د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۹

طالبانو ته د افغان حکومت خبرداری: که د سولې فرصت له لاسه ورکړئ نو تاسو پړ یاست


قطر کې د طالبانو د استازو یو انځور- ارشیف
قطر کې د طالبانو د استازو یو انځور- ارشیف

د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر طالبانو ته خبرداری ورکړ، که د سولې په برخه کې رامنځته شوی فرصت له لاسه ورکړي نو پړه به یې د دوی پر غاړه وي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر ویاند خبرداری ورکوي، که طالبان د سولې په برخه کې رامنځته شوی فرصت له لاسه ورکړي نو پړه به یې د دوی پر غاړه وي.

جاوېد فیصل د شنبې په ورځ د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، دوی اندېښمن دي ځکه طالبانو تر بل هر وخت خپلو حملو او بریدونه شدت ورکړی دی.

ښاغلی فیصل وایي، طالبانو امریکا سره د هوکړې خلاف له هغه مهاله تر اوسه نږدې درې زره ترهګریز فعالیتونه او حملې کړي چې ګڼو ملکیانو ته یې په کې مرګ ژوبله اړولې ده.

جاوید فیصل
جاوید فیصل

هغه وویل: "دغه ۲۸۰۴ تروریستي تحرکات چې وسله والو طالبانو په تېرو ۵۱ ورځو کې درلودل دا د دوی او امریکا تر منځ له تړون څخه سرغړونه ده، د دوی ټولو تحرکاتو ته چې د افغان ځواکونو له لوري ورته ځواب ویل شوی، د طالبانو ۲۷۳۷ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې، موږ تل له دغې ډلې د اوربند غوښتنه کړې خو پرون یو ځل بیا د دوی له ادرس څخه منفي ځواب راکړل شو."

ښاغلي فیصل دا هم وویل چې د ولسمشر د فرمان له مخې به ۱۵۰۰ طالب بندیان خوشې کېږي چې تر اوسه ۵۵۰ یې له بنده خلاص شوي دي.

جاوېد فیصل وویل، طالبان د افغان حکومت د تخنیکي کمیټې له لوري د دوی تخنیکي ټیم ته د بندیانو ورسپارل شوی لېست نه تطبیقوي او هغه کسان یې ازادي کړي چې په لېست کې نشته.

خو طالبانو وړاندې ویلي له افغان حکومت سره د خپلو بندیانو لېست نشته او دوی ته معلوم نه دي چې څومره کسان یې له طالبانو سره دي.

به قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین تازه ازادي راډیو ته ویلي چې، دوی تر اوسه ۶۰ تنه حکومتي بندیان خوشې کړي او په راتلونکې کې هم د نورو بندیانو د خوشې کولو پلان لري.

طالبانو دا هم ویلي، چې دوی د تېر په پرتله ۶۰ سلنه جګړه راکمه کړې او یوازې په هغو ځاینونو کې حملې کوي چېرې چې افغان امنیتي ځواکونو هوډ لري خپلې امینتي پوستې جوړې او یا هم پر دوی د حملې قصد ولري.

وړاندې، تر دې ولسمشر محمد اشرف غني، د امریکا د دفاع وزیر او ناټو سازمان هم له طالبانو غوښتي چې جګړه کمه او یا هم اوربند وکړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د سولې عالي شورا د مشرتابه شورا غړی محمد امین وقاد وایي، طالبان دې د اوربند اړوند د خکلو، حکومت او نړیوالې ټولنې غوښتنې ته لبیک ووایي.

د افغانستان د سولې عالي شورا د مشرتابه شورا غړی محمد امین وقاد
د افغانستان د سولې عالي شورا د مشرتابه شورا غړی محمد امین وقاد

هغه زیاتوي: "طالبان دې په روژه کې کاملاً اوربند وکړي، ولسمشر غني دې هم د دوی پنځه زره بندیان له بنده ازادي کړي، که ولسمشر دا کار وکړي له یو لوري به د امریکا مرستې جاري شي او بل لور ته به پر طالبانو فشار راشي چې بین الافغاني خبرو په ترڅ کې د سولې له پروسې سره یو ځای شي."

ښاغلی وقاد وایي که طالبان تاوتریخوالی راکم نه کړي او ورځ بلې ته د عامو خلکو وژل زیات شي، په دې سره به طالبان د سولې پروسه منحل او رامنځته شوی فرصت به له لاسه ورکړي.

XS
SM
MD
LG