د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۵

د امریکا دفاع وزیر: له افغانستانه زموږ د ځواکونو د وتلو پرېکړه جو بایډن سره ده


په ارګ کې له جمهور رئیس غني سره د امریکا دفاع وزیر لیدنه
په ارګ کې له جمهور رئیس غني سره د امریکا دفاع وزیر لیدنه

د امریکا د دفاع وزیر وایي، له افغانستانه د دوی د ځواکونو د وتلو پرېکړه له ولسمشر جو بایډن سره ده.

لوید استین دغه خبره پرون کابل ته د خپل لومړني نا اعلان شوي سفر پر مهال خبریالانو ته کړې.

نوموړي ویلي، افغانستان ته‌یې د سفر هدف له روان وضعیته جاج اخیستل و.

لوید استین د امریکایي ولسمشر جو بایډن د کابینې لومړنی غړی دی چې افغانستان ته‌یې سفر وکړ، هغه هېواد چې د دوی د تاریخ اوږده جګړه په‌کې روانه ده.

دغه سفر داسې مهال ترسره شو چې له افغانستانه د امریکایي پوځیانو د وتلو مهلت ته ۴۰ ورځې پاتې دي.

له افغانستانه له بېرته روانېدلو مخکې ښاغلي استین له خبریالانو سره خبرو کې د ځواکونو د وتلو یا پاته کېدلو په اړه له تبصرې ډډه وکړه او ویې‌ویل "دا پرېکړه به جو بایډن کوي".

ارشیف، افغانستان کې یو شمېر امریکايي سرتېري
ارشیف، افغانستان کې یو شمېر امریکايي سرتېري

نوموړي ویلي، دوی غواړي افغانستان کې جګړه کمه شي چې ګټورو ډيپلوماتیکو چارو ته شرایط برابر شي.

ښاغلی استین زیاتوي: "دا ښکاره ده چې دغه هېواد کې د تاوتریخوالي کچه ډېره لوړه پاته شوې، موږ واقعاً غواړو چې تاوتریخوالی کم شي، زما په فکر که دا کموالی راشي، دا د یوه رښتیني ګټور دیپلوماتیک کار لپاره شرایطو ته لار پرانیزي."

افغانستان ته له سفر مخکې بیا ښاغلي استین ویلي و "موږ غواړو چې د افغانستان جګړې ته با مسؤلیته پای ورکړو".

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ویاند مرستیال دوا خان مينه‌پال هم نه‌وایي چې د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه خبرې شوي او که نه، خو په خبره‌یې په روان تاوتریخوالي اندېښنه وښودل شوه.

ښاغلی مینه‌پال وايي: "په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان په امنیتي وضعیت خبرې وکړې او د تاوتریخوالي په دوام‌یې اندېښنه وښوده. همدا ډول‌یې په افغانستان کې د تاتریخوالي د پای په اړه په رامنځته شوې اجماع بحث وکړ او همدا ډول‌یې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانیو هرکلی وکړ."

دوا خان مینه‌پال
دوا خان مینه‌پال

د کابل له سفر وروسته ښاغلي استین پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل، افغانستان ته "د غوږ نیولو او زده‌کړې" لپاره تللی و.

ده وړاندې لیکلي "دا سفر ماته ډېر ګټور و، دا به په هغې ارزونه کې زما معلومات ډېر کړي چې دا مهال ترسره کېږي".

تېره اوونۍ بیا د امریکا ولسمشر جو بایډن یوه مرکه کې وویل، د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې به له افغانستانه د ځواکونو ایستل ورته سخت وي.

بایډن له (اېن.بي.سي) نیوز سره مرکه کې وویل، که دوی له مې میاشتې وروسته خپل ځواکونه افغانستان کې پرېږدي، د لنډې مودې لپاره به وي.

دې خبرو بیا د طالبانو غبرګون پارولی او ویلي یې دي، امریکا باید د دوحې د تړون له مخې د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې خپل ټول ځواکونه وباسي، کنه د عواقبو پړه به‌یې په خپله غاړه وي.

قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون
قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون

دا مهال د شمېرو له مخې د امریکا دوه نیم زره او د ناټو شاوخوا ۷ زره سرتېري په افغانستان کې دېره دي.

دوی افغان ځواکونو ته سلا مشوره او روزنه ورکوي او کله نا کله د طالبانو ضد عملیاتو کې هم برخه اخلي.

XS
SM
MD
LG