څارونکي: ټرمپ تر نامعلوم وخته د افغانستان په بحران کې پاتې کېدو ته ژمن دی

ولسمشر ډونالد ټرمپ د خپلو انتخاباتي مبارزو پر مهال، د افغانستان د وضعیت په اړه په خبرو کې ژمنه کړې وه چې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه به پای ته رسوي.

خو د یو شمېر څارونکو په باور، د هغه له وروستۍ وینا داسې څرګندېږي چې تر نامعلومه وخته د افغانستان په بحران کې پاتې کېدو او کار ته متعهد دی.

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره خپله ستراتېژي د کابل پر وخت نن سهار سې شنبه اعلان کړه.

ډونالد ټرمپ پرون واشنګټن ته نېږدې، له فورت مایر پوځي اډې خبرې کولې.

هغه وویل چې په افغانستان کې به جنګ ګټي او ستراتېژي به‌یې په افغانستان کې په وخت او مهالوېش پورې نه بلکې د وضعیت له څرنګوالي سره تړلې وي.

ټرمپ وویل:

"زموږ ځواکونه به د بري لپاره جنګ وکړي."

یو شمېر څارونکو د ولسمشر ټرمپ دا وینا خوښه کړې او د پاکستان په اړه د هغه کلک دريځ‌یې ستایلی دی.

خو ځیني نورو ویلي چې اعلان شوې ستراتېژي ډېر جزئیات نه‎لري او د پخواني ولسمشر بارک اوباما د ناکامو کړن‎لارو ټکي په‌کې لیدل کېږي.

ولسمشر ډونالد ټرمپ خبرداری ورکړ چې واشنګټن نور دا چې پاکستان د افغانستان د طالبانو په ځېر سخت دریځو ډلو ته پناه ورکوي، نه‌شي زغملی.

ډونالد ټرمپ وویل:

"موږ پاکستان ته میلیاردونه ډالر ورکړل، خو پاکستان دقیقاً هغو ترورېستانو ته پناه ورکړه چې موږ يې پر ضد جنګېږو. دا باید تغییر وکړي او فوراً به تغییر کوي. له داسې هېواد سره چې هغو ترورېستانو ته‌يې پناه ورکړې چې پر امریکايي ځواکونو او چارواکو حملې کوي، هېڅ ډول مشارکت دوام نه‌شي کولای. د دې وخت رارسېدلی چې پاکستان د مدنیت، نظم او سولې لپاره خپل تعهد څرګند کړي."

اسلام‎اباد له ترورېستانو ملاتړ رد کړی دی.

پاکستاني سیاسي کتونکي، محمد تقي ازادي راډیو ته وویل:

"د امریکا په درېیو ولسمشرانو کې چې پر افغانستان د پاکستان د نا اعلان شوې جګړې له عواقبو سره مخامخ وو، د ټرمپ خبرو تر ټولو زیات وضاحت درلود او پاکستان ته‌یې د ستونزې د برخې په توګه اشاره وکړه."

ولسمشر ډونالد ټرمپ وویل:

"موږ په افغانستان کې ملت نه‌جوړوو بلکې ترورېستان وژنو."

هغه ټینګار وکړ چې امریکا داسې پلان ته اړتیا لري چې په افغانستان کې جګړه ابرومندانه او قاطع پای ته ورسوي او له افغانستانه په بشپړ ډول وتل به د نه‌منلو عواقب ولري.

ډونالد ټرمپ زیاته کړه:

"زموږ ولس باید داسې ابرومندانه او تلپاتې نتیجې ته ورسېږي چې د هغو سترو قربانیو ارزښت ولري چې هغوی «د امریکا ولس» ورکړې دي، په ځانګړي ډول د هغو کسانو چې ژوند یې قرباني شوی دی. هغه ښځې او نارینه چې زموږ ولس ته خدمت کوي، باید داسې پلان ولري چې بري ته‌یې ورسوي. هغوی د دې ارزښت لري چې ټول هغه وسایل او لازم اعتماد ورسره وي چې وجنګېږي او بري ته ورسېږي."

د ولسمشر ټرمپ تر خبرو وروسته، د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس وویل چې متحده ایالات او نور هېوادونه به افغانستان ته عسکر واستوي.

مټېس څرګنده کړه چې په دې اړه به د ناټو تړون له عمومي منشي او د امریکا له نورو متحدانو سره چې افغانستان ته‌یې د عسکرو د استولو ژمنه کړې، خبرې وکړي.

د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس

په واشنګټن کې د منځني ختیځ انسټټیوټ غړي، احمد مجیدیار ازادي راډیو ته وویل:

"د ټرمپ اداره په دې باور ده چې له افغانستانه د عسکرو ایستلو او هلته روان مأموریت ته د مهالوېش نه ټاکل به په افغانستان او نوره سیمه کې د امریکا دوستانو او دښمنانو ته سم پیغام ورورسوي."

د جنوبي اسیا د سیاسي څارونکي، احمد مجیدیار په باور، د ټرمپ وینا څرګندوي چې د افراطي ډلو او ترورېزم پر ضد دریځ‌یې خپل کړی دی.

هغه وویل چې امریکا به د افغان امنیتي ځواکونو روزنې، تجهیز او له هغوی سره همکارۍ ته دوام ورکړي او په عین وخت کې به د امریکا دفاع وزارت ته زیات صلاحیت ورکړي چې په افغانستان او پاکستان کې پر هغو سیمه‌ییزو او نړیوالو ترورېستي ډلو چې د امریکا امنیت ته ګواښ پېښوي، حملې وکړي.

ولسمشر ټرمپ پرون وویل چې په ابتدا کې یې له افغانستانه د عسکرو پر اېستلو غور کاوه، خو وروسته کله چې سپینې ماڼۍ ته ولاړ او وضعیت‌یې مطالعه کړ، متفاوتې نتېجې ته ورسېد.

ټرمپ وویل چې تر دې وروسته به د افغانستان له حکومته ملاتړ د سپین چک معنی نه‎لري او پر کابل‌يې ټینګار وکړ چې واقعي اصلاحات پیل کړي او حقیقي پرمختګ وکړي.

ډونالد ټرمپ وویل:

"امریکا به تر هغو د افغانستان له حکومت سره کار کوي چې موږ «د کابل د حکومت» تعهد او پرمختګ ووینو. زموږ تعهد داسې نه‎دی چې حد نه‎لري او زموږ ملاتړ نور یو سپین چک نه‎دی. د افغانستان حکومت باید د پوځي، سیاسي او اقتصادي چارو د بار په پورته کولو کې خپل رول ادا کړي."

د افغانستان د چارو یوه څارونکي، عمر صمد ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان د جګړې لپاره د ډونالد ټرمپ نوې ستراتېژي هر اړخیزه او واضح ده.

د عمر صمد په وینا، دا ډېره مهمه ده چې د امریکا ولسمشر دوست او دښمن پېژندلی دی.

ډونالد ټرمپ وویل:

"زموږ د نوې ستراتېژۍ یو بل اساسي ټکی دا دی چې په دې برخه کې چې له پاکستان سره باید څرنګه چلند وکړو، بدلون راشي. موږ تر دې زیات په دې اړه چوپ نه‌شو پاتې کېدلای چې پاکستان ترورېستي سازمانونو، طالبانو او هغو ډلو ته چې سیمې او نورې نړۍ ته ګواښ پېښوي، ځای ورکړی دی. پاکستان په افغانستان کې زموږ له هڅو د ملاتړ له لارې ډېره ګټه کولائ شي. خو جنایتکارانو او ترورېستانو ته له پناه ورکولو به ډېر څه وبایلي."

د امریکا د سنا مجلس د وسله‎والو خدمتونو د کمېټې مشر، سناتور جان مک‎کېن ویلي چې د ټرمپ ستراتېژي له امریکا سره مرسته کوي چې په افغانستان کې د اوباما د ادارې له ناکامې کړن‎لارې چې هلته یې یوازې د امریکا ناکامي ځنډولې وه ، تېره شي.

ولسمشر ډونالد ټرمپ په خپله وینا کې په نهایت کې له وسله‌والو طالبانو سره د سولې او روغې امکان ته لار خلاصه پاتې کړه، خو ویې‌ویل چې هېڅ‌څوک نه‌پوهېږي چې د ا کار به وشي او څه وخت کېدلای شي.

ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن ویلي چې واشنګټن تیار دی چې د افغان حکومت او له شرط پرته، د طالبانو ترمنځ د سولې د موافقې ملاتړ وکړي.

د وسله‎والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ټرمپ خبرې زړې او غیر واضح بللې دي.

خو د عمر صمد په باور، ډونالد ټرمپ وسله‎والو طالبانو او د هغوی پلویانو ته واضح پیغام ورکړی او بلاخره‌یې هغوي ته واضح کړه چې امریکا به بري ته د رسېدو لپاره هغه کار چې غواړي، وکړي.

د ټرمپ په وینا کې یوه نوې خبره دا وه چې د پاکستان پر رقیب هېواد، هند یې غږ وکړ چې د افغانستان د لانجې د حل لپاره خپل رول پیاوړی کړي.

ټرمپ ویلي چې له هند سره د خپل ستراتېژیک شراکت پراختیا غواړي، له نوې ډیلي غوښتنه کوي چې به افغانستان کې، په ځانګړي ډول په اقتصادي او پراختیايي چارو کې مرسته وکړي.