په کابل ښار کې اعتراض کوونکو له اتو ورځو راهیسې د تحصن خیمې درولي چې د دغو خیمو شمېر اتو ته رسېږي.
د کابل ښار یو شمېر ډاکټران وايي، زیاتره دغه خیمې د روغتیايي مرکزونو مخې ته یا هم دغو مرکزونو ته په غځېدلو لارو درول شوي چې دوی او ناروغانو ته یې ستونزې پیدا کړي.
د کابل د کارتې پروان د سیمې ډاکټر خوشحال تسل چې د روغتون مخې ته یې اعتراض کوونکو د تحصن خیمه درولې جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، روغتون ته په مستقمیه لاره نهشي تللی.
نوموړی وايي:
"زه خپل روغتون ته په مستقیمه لاره رانهغلم شاته په فرعي لاره راغلم، ځکه د روغتون په مخکې خیمه ولاړه وه، د داسې خیمو وهل له رواني پلوه د خلکو په روان بد اغېز کړی، ځکه خلک هر ساعت د ناامنۍ او د یوې پېښې د رامنځ ته کېدو احساس کوي، دا ډول وضعیت د خلکو رواني او روحي فشارونه نور هم زیاتوي."
په ورته وخت کې ځینې هغه ناروغان چې روغتونو ته ځي هم له همدې ستونزې سرټکوي.
د کابل ښار اوسېدونکې بي بي ګل وايي، خلک خپل ناروغان په موټر کې تر روغتون نهشي رسولای، ځکه د روغتون مخې ته د تحصن خیمې درول شوې او خلک نه پریږدي چې په ازاد تګ راتګ وکړي.
نوموړې وايي:
"په کابل ښار کې د ډېري روغتونونو په مخکې خیمې وهل شوي دي، خلک په اسانه نهشي کولای روغتون ته خپل ناروغ یوسي روغتونونو ته غځېدلې لارې بندې وي ناروغانو ته زیات تکلیف وي خلک تګ راتګ نه شي کولای."
د کابل په کارتې پروان کې چېرته چې زیات روغتونونه دي او همدا شان د شهرنو پارک ته نېږدې د ایمرجنسي روغتون مخکې ته اعتراض کوونکو د تحصن خیمې درولي او لویې لارې یې د ترافیکو پرمخ تړلي دي.
د ایمرجنسي روغتون مخ ته د تحصن په خیمه کې د اعتراض کوونکو استازي محمد نبي قاطع ازادي راډيو ته وویل چې لارې دوی نه بلکې دولت بندې کړې دي:
"موږ هېڅ ډول ترافیکي ستونزې نهدي جوړې کړي، برعکس دا دولت دی چې تاسې په سترګو ګورئ، د ارګ په شاوخوا کې یې کانټینرونه اېښي، ترافیکې ستونزې یې جوړې کړي، موږ ستونزې نه بلکې دولت جوړې کړې."
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د ایمرجنسي روغتون مسؤلینو ګواښ کړی که دوی ته مزاحمت دوام وکړي او مشکلات رفع نهشي، نو په کابل او په څلور ولایتونو کې روغتونه او ۴۴ کلینکونه به وتړي.
د دغه وزارت ویاند وحید مجروح له ازادي راډيو سره په خبرو کې له اعترض کوونکو وغوښتل چې د روغتیايي مرکزونو پر وړاندې خنډونه جوړ نهکړي.
دی وايي:
"مدني حقونو ته په احترام سره هیله مو دا دی چې زموږ د روغتیايي مرکزونو اصول په پام کې نیولو سره خپل اعتراضیه پروګرامونه داسې تنظیم کړي چې زموږ د خدمتونو پر وړاندې خنډ جوړ نهشي."
د تېرې جمعې په ورځ په کابل کې یو شمېر اعتراض کوونکو د تېرې اوونۍ د چهارشنبې د ورځې پېښې په غبرګون کې مظاهره وکړه چې په تاوتریخوالي بدله شوه او یو شمېرکسانو ته پهکې مرګ ژوبله واوښته.
بیا وروسته اعتراض کوونکو د ښارپه یوشمېر سیمو کې د تحصن خیمې ووهلې چې کابل ښاریانو ته یې ستونزې راپيدا کړې.
راپور: رحمت الله افغان