د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۵

د کابل ښاریانو د تحصن خیمه لا هم پرځای ده او خپلې غوښتنې منل غواړي


درې ورځې کېږي چې د افغان حکومت پر ضد د کابل ښاریانو د تحصن خیمه لا هم پرځای ده او د کابل ښار ډېری لارې د ترافیکو پر مخ تړلي دي.

اعتراض کوونکي په‎ خپلو غوښتنو ټينګار کوي او وايي، تر هغې چې يې غوښتنې ونه منل شي اعتراضونو ته به دوام ورکړي.

د حکومت د مشرانو استعفاوې، د امنیتي مسؤلینو محاکمه او لېرې کېدل او د وسله والو مخالفینو د زندانیانو اعداموال د اعتراض کوونکو له غوښتنو څخه دي.

د دغه تحصن دوه تنظیموونکي هارون معترف او نجیب وايي:

"ښاغلی ولسمشر او اجرائیه رئیس تاسو د خلکو د استازولۍ لیاقت نه لرئ نو د خلکو غوښتنو ته غاړه کېږدئ او ګوښه شئ.

-ټولې ستونزې د ارګ له‎خوا دي، د دوی د خلکو د غوښتنو خلاف کار کوي."

د تحصن په درېیمه ورځ د اعتراض کوونکو شمېر د نورو ورځو په پرتله کمرنګه وو.

له دې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د ملګرو ملتونو سازمان له اعتراض کوونکو غوښتني چې د حکومت سره خبرو ته کښیني.

خو اعتراض کوونکي وايي، دوی په هېڅ صورت له حکومت سره مذاکراتو ته اماده نه‎دي.

دا اعتراضونه وروسته له هغه پېل شول چې د چهارشنبې په ورځ کابل کې يوې خونړۍ پېښې ۹۰ تنه ووژل او له ۴۰۰ پورته نور کسان يې ټپيان کړل.

په ورته وخت کې د پوځي چار کارپوه يوسف امین ځاځي وايي، اعتراض کوونکي باید د حکومت سره خبرو ته کښیني او حکومت مکلف دی چې د دوی غوښتنو ته ځواب ووايي.

نوموړی وايي:

"هره ورځ خلک مري، بې کاري ده، لوږه ده، يو تور مسیر خوا ته د افغانستان ولس روان دی، زمو غوښتنه د ټولو خواوو نه همدا ده چې خپل مشروع غوښتنې حکومت سره شریکې کړي او حکومت مکلف ده چې ځواب ورته ووايي."

ډېری کارپوهان او د فېسبوک کارونکي هم په دې ټینګار کوي چې دا اعتراضونه باید پای ته ورسېږي ځکه د دوی په خبره دښمن کوښښ کوي چې له دې لارې ناوړه استفاده وکړي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG