د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۵

د امریکا د ځانګړو عملیاتو قوماندان: که له افغانستانه اوس ووځو وضعیت به کړکېچن شي


ارشیف، افغانستان کې امریکايي ځواکونه
ارشیف، افغانستان کې امریکايي ځواکونه

د امریکا پوځ د ځانګړو عملیاتو قوماندان وايي، که امریکايي پوځیان له افغانستانه په اوس وخت کې ووځي د افغانستان امنیتي وضعیت به خورا کړکېچن شي.

جنرال ریچارډ کلارک پرون (پنجشنبه) د خپل هېواد د سنا جرګې د وسله‌والو خدماتو کمېټې ته وویل: "هغه وړتیا چې امریکا یې له طالبانو سره د مبارزې لپاره افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ورکوي، د دوی په بریالیتوب کې مهم او حساس رول لري."

کلارک په وروستیو کې افغانستان ته تللی و او د دې سفر په لړ کې یې د افغان کمانډو ځواکونو نوی مرکز ولید.

د امریکا پوځ د ځانګړو عملیاتو قوماندان جنرال ریچارډ کلارک
د امریکا پوځ د ځانګړو عملیاتو قوماندان جنرال ریچارډ کلارک

ده افغان ځواکونو ته په اشارې وویل، ډېر پرمختګ شوی او ډېر تکړه قوماندانان‌یې ولیدل، خو له دې سره سره د طالبانو له لوري او همداراز د القاعده او اسلامي دولت یا داعش په شان د نورو یاغیانو له لوري د تاوتریخوالي زیاتېدا په دې هېواد کې د افغان ځواکونو ملاتړ ته د امریکايي پوځیانو اړتیا پیدا کوي.

د افغانستان د دفاع وزارت پخوانی ویاند متقاعد جنرال دولت وزیري وايي، افغان امنیتي ځواکونه، هم له مالي نظره او هم د هوايي ملاتړ له نظره د امریکا ملاتړ ته اړتیا لري.

ښاغلی وزیري زیاتوي: "د امریکا متحده ایالاتو یا نړیوالې ټولنې ته ډېره اړتیا ده چې د افغانستان د وسله‌وال پوځ ملاتړ وکړي څو د جګړې په میدان کې دوی برلاسه شي. تاسو ته به معلومه وي چې زموږ د کمانډو او نور ځانګړي قطعات پوره وړتیا لري، خو هوايي ځواک همداراز د کشف او استخباراتو برخه مو تر اوسه په پښو نه‌دي ولاړ، موږ توپچي قطعاً نه‌لرو، زرهدار نه‌لرو. زموږ ځواکونه اکمالاتو، تجهیز او تمویل ته اړتیا لري."

د افغانستان د دفاع وزارت پخوانی ویاند متقاعد جنرال دولت وزیري
د افغانستان د دفاع وزارت پخوانی ویاند متقاعد جنرال دولت وزیري

د جنرال وزیري په باور که امریکایان د ده په وینا بې‌تدبیره له افغانستانه ووځي په افغانستان کې به ناورین رامنځته شي.

جنرال کلارک وايي، امریکا په تېرو دوو لسیزو کې هڅه کړې چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په خپلو پښو ودرېږي او د دوی یو باوري متحد ځواک وي. د ده په وینا په دې برخه کې تر یوه حده پرمختګ شوی په تېره بیا د ځانګړو ځواکونو په برخه کې، خو فساد، د نه‌اعتماد وړ لیډرشیپ، د امریکا د ستراتېژۍ ناببره بدلېدا او غیر واقعي هدفونه د دې خنډ شوي چې افغان ځواکونه د دفاع لپاره لا هم د لوېدیځ ملاتړ ته اړتیا ولري.

ده دا هم وویل، حتی ځانګړي افغان ځواکونه یا کمانډو هم د طبي مرستو په برخه کې ځانګړي مهارت، هوايي او استخباراتي ملاتړ ته اړتیا لري.

د افغانستان په شمال کې افغان ځانګړي ځواکونه
د افغانستان په شمال کې افغان ځانګړي ځواکونه

د ټرمپ د حکومت او طالبانو د موافقې پر اساس د مې لومړۍ د امریکايي پوځیانو د وتلو وروستۍ نېټه ټاکل شوې، خو د ولسمشر بایډن حکومت پر دې موافقې بیا کتنه پیل کړې ده.

ځیني امریکايي چارواکي وايي، ښايي بایډن تر یادې نېټې وروسته د څو نورو میاشتو لپاره محدود شمېر امریکايي پوځیان په افغانستان کې پرېږدي.

XS
SM
MD
LG