د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۵

طالبانو سره د بشر دوستانه اوربند د ټينګښت لپاره د افغان حکومت هڅې


د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو د قطر سیاسي دفتر غړي
د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو د قطر سیاسي دفتر غړي

د افغانستان سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي وايي د اوربند د تأمین او د خلکو د وینې د تویېدو د مخنیوي لپاره هېڅ‌راز هڅه نه‌سپموي.

هغه دا خبره پرون د افغان دولت له‌خوا د سولې په چارو کې د همغږۍ د جګپوړې کمېټې په ناسته کې کړې ده.

د سولې په چارو کې د افغانستان د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي په خپل ټویټر باندې لیکلي چې په دې دوه ورځنۍ ناسته کې د کرونا ویروس د ننګونو سربېره د بشر دوستانه اوربند د تأمین لپاره د دولت په هڅو بحث وشو او دا چې څنګه جنګ‌ځپلو سیمو ته خوراکي او طبي مرستې ورسول شي.

په وروستیو څو ورځو کې افغان حکومت او نړیوالې ټولنې له طالبانو د اوربند یا اورکم غوښتنې زیاتې کړې دي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د پرونۍ ناستې په اړه د یاد وزارت ویاندې ناجیه انوري هم زیاته کړه: "د سولې په چارو کې د دولت وزیر وویل چې د اوربند د ټينګښت لپاره په ملي، سیمه‌ییزه او نړیواله کچه د دولت له‌خوا د بسیج‌سازۍ هڅې کېږي. د بندیانو ازادي د دې بهیر یوه برخه ده چې په همدې هدف پیل شوې. دولت د اوربند د تأمین، د جنګ د خاتمې او د خلکو د بې‌درېغه وژنې د مخنیوي لپاره هېڅ فرصت له لاسه نه‌ورکوي."

د سولې په چارو کې د دولت د وزارت ویانده ناجیه انوري
د سولې په چارو کې د دولت د وزارت ویانده ناجیه انوري

تر دې مخکې په تېره بیا له کله چې کرونا ویروس د افغانستان بېلابېلو سیمو ته رسېدلی په طالبانو غږ شوی چې د بشر دوستانه اوربند تأمین ته غاړه کېږدي.

د افغان ولسمشر اشرف غني ویاند صدیق صدیقي یکشنبه رسنیو ته په یوه بیان کې ویلي و چې حکومت د سولې د ټینګښت لپاره جدي ګامونه اخیستي، خو د ده په خبره د طالبانو د حملو زیاتېدل ښيي چې دا ډله د تاوتریخوالي کمولو ته ژمنه نه‌ده.

طالبانو د فبروري په ۲۹ د قطر په پلازمېنه دوحه کې له امریکا سره تړون لاسلیک کړ. دا تړون تر میاشتو میاشتو خبرو وروسته چې هدف‌یې د بین‌الافغاني خبرو لپاره د طالبانو هڅول، د اوربند او اورکم تأمین او دایمي سولې ته د زمینې برابرول و، لاسلیک شو.

له طالبانو سره د په استازیتوب د تړون لاسلیکوونکي د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیل‌زاد یکشنبه په دې ډلې غږ کړی چې اوربند ته غاړه کېږدي.

ښاغلي خلیل‌زاد پر ټویټر په یوه بیان کې لیکلي، روژه طالبانو ته دا فرصت برابروي چې د روان روغتیايي ناورین تر پایه د بشري مرستو لپاره د اوربند په منلو سره تاوتریخوالی کم کړي او تهاجمي حملې بندې کړي.

ښاغلي خلیل‌زاد همداراز پر افغان حکومت او طالبانو غږ کړی چې د بندیانو د خوشې کولو بهیر چټک کړي او ویلي یې دي چې د 'کووېډ- ۱۹' ناروغۍ پر ضد مبارزه د بندیانو د سمدستي خوشې کولو اړتیا په ډاګه کوي او د بین‌الافغاني خبرو له پیل سره مرسته کوي.

خو وسله‌وال طالبان ټولې خواوې ګرمې بولي چې له دوی سره په ژمنو کې پاتې راغلي او اوس بې‌ځایه ترې د اوربند او اورکم غوښتنه کوي.

د دې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد یکشنبه په یوه غږیز پیغام کې ویلي چې د افغانستان حکومت د سولې په وړاندې د ده په خبره له اول سره خنډ جوړ کړی او امریکا او ناټو هم په خپلو ژمنو نه‌دي ولاړ.

مجاهد په دغه پیغام کې ویلي چې حکومت د بندیانو خلاصون ځنډولی او ناټو هم میلیونونه مرمۍ افغان پوځیانو ته سپارلي چې د ده په خبره دا له طالبانو سره له ژمنو سرغړاوی دی.

XS
SM
MD
LG