طالبان ولې د بیا بیا غوښتنو سربېره اوربند ته غاړه نه ږدي؟ 

غفور احمد جاوید تر دې مخکې د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند او د سولې د عالي شورا د ویاند په توګه دندې ترسره کړي.

د کرونا خپرې شوې وبا په نړۍ کې ډېر څه بدل کړل او ګڼې چارې یې په ټپه ودرولې.

خو دا نړیواله وبا هم په دې ونه توانېده چې په افغانستان کې د جګړې ښکېل اړخونه اوربند ته جمتو کړي.

په داسې حال کې چې له یوې خوا کرونا ویروس په چټکۍ خپرېږي او له بلې خوا د روژې مبارکه میاشت رابره شوې، په افغانستان کې د وسله والو طالبانو بریدونو هم زور اخیستی.

افغان چارواکي وايي، طالبان هره ورځ پر افغان امنیتي ځواکونو او نورو اهدافو لسګونه بریدونه کوي چې په کې لسګونه افغان سرتېري وژل کېږي.

بل خوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر په یو تازه بیا کې ویلي چې د روان میلادي کال په لومړیو درې میاشتو کې د جګړو له امله تر ۵۳۰ زیات ملکیان وژل شوي او ۷۶۰ نور ټپیان شوي دي.

افغان حکومت، د طالبانو له خوا د اوربند نه منلې د جګړې او بې ګنا افغانانو د وژل کېدو سبب بولي.

پر افغان حکومت او امریکا سربېره، ملګرو ملتونو، د اسلامي همکارۍ سازمان، اروپايي ټولنې او نورو نړیوالو سازمانونو او هېوادونو په وروستیو کې له طالبانو غوښتي چې د کرونا ویروس په وړاندې د مبارزې د اسانتیا په هدف او د روژې د میاشتې په مناسب دې اوربند موقت اوربند ومني.

خو طالبانو تر اوسه د اوربند یا تاوتریخوالي د کمولو هېڅ ډول غوښتنې ته غاړه نه ده ايښې.

اجمل اند په دې اړه د سیاسي چارو له شنونکي غفور احمد جاوید سره مرکه کړې او په سر کې یې ترې پوښتلي چې طالبان ولې د بیا، بیا غوښتنو سربېره اوربند ته غاړه نه ږدي؟

د مرکې د اورېدو لپاره لاندې لینک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

غفور احمد جاوید سره مرکه