د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۳

جرمني په افغانستان کې خپل پوځي حضور وغځاوه


افغانستان کې د ناټو مأموریت په چوکاټ کې مېشت جرمني سرتېری
افغانستان کې د ناټو مأموریت په چوکاټ کې مېشت جرمني سرتېری

په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو د پاتې کېدو او وتو په اړه د ناټو د غړو هېوادونو د مشورو په دوام، تازه جرمني پرېکړه کړې چې عسکر یې ۱۰ میاشتې نور هم دغه هېواد کې پاتې شي.

په افغانستان کې د جرمني عسکرو پوځي مأموریت د روان لمریز کال د مارچ میاشتې په وروستیو کې پای ته رسېده.

د جرمني پارلمان پرون د پنجشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د وري ۰۵» په افغانستان کې د خپلو عسکرو د پاتې کېدو طرحه تأیید کړه چې د دې پرېکړې پر بنسټ به جرمني پوځیان د راتلونکي ۲۰۲۲ کال د جنورۍ تر وروستۍ نېټې په افغانستان کې پاتې شي.

ارشیف، د جرمني پارلمان
ارشیف، د جرمني پارلمان

دا هېواد د ناټو په چوکاټ کې حاضر دمه په افغانستان کې ۱،۳۰۰ عسکر لري چې د افغان ځواکونو په روزنې او له دې سرتېرو په ملاتړ بوخت دي.

جرمني د دې پرېکړې هدف د افغان ځواکونو روزنه او له دې سرتېرو ملاتړ بللی دی.

افغان حکومت که څه هم د خپلو خلکو او خاورې ساتنه د افغان ځواکونو مسؤلیت بولي، له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د جرمني دا پرېکړه ستايي.

د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند رحمت‌الله اندړ د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "تر ۹۶ سلنه دفاع د افغان ځواکونو پر غاړه ده. موږ ته د خپلې خاورې او خلکو ساتنه یو تل‌پاتی او ملي مکلفیت دی. که نړیواله ټولنه، امریکا او یا هم بل هېواد له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له موږ سره همکاري کوي، هرکلی یې کوو."

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند رحمت‌الله اندړ
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند رحمت‌الله اندړ

د افغانستان د ملي امنیت شورا له دې وړاندې ویلي و، طالبانو د دوحې تړون نه‌دی عملی کړی او نه‌یوازې دا چې جګړه‌یې نه‌ده کمه کړې، بلکې د القاعده په ګډون‌یې له ترهګرو ډلو سره هم اړیکې نه‌دي پرې کړي. طالبانو بیا د حکومت دا ادعا رد کړې وه.

پوځي کارپوهان بیا په دې اند دي چې د افغان ځواکونو د وړتیا لوړولو او په ځینو برخو کې د بهرنیو عسکرو شتون ته اړتیا لیدل کېږي.

خو د جرمني نوې پرېکړې د طالبانو غبرګون راپارولی. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم نن د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د دې پرېکړې مسؤلیت به د هغه چا پر غاړه وي چې د دوحې هوکړې ته ژمن نه‌پاتې کېږي.

ښاغلی نعیم وايي: "کومې ژمنې چې په هوکړه کې شوي، باید بشپړه پاملرنه ورته وشي او ورته نه‌پاملرنه ستونزې راپورته کوي. د دې ستونزو مسؤلیت به د هغه چا پر غاړه وي چې ژمنو ته التزام نه‌کوي."

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم

له دې وړاندې یو شمېر رسنیو د طالب چارواکو له قوله لیکلي و، که چېرې د مې میاشتې له وروستۍ نېټې هم بهرني عسکر په افغانستان کې پاتې شي، دوی به پرې بریدونه پیل کړي، خو د دوحې هوکړه به پر خپل ځای وي.

جرمني داسې مهال په افغانستان کې خپل مأموریت غځوي چې تېره شپه د امریکا جمهور رئیس جو بایډن په خپل خبري کنفرانس کې وویل، دوی غواړي له افغانستان ووځي، خو پوښتنه دا ده چې څه وخت دا هېواد پرېږدي.

هغه له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو د ویستو په اړه د مې د لومړۍ نېټې ضرب‌الاجل له تخنیکي اړخه ستونزمن وباله، خو زیاته‌یې کړه په دې اړه له خپلو متحدانو سره مشورې کوي.

جرمني د اروپايي ټولنې د یوه غړي په توګه د ناټو په چوکاټ کې په افغانستان کې تر ټولو ډېر عسکر لري او دا پرېکړه‌یې د نورو هېوادونو د پوځي حضور د دوام لپاره هم زمینه برابرولای شي.

د دې هېواد د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو هم له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو د ویستو په برخه کې د بېړې پر ځای د دقت بحث مهم بللی دی او خبرداری یې ورکړی چې غیر مسؤلانه وتل به، بدې پایلې ولري.

په افغانستان کې له ۲۰۰۱ کال له پیل تر اوسه، ۵۹ جرمني عسکر وژل شوي او د دې هېواد د رسنیو له قوله، تر ۲۰۱۸ کال‌یې په دې هېواد کې یوازې په پوځي برخه کې ۱۶،۴ میلیارده یورو لګښت کړی دی.

XS
SM
MD
LG