د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۵

هېل: که امریکا افغانستان پرېږدي، دې هېواد کې به ۲۰ کلنې بریاوې له خطر سره مخ شي


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • هېل

له واشنګټن خپرېدونکې هېل ورځپاڼې د افغانستان پر روان وضعیت بحث کړی.

په دې ورځپاڼه کې د خپرې شوې یوې لیکنې لیکوال وايي، جو بایډن د امریکا څلورم ولسمشر دی چې د افغانستان له کړکېچ سره مخ دی.

هغه پوښتنه کړې چې امریکا باید په افغانستان کې له خپلې اوږدې جګړې پښه وباسي؟

لیکوال استدلال کوي چې که امریکا افغانستان پرېږدي، په دې هېواد کې به ۲۰ کلنې بریاوې له خطر سره مخ شي.

په لیکنه کې وړاندې د ځینو دې بریاوو لکه د ښځو د حقونو یادونه شوې ده. لکه ویل شوي چې اوس درې نیم ملیونه افغان نجونې ښوونځیو ته ځي چې دا د ۲۰۰۱ م کال په مقایسه ۷۰ چنده لوړ شمېر دی.

لیکوال وايي، که طالبان بیا واک ته ورسېږي، هغه څه به چې دا یې په افغانستان کې بریاوې بولي له‌منځه ولاړې شي.

تر دې مخکې د افغانستان د مطالعې په نوم یوې ډلې ویلي وو چې له افغانستان څخه د ټولو امریکايي ځواکونو په بېړه وتل، د امریکا، افغانستان، سیمې او ان طالبانو په ګټه نه‌دی.

له طالبانو سره د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ د ادارې د هوکړې له مخې چې د ۲۰۲۰م کال فبرورۍ کې په دوحه کې لاسلیک شوې وه، که چېرې طالبان د تاوتریخوالي د کمولو، د بین‌الافغاني خبرو د پیلولو او د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخو کې په خپلو کړو ژمنو ودرېږي نو باید تر راتلونکې مې میاشتې ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.

له هغې وروسته یو شمېر افغان او امریکايي چارواکو ویلي، طالبانو تاوتریخوالی نه‌دی کم کړی او د القاعده شبکې سره‌یې اړیکې نه‌دي پرې کړي.

  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ د افغانستان په اړه پر یوه بله مسئله لیکنه کړې. ورځپاڼه وايي، د افغانستان حکومت د ۱۲ کلنۍ څخه د پورته نجونو زده‌کوونکو له‌خوا د ترانو په ویلو بندیز لګولی دی. واشنګټن پوسټ په دې اړه په ټولنیزو رسنیو کې د نجونو زده‌کوونکو له‌خوا یو کمپاین ته اشاره کړې چې په‌کې د ښوونځیو ترانې او سندرې وايي او په خپلو ټولنیزو رسنیو یې خپروي.

د افغانستان د پوهنې وزارت تېره اوونۍ ویلي و چې دا بندیز یې د کورنیو په غوښتنه لګولی دی. دې پرېکړې د بشري حقونو د سازمانونو او د ښځو د حقونو د یو شمېر فعالانو انتقادونه راپورته کړل.

د افغانستان د پوهنې وزارت د ویاندې نجیبه ارین له هغه پیغام چې د شنبې په ورځ‌یې ازادي راډیو ته استولی ښکاري چې له سختو انتقادونو وروسته د افغانستان د پوهنې وزارت له خپلې دې پرېکړې په شا شوی دی. ارین ازادي راډیو ته وویل دوی د زده‌کوونکو جنسیت ته له پام پرته د هغوی پر فرهنګي او سپورټي فعالیتونو هېڅ ډول بندیز نه‌دی لګولی او نه د بندیز نیت لري.

اغلې ارین په دې مناسبت د کابل د پوهنې ریاست د خپاره شوي مکتوب په اړه وویل چې دا مکتوب د وزارت د دریځ استازولي نه‌کوي او دوی په دې اړه چې ولې داسې مکتوب صادر شوی، څېړنې پیل کړي.

XS
SM
MD
LG