د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۴

طالبان د افغانستان راتلونکې ته څه تګلاره لري؟


د ملا برادر په مشرۍ په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي
د ملا برادر په مشرۍ په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو کې له څه نا څه پرمختګ سره سره لا هم نه‌ده معلومه چې طالبان څه ډول افغان ټولنې ته راګرځي.

له امریکا سره د شوې هوکړې له مخې، طالبان باید له اوسني افغان حکومت سره د سولې خبرې وکړي او دوامداره اوربند ته سره ورسېږي.

  • طالبانو پخوا څه ډول اساسي قانون درلود او اوس دغه ډله په څه ډول سیاسي ډګر ته راځي او مدغم کېږي؟

د طالبانو او امریکا ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړې له مخې بهرني ځواکونه له افغانستانه وځي او طالبان به له اوسني حکومت سره د سولې خبرې پيلوي.

دغې هوکړه کې چې د تېرې فبرورۍ میاشتې په ۲۹مه، په قطر کې لاسلیک شوه، راغلي، طالبان به امریکایانو ته د هغوی د وتلو په صورت کې دا ضمانت ورکوي چې بیا به د افغانستان خاوره د امریکا پر ضد نه‌کارېږي.

په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون لاسلیک غونډه
په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون لاسلیک غونډه

د دغې هوکړې هدف د ۱۸ کلنې جګړې پای ته رسول او سیاسي ډګر ته د طالبانو راتګ دی، خو دا په ډاګه شوې نه‌ده چې طالبان څه ډول دولت سره یوځای کېږي او دغه ډله څه ډول نظام غواړي.

په دې وروستیو کې طالبانو ته منسوب یو منشور د افغانستان په رسنیو کې خپور شو چې په‌کې راغلي، طالبان په افغانستان کې د (اسلامي امارت) د بیا جوړولو هوډ لري.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وویل چې دغه منشور جعلي دی.

ده رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې وویل، (اسلامي امارت د خپل بشپړ کنټرول په وخت کې د اسلامي امارت د دستور په نامه اساسي قانون درلود چې لا نهايي او توشېح شوی نه‌و).

په خبرپاڼه کې راغلي، طالبان اوس یوازې جهادي لایحه او مختلفو کمېسیونونو کې د چارو د تنظیم تګلارې لري.

د طالبانو د رژیم اساسي قانون

طالبانو پر افغانستان د واکمنۍ پر مهال د اساسي قانون د جوړولو هڅه وکړه.

د دوی مشر ملا محمد عمر په ۱۹۹۸ کال کې ۵۰۰ دیني علما راټول کړل چې یو نوی اساسي قانون جوړ کړي.

ملا محمد عمر
ملا محمد عمر

له درېیو ورځو خبرو وروسته دوی په ۱۴ پاڼو کې د قانون طرحه جوړه کړه او ټول واک په‌کې امیرالمؤمنین یا د دوی سیاسي او معنوي مشر ته وسپارل شو، دا مشر د طالبانو بنسټ ایښودونکی ملا محمد عمر و.

د قانون په دې طرحه کې د اسلامي شریعت له مخې د بیان ازادي، د ښځو حقونه او عدالت ته د لاسرسي حق یادونه شوې وه.

طالبانو هغه مهال ټلوېزیون او موزیک بند کړ، د ږيرې پرېښودل‌یې جبري کړل او ښځې یې اړې کړې وې چې مخ پټې وګرځي.

د طالبانو په قانون کې ښځې له کاره او نجونې له ښوونځیو منعه شوې وې، د غلو لاس پرې کېده، شراب څښونکي په درو وهل کېدل او د سنګسار او اعدام حد هم جاري کېده.

د طالبانو د رژیم پر مهال د ښځو وضعیت او پر موسیقۍ بندیز
د طالبانو د رژیم پر مهال د ښځو وضعیت او پر موسیقۍ بندیز
  • طالبان اوس څه ډول تګلاره لري؟

د راپورونو له مخې د طالبانو د اساسي قانون دا طرحه په ۲۰۰۵ کال کې هم چاپ شوه، خو په وروستیو څو کلونو کې یې د طالبانو په بحثونو کې څرک نه‌لیدل کېږي.

د نړیوال بحران په ډله کې د افغانستان د چارو پوه اندریو واتکنس ازادي راډیو ته ویلي، د طالبانو د اساسي قانون له پخوانۍ طرحې داسې ښکاري چې دغه ډله ژورې مذهبي ریښې لري او متمرکزه واکمني غواړي.

واتکنس ویلي، طالبان د دوو دلائلو له مخې اوس خپل پخوانی قانون نه‌یادوي، لومړی دا چې دغه ډله اوس په خپلو تګلارو کې نرمښت ته لېواله ده او دوهم دا چې ممکن دوی وېره ولري چې پخواني قانون ته ګرځېدل به د دوی منځ کې درز پیدا کړي.

خو څه چې ښکاره دي، دا ده چې طالبان لا هم د اسلامي شریعت په ټینګښت او متمرکزه نظام ټینګار کوي.

د چارو کتونکي وایي، د تېرو دوو لسیزو تحولاتو د واک په اړه د طالبانو فکر یو څه بدل کړی دی.

د ملا برادر په مشرۍ په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي
د ملا برادر په مشرۍ په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي

د دوی په باور، طالبانو په وروستیو کې په ډاګه ویلي، دوی اوس هغه ډله نه‌ده چې له ۲۰۰۱ کال مخکې وه.

دوی په تېره جنوري میاشت کې وویل، د قدرت د انحصار غوښتونکي نه‌دي او په دې فکر کې دي چې د افغانستان اوسنيو بنسټونو سره کار وکړي.

خو د ښځو حقونه، د بیان ازادي او ټاکنې هغه مسائل دي چې په اړه‌یې د طالبانو اوسنی دریځ ګونګ دی، که څه هم طالبانو وروستیو کې ویلي چې د شریعت د اصولو له مخې ښځو ته د کار او تعلیم حق ورکوي، خو اوسنۍ د دوی په ټکو (کمزورې) ازادۍ به‌یې محدودې شي.

دغې ډلې سره سولې ته د رسېدو له هیلو سره سره په واشنګټن کې مېشتې د انتلانتیک شورا یوه غړي سید جاوېد احمد ویلي، د واک په اړه د طالبانو او افغان سیاستوالو ترمنځ بېلابېل نظرونه شته چې دا به د سولې خبرې ډېرې اوږدې کړي.

احمد ویلي، که بین‌الافغاني خبرې پیل هم شي، ډېرې به پېچلې وي او ممکن په اړه‌یې بحث کلونه وخت ونیسي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد او په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر مشر ملا برادر
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد او په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر مشر ملا برادر

د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې له مخې ټاکل شوې وه چې د تېرې مارچ میاشتې په ۱۰مه بین‌الافغاني خبرې پيل شي، خو دا خبرې د بندیانو د خوشې کېدو پر سر د اختلافاتو له کبله تر نامعلومې نېټې وځنډېدې.

خو د نړیوال بحران په ډله کې د افغانستان کارپوه اندریو واټکنس یو څه هیله‌من دی او وایي، په حقوقي برخه او د حکومتوالۍ په چارو کې د اوسني حکومت او د طالبانو شته تګلارې ډېر نږدې‌والی او ګډ ټکي هم سره لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG