د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۶

ناټو: طالبان په افغانستان کې د تاوتریخوالي لامل دي


د ملا برادر په مشرۍ په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر یو شمېر غړي.
د ملا برادر په مشرۍ په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر یو شمېر غړي.

د ناټو هېوادونو سفیرانو پرون د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې د افغانستان د سولې اړوند ویليس، په افغانستان کې د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه د منلو وړ نه‌ده.

ناټو په دې اعلامیه کې ویلي چې طالبان په افغانستان کې د تاوتریخوالي لامل دي.

د ناټو د ۳۰ غړو هېوادونو اعلامیه څرګندوي چې د افغانستان په اړه د دې سازمان دریځ جګړې ته د پای ټکی ايښودل دی.

ناټو سازمان ته د امریکا سفیرې کې بېلي هاتچيسن پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي، امریکا او د ناټو متحدان له افغانستان سره ژمن پاتې کېږي. دې د ناټو شورا وېډیويي غونډه ټويټ کړې ده.

مېرمن هاتچيسن په دې وېډيو کې وايي: "موږ او متحدان مو په تیرو ۱۸ کلونو کې له افغانانو سره یوځای ولاړ وو او اوږه په اوږه مو له افغان دفاعي ځواکونو سره د امنیت او سولې لپاره کار کړی. هېڅکله دومره سولې ته نه‌وو نږدې لکه اوس چې یو. اوس وخت رارسېدلی چې ټول لوري له دې فرصته استفاده وکړي. موږ او متحدانو مو په ګډه پر افغان سیاسي مشرانو غږ کوو چې خپل اختلافات یوې خوا ته کړي، ټول‌شموله حکومت رامنځته کړي او واوري چې خلک‌یې سوله غواړي."

دې له طالبانو وغوښتل چې تاوتریخوالی کم کړي او خبرو ته زمینه برابره کړي. مېرمن هاتچيسن له طالبانو وغوښتل چې پر خپله ژمنه عمل وکړي چې ډاډ ترلاسه شي ترهګر هېڅکله د افغانستان پر خاوره خوندي ځای نه‌شي درلودای.

د طالبانو او امریکا ترمنځ د تړون پر اساس دا ډله ژمنه ده چې تاوتریخوالی کم کړي، خو د افغانستان امنیتي او دفاعي ارګانونو ویلي چې طالبانو په وروستیو څو ورځو کې بریدونه لا پسې زیات کړي.

قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون لاسلیک غونډه
قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون لاسلیک غونډه

طالبانو د پنجشنبې په ورځ د اپرېل په ۲۳مه نېټه د ولسمشر غني د اوربند وړاندیز رد کړ او ویې‌ویل چې دا وړاندیز منطقي نه‌‌ګڼي ځکه د سولې پر بهیر اختلافات لا نه‌دي حل شوي.

ناټو په خپله اعلامیه کې همداراز ویلي چې د زندانیانو د راخوشې کېدو بهیر باید چټک شي چې اوربند ته شرایط برابر شي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه د لاسلیک شوې موافقې له مخې ټاکل شوې وه د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې خبرې د مارچ په ۱۰مه پیل شي.

د دې موافقې له مخې امریکا ویلي چې د افغان حکومت له زندانه به د پنځو زرو طالبانو په راخوشې کولو کې همکاري کوي او په بدل کې به‌یې طالبان له دې ډلې سره بندي زر حکومتي کارکوونکي راخوشې کړي چې بین‌الافغاني خبرو ته لاره هواره شي.

د افغان حکومت له لوري د طالبانو خوشې شوې ۱۰۰ کسیزه ډله
د افغان حکومت له لوري د طالبانو خوشې شوې ۱۰۰ کسیزه ډله

په دې اړه د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان له مخې چې د مارچ میاشتې په ۱۱ خپور شو، د طالبانو ۱۵۰۰ زندانیان به د ۱۵ ورځو په ترڅ کې او له طالبانو سره د خبرو پر مهال خوشې کېږي.

په فرمان کې راغلي، که د حکومت او طالبانو خبرې پرمختګ وکړي، په هرو دوو اوونیو کې به افغان حکومت ۵۰۰ طالب زندانیان خوشې کوي چې له دې سره به ۵۰۰۰ زندانیان ټول خوشې شي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا تر اوسه د ۵۵۰ طالب زندانیانو د راخوشې کېدو خبر ورکړی دی.

د ملي امنیت شورا په وینا راخوشې شویو طالبانو لوړه کړې او په قطر کې د دې ډلې سیاسي دفتر ژمنه کړې چې دوی به بېرته د جګړې ډګر ته نه‌ځي.

XS
SM
MD
LG