نړۍ
کریملن: هند ته د پوتین په سفرکې به نوي ډیلي ته د ایس ۴۰۰ هوایي مدافعې توغندیو د دوو نورو سیسټمونو د لیږد په اړه هم خبرې وشي
کریملن وايي، له هند څخه د ولسمشرولادمیرپوتین په رسمي کتنه کې به هغه هیواد ته د ایس ۴۰۰ هوایي مدافعې میزایلو د سیسټم په ورکولو هم هم خبرې وشي. د روسیې انټرفاکس خبري آژانس د کریملن د ویاند دیمیتري پیسکوف له قوله خبر ورکړی چې ویلي یې دي، دا موضوع د خبرو په اجندا کې ده او زیاته کړې ده چې د یوه لوی پلاوي ځیني غړي به چې هند ته په سفرکې له پوتین سره ملګرتیا کوي د دې موضوع پرجزیاتو خبرې وکړي. د پیسکوف په وینا پردې سربیره به هند ته د سوخوی ۵۷ Su- الوتکو د احمتالي ورکړې په اړه هم خبرې وشي. کریملین ویلي چې ولادمیرپوتین به د ډسمبرپه څلورمه او پنځمه له هند څخه رسمي کتنه ترسره کړي.
د هغه قرارداد له مخې چې د هند او روسیې ترمنځ په ۲۰۱۸ کال کې لاسلیک شوی، روسیه به د څه کم پنځه نیم ملیارډ ډالرو په ارزښت پنځه ۴۰۰S- سیسټمونه هند ته ورکوي. مسکو تراوسه درې دا سیسټمونه نوي ډیلي ته ورکړي او دوه نور یې په اوکراین کې د روسیې د جګړې پخاطر ځنډول شوي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
اروپایي ټولنه غواړي چې د روسیې د ګازو د صادراتو بشپړ مخنیوی وکړي
د اروپايي ټولنې د پارلمان غړیو نن موافقه وکړه چې د دوه زره اووه ویشتم کال تر مني پورې به د روسیې د ګازو واردات په بشپړ ډول بند کړي.
د اروپایي ټولنې د انرژي د برخې کمیشنر دن یورګنسن په ایکسپاڼه کې لیکلي دي چې اروپا به د تل لپاره د روسیې د ګازو بهیر ودروي.
د شوي موافقې له مخې د اروپا له کمیسیون څخه غوښتل شوې دي چې په راتلونکو میاشتو کې داسې طرحه چمتو کړي چې هنګري او سلواکیا ته د روسیې د سون موادو د لیږد مخه ونیول شي.
اروپایي ټولنې په دوه زره دوه ویشتم کال کې چې کله روسیې پر اوکراین برید وکړ دا هڅې پيل کړې چې له روسیې د سون مواد وارد نه کړي او ورو ورو یې مخه ونیسي.
اروپایي ټولنه په دې باور ده چې روسیې د خپلو ګازو او تیلو په پیسو جګړه توده ساتلې ده.
چین ته د بریتانیا د صدراعظم احتمالي سفر
دوو سرچینو ویلي دي چې د بریتانا حکومت له صدراعظم کایر سټارمر څخه غوښتې دي چې د راتلونکي کال د جنوري له نهه ویشتمې تر یو دیرشمې پیکنګ او شانګهای ته ولاړ شي.
له دغو سرچینو یوې رویټرز اژانس ته وویل، کیدای شي چې د اونۍ تر اخره د دې سفر په اړه پریکړه وشي، خو که چیرته پیکنګ په لندن کې د خپل لوی سفارت د جوړیدو له طرحې په شا نه شي، ممکن دا سفر وځنډیږي.
په لندن کې د چین د نوي لوی سفارت په اړه داسې اندیښنې شته چې ښایي له دې د جاسوسۍ د مرکز په توګه استفاده وشي. د بریتانیا یوشمیر سیاستوالو او واشنګتن د دغې اندیښنې له امله د بریتانیا له حکومته غوښتي چې د پیکنګ مخه ونیسي چې د اروپا تر ټولو لوی سفارت په لندن کې جوړ نه کړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه د رویټرز اژانس پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.
د اسراییل د ملي امنیت د شورا سرپرست لبنان ته ځي
اسراییل وايي چې دوی به لبنان ته یو استازی واستوي چې له دغه هیواد سره نژدې اړیکو او اقتصادي همکارۍ لار هواره کړي.
د اسراییل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو دفتر د چهارشنبې په ورځ (د دسمبر په ۳ مه) اعلان وکړ چې د اسراییل د ملي امنیت شورا سرپرست به لبنان ته ولاړ شی.
اسراییل او لبنان تیر کال د متحده ایالاتو په منځګړیتوب اوربند وکړ، خو اسراییل له هغه وخت راهیسې د لبنان پر وسله واله ډلې حزب الله لاهم بریدونو ته ادامه ورکړې ده.
حزب الله یوه سیاسي-پوځي ډله ده چې متحده ایالات یې ترهګره ګڼي او اروپایي ټولنه د حزب اله پوځي ځانګه د ترهګرو په لست کې داخله کړې ده.
حزب الله د جنوبي لبنان لویه برخه کنټرولوي او سیاسي څانګه یې د لبنان په پارلمان کې استازي لري.
روسیه وایي له امریکايي پلاوي سره یې ګټورې خبرې وکړې
روسیه وایي، له متحدو ایالتونو سره یې په اوکراین کې د سولې د وړاندیز په اړه ګټورې خبرې وکړې خو یوې موافقې ته تراوسه ندي نژدې شوي.
د ځانګړې استازي سټیو ویټکوف په مشرۍ امریکايي پلاوي پرون سې شنبې په کریملن کې د روسیې له ولسمشرولادمیرپوتین او د هغه
له همکارانو سره د هغه وړاندیزپه اړه نژدې پنځه ساعته خبرې وکړې چې هدف یې په اوکراین کې د روسیې د جګړې پای ته رسول دي.
له غونډې وروسته په بهرنیو چارو کې د پوتین سلاکار یوري اوشاکوف په کریملن کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې سوله نده نژدې شوې خو لیرې هم نده. اوشاکوف په ځانګړې توګه ارضي مسایل د اختلاف وړ مسایل وبلل او زیاته یې کړه چې دوی ډیر د امریکا د وړاندیز پرجزیاتوخبرې ونکړې بلکې پرماهیت یې وغږیدل. د نوموړي په خبره ځینې مسایل د دوی لپاره مناسب و او پرځینو نورو یې نیوکې درلودې. هغه ټینګاروکړچې "موږ له ارضي مسلو پرته د اوکراین د کړکېچ د حل لپاره هیڅ چانس نه وینو. اوس هغه وخت رارسیدلی چې د ریښتینې پرمختګ لپاره مسکو او واشنګټن دواړه په جدي توګه کار پیل کړي."
ښاغلي ویټکوف د ترسره شویو خبرو په اړه سمدستي څرګندونې ونکړې او له کریملن څخه په مسکو کې د امریکا سفارت ته لاړ.
په سریلانکا او اندونیزیا کې سیلونو او توپانونو په سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
په سریلانکا کې د وروستیو سیلونو له امله د مړو شویو کسانو شمیر ۴۱۰ ته رسیدلی. د سریلانکا له طبیعي پیښو سره د مبارزې ادارې نن سې شنبې وویل چې ۳۳۶ کسان لادرکه دي. د دې ادارې په وینا موسمي بارانونو او سیلونو یونیم ملیون کسان اغیزمن کړي دي.
په عین حال کې يو سخت توپان د بنګال خلیج ځپلی چې له امله یې د تايلنډ په جنوب کې لږ تر لږه ۱۷۶ کسان مړه شوي دي.
په اندونیزيا کې د سې شنبې په ورځ د مړو شویو کسانو شمېر ۷۱۲ ته رسېدلی او له ۵۰۰ څخه ډېر کسان تراوسه ورک دي. په دې هیواد کې له یوملیون زیات کسان له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي.
روسیې د اوکراین په دونباس کې د یوه مهم ښار د نیولې ادعا کړې
روسیه په داسې حال کې د اوکراین په دونباس سیمه کې د یوه مهم ښار د نیولو خبر ورکوي چې ټاکل شوې د امریکا ځانګړی استازی سټیو ویټکوف نن په کریملین کې د روسیې له ولسمشرولادمیرپوتین سره وګوري.
په یوه ویډیویي پیغام کې چې کریملین خپورکړی د روسیې لوړپوړي پوځي جنرال والرې ګیراسیموف ادعا کړې چې پوکروفسک یې بشپړنیولی دی. خو اوکرایني چارواکو دغه ادعا ردکړې او نن سې شنبې یې رویترز آژانس ته ویلي چې اوکرایني سرتیري د دې ښارپرشمالي برخې کنټرول لري او د روسي ځواکونو په وړاندې جګړې ته دوام ورکوي.
په عین حال کې ټاکل شوې چې د سپینې ماڼۍ ځانګړی استازی سټیو ویټکوف چې هڅه کوي په اوکراین کې د روسیې د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوه حل لاره ومومي، نن په کریملین کې له ولسمشرپوتین سره خبرې وکړي.
ایرانی فلم جوړونکی جعفرپناهي په غیابي توګه په یوه کال بند محکوم شو
د ایران نوموتي فلم جوړونکي جعفر پناهي ته چې سږکال یې د کن (Palme d'Or) جایزه ګټلې، د تهران انقلابي محکمې په غیابي توګه د یوه کال بند سزا ورکړې ده.
د ایران ایسنا خبري آژانس د ښاغلي پناهي د مدافع وکیل له قوله خبرورکړی چې ویلي یې دي، محکمې همدارنګه پرهغه د دوو کلونو د سفر بندیز لګولی دی. ۶۵ کلن پناهي په مې میاشت کې "دا یوازې یو تصادف و" په نوم د فلم لپاره د کن د فلمونو د فیسټیوال لوړه جایزه وګټله، هغه فلم چې د نوموړي د بند د تجربو او د دولتي فشارونو سره د ده د مخامخ کېدو انځور وړاندې کوي. د هغه مدافع وکیل مصطفی نیلي د دوشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه لیکلي چې موکل یې د نظام پرضد تیلیغاتو تورن شوی و.
پناهي په ۱۴۰۱ کال کې زنداني شوی او په بند کې نژدې اوو میاشتو تیریدو وروسته د ډوډۍ نه خوړلو د اعتصاب په نتیجه کې په ضمانت خوشې شو.
زیلینسکي په پاریس کې له مکرون سره خبرې کوي
د اوکراین ولسمشرولودمیرزیلینسکي د فرانسې له ولسمشرایمانویل مکرون سره د خبرو لپاره پاریس ته تللی.
نوموړی یوه ورځ وروسته له هغې له پاریس څخه کتنه ترسره کوي چې د هیواد مرکچي پلاوي یې د امریکا په فلوریډا کې له امریکایي چارواکو سره په اوکراین کې د روسیې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د واشنګټن د پلان پرجزیاتو خبرې وکړي.
د ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپورله مخې زیلینسکي هڅه کوي چې “یوې عادلانه او تلپاتې سولې” ته د رسیدو لپاره لارې چارې ومومي.
په عین حال کې د کریملن ویاند دیمیتري پسکوف تایید کړه چې د امریکا ځانګړی استازی او د امریکایي پلاوي غړی سټیو ویټکوف به د سې شنبې په ورځ په مسکو کې د روسیې له ولسمشرولادمیرپوتین سره خبرې وکړي. واشنګټن په اوکراین کې د روسیې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ۲۸ مادو پلان وړاندیز کړی چې ویل کیږي ډیره برخه یې د اوکراین په ګټه نده.v
امام علي رحمان وايي له افغان خاورې پر تاجکستان بریدونه غندي؛ پنځه چینایان وژل شوي
د تاجکستان ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي تېره یوه اوونۍ د افغانستان له خوا په دوو جلا بریدونو کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او پنځه نور ژوبل دي.
په یوه بیان کې نن د تاجکستان د جمهور رییس امام علي رحمان له قوله د افغانستان له خاورې دا بریدونه غندل شوي او هغه یې ناقانونه او پاروونکي اقدامات بللي دي.
رحمان له امنیتي چارواکو سره په غونډه کې ټينګار کړی چې کوټلي ګامونه پورته کړي څو د دغسې ناوړه پېښو مخه ونیسي.
وژل شوي کسان چینايان دي چې هلته یې د سرو زرو په کان او د سړک جوړوونې په یوه شرکت کې کار کاوه.
لومړی برید د نومبر په ۲۶مه د ختلان ولایت په شمس الدین شاهین سیمه کې د سرو زرو د وینځلو په یوه فابریکه شوی چې لږ تر لږه دری چینایان مړه او یو بل سخت ټپي شوی.
دویم برید د نومبر په دېرشمه همدا یکشنبه د سړک جوړوونې په کارګرو شوی چې لږ تر لږه دوه چینایي کارګران پکې وژل شوي او څو نور ژوبل دي.
له دې سره جوخت چین له خپلو اتباعو غوښتي چې د تاجکستان – افغانستان له سرحدي سیمو ووځي.
طالبانو د وروستۍ پېښې په تړاو څه نه دي ویلي خو د تېرې اوونۍ د پېښې په غبرګون یې ویلي وو چې ځینې کړۍ پکې ښکېلې دي او غواړي د سیمې د هېوادونو تر منځ بې ثباتي، ګډوډي او بې اعتباري رامنځته کړي.