یې په افغانستان کې د ډېر وخت لپاره پاتې شي.

د جرمني پارلمان پرون جمعه(د وري ۶مه) په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د ماموریت موده د راتلونکي کال تر جنورۍ پورې وغځوله.

په دې اړه نور: جرمني په افغانستان کې خپل پوځي حضور وغځاوه

خو له بلې خوا تاس خبري اژانس د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په قول راپور ورکړ چې له افغانستانه په ټاکلي وخت د امریکايي پوځیانو په وتلو کې ځنډ د افغانانو ترمنځ پر جوړجاړي منفي اغېز لرلی شي.

د ازادي راډیو د خبر د مرکز د راپور له مخې، حاضردمه د امریکا د متحدو ایالاتونو تر مشرۍ لاندې ناټو په افغانستان کې ۹ زره او ۶۰۰ سرتېري لري.