د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۷

له افغانستانه د امریکايي ځواکو پر وتلو د یو شمېر نړیوالو ورځپاڼو تبصرې


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
  • یو.اېس.اې. ټوډې

امریکایي ورځپاڼې 'یو.اېس.اې. ټوډې' په دې عنوان یوه مقاله خپره کړې ده: موږ نه شو کولای افغانستان کې بریالي شو او د بايډن غوره اقدام دا دی چې د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې، هغه ضرب الاجل چې ټرمپ ټاکلی وو، له هغه ځایه ووځي.

د ټاکل شوې مودې او د هغې موافقې پر اساس چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي او طالبانو ترمنځ لاسلیک شو، ټاکل شوې ده افغانستان کې د امریکا جګړه د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې پای ته ورسېږي.

د ورځپاڼې په لیکنه، پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ زلمی خلیلزاد د افغانستان د سولې پروسې لپاره د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي په توګه ټاکلی و او ولسمشر جوبایډن هغه پردې دنده پرېښود.

په مقاله کې راغلي چې که په تړون کې ټاکل شوې نېټه پای ته ورسېږي، نو د متحده ایالاتو تر ټولو اوږده جګړه به تر۲۰مې کلیزې یوازې یو څو میاشتې مخکې پای ته ورسېږي، خو دې شرط چې طالبان له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه خپلې ژمنې عملي کړي.

طالبان د تړون پر بشپړ پلي کېدو ټینګار کوي، خو افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه لا هم لوړه ده.

ورځپاڼه دا پوښتنه کوي چې ایا ټاکل شوی ضرب الاجل به مراعت شي؟

په ورته وخت کې ولسمشر جوبایډن ويلي، تر مې میاشتې پورې به له افغانستانه د متحده ایالاتو د سرتیرو وتل ګران وي.

لکه څنګه چې دې وروستیو کې څرګنده شوه افغانستان کې د امریکا حضور تر هغه ډېر پېچلی دی لکه څنګه چې فکر کېده. دا په دې مانا چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل به تر هغه ډېر پېچلی کار وي چې مخکې يې فکر کېده.

  • نیوز ويک

امریکایی مجلې نیوز ويک هم له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

متحده ایالات د سېپټمبر د یوولسمې له حملې وروسته افغانستان ته لاړ چې پر اسامه بن لادن او القاعده عدالت عملي کړي.

د نیوز ویک په وینا، شل کاله کېږي چې امریکايي ځواکونه په افغانستان کې دي او د اسامه بن لادن له وژل کېدو شااوخوا یوه لسیزه کېږي او باید امریکايي ځواکونه ډېره موده مخکې لا له افغانستانه وتلی وای.

نیوز ویک لیکي چې د متحده ایالاتو پر وړاندې به تروریستي تهدیدونه دوام لري او د تروریستي حملو د مخنیوي او دفاع لپاره باید اقدامات وشي، خو امریکا نه شي کولای په افغانستان، عراق یا هر بل هېواد کې چې تروریستي ډلې په کې شته، لسګونو کلونه پاتې شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د سې شنبې په ورځ په بروکسل کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه لا ارزونه روانه ده او په دې اړه د امریکا له متحدانو سره سلا مشورې کوي.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG