د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۰۶

په فراه کې د طالبانو چارواکو تایید کړه چې لس افغانان د ایراني سرحدي ځواکونو په ډزو وژل شوي


د طالبانو حکومت د فراه ولایت امنیې قوماندانۍ تأیید کړې چې لس افغانان ایران ته د ناقانونه تګ د هڅې پر مهال د ایراني سرحدي ځواکونو له خوا وژل شوي دي.

په هغه اعلامیه کې چې سه شنبه د قوس په ۱۱ مه د دغه قومندانۍ په ایکس پاڼه خپره شوې، د یادې قومدانۍ د ویاند محمد نسیم بدري په حواله په کې ویل شوي چې په دې پېښه کې دوه کسان نور نادرکه دي.

هغه زیاته کړې چې یادو کسانو هڅه کوله چې د ابونصر فراهی بندر له لارې په ناقانونه توګه ایران ته ننوځي.

په اعلامیه کې د ډزو دقیق وخت نه دی څرګند شوی.

ایراني چارواکو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
خو تر دې وړاندې یې خبرداری ورکړی، چې هغو کسانو سره به جدي چلند وشي کوم چې د دوی له پولې د ناقانونه تګ هڅه کوي.

مخکې تر دې هم څو ځله د ایراني سرحدي ځواکونو له خوا په افغانانو د ډزو پېښې راپور شوې دي.

یوه افغانه ښځه وایي درې میاشتې مخکې افغانستان ته ستنه شوې وه، خو د کار د نشتوالي له امله میاشت مخکې بېرته اړه شوه چې خپلې کورنۍ سره ایران ته ولاړه شي.

دې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي د غږ د بدلون په شرطیې ازادي رادیو ته وویل، د ایران پولې ته د ناقانونه داخلېدو پر مهال د دوی په کاروان د ایراني ځواکونو له خوا ډزې وشوې؛ او په خبره جدي خطر سره مخ شوي وو.

دې چې د دې سختې لارې ځني ویدوګانې یې هم ازادي راډیو سره شریکې کړي وايي، دوی د موټر د چپه کېدو له امله په پېښو ،سترګو، سر او ملا سخت ټپي شوي وو:
"ډېرې ډزې یې وکړې هغه لوري ته چې زه ناسته وم، بې حده ډزې یې وکړې. لږ تر لږه شل ډزې یې وکړې چې ډېرې یې د موټر په ښیښو ولګېدې او ټولې ښیښې ماتې شوې. کله چې یې ولیدل موټر نه درېږي، خپل موټر یې په ډېره تېزۍ زموږ له موټر سره وجنګوو، او موټر له سرک ووتو، چپه شو، خو خداې مونږ ژوندی وساتلو. "

تر دې مخکې د ایران د بشري حقونو خبري اژانس "حال‌وش" راپور ورکړی و چې د عقرب ۲۵ نېټه یو افغان ځوان د سراوان په پوله د ایراني سرحدي ځواکونو د مستقیمو ډزو له کبله سخت ټپي شوی او ورسره د څو نورو کډوالو برخلیک نه دی معلوم.

حال‌وش همدارنګه دوه ورځې مخکې راپور ورکړی و چې د سپاه پاسداران او سراوان سرحدي ځواکونو په څو کمینونو کې د افغان کډوالو څو ډلې ، چې ښځې، سړي او تنکي ځوانان پکې شامل وو په مستقیمو ډزو په نښه شوي چې په کې لږ تر لږه ۷ تنه وژل شوي او یو شمېر ټپیان دي.

د حال‌وش په وینا لسګونه نور کډوال تر نیولو وروسته زاهدان کې د الغدیر کمپ ته لېږدول شوي او دوه ورځې ورسته اخراج شوي دي.

کله چې پر ملکي خلکو ډزې کېږي په ټولیز ډول دا یو جنایت دی، او د دې مسؤلیت د ایران د اسلامي جمهوریت پر مشرانو دی

د بشري حقونو یو شمېر فعالانو د افغان کډوالو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتېدو په تړاو د اندېښنې په څرګندولو سره دا کړنې د بشري حقونو او نړیوالو قوانیو خلاف ګڼي .

د بشري حقونو فعال او د ایران د بشري حقونو سازمان بنسټګر محمود امیري مقدم، ازادي رادیو ته وویل:

" کله چې پر ملکي خلکو ډزې کېږي په ټولیز ډول دا یو جنایت دی، او د دې مسؤلیت د ایران د اسلامي جمهوریت پر مشرانو دی، ځکه دا کومه نوې پېښه نه ده او هېڅکله هم هغو کسانو نه چې ډزې کوي او له مشرانو یې پوښتنه نه کېږي. دا یوه داسې مسئله ده چې باید د نړیوالو ټولنو له لارې وڅارل شي، ځکه دا د بشري حقونو له اصولو او نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې ده."

تېر کال د عقرب په میاشت کې هم د حال‌وش له خوا په خپرو شویو ویډیوګانو یو شمیر افغان کډوالو ادعا کړې وه چې نېږدې ۳۰۰ افغان کډوال هغه مهال چې غوښتل یې د ایران له پولې واوړي، ایراني سرحدي ځواکونو پرې برید کړی چې یو شمیر په کې وژل شوي او یو شمېر ټپیان شوي دي.

د طالبانو حکومت هغه مهال دغه پېښه تأیید کړه او ویې ویل چې د افغانانو یو شمېر محدود کسان پکې وژل شوي او ټپیان دي او د پېښې د څېړلو لپاره یې یو پلاوی ټاکلی و. خو د دې څېړنې پایلې تر اوسه اعلان نه شوې.

ایران په وروستیو میاشتو کې د بې اسناده افغانانو د اېستلو بهیر لا پسې چټک کړی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ (یو، این، ایچ، سي ، ار) د معلوماتو له مخې، د روان میلادي کال د اپریل له لومړۍ نېټې د سپتمبر تر ۲۵ پورې ۱.۸ میلیونه افغانان له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

ملګرو ملتونو مخکې ویلي چې د افغان کډوالو بېرته ستنېدل د افغانستان پر کمزوري اقتصاد فشار زیاتوي او بشري بحرانونه او د کار نشتوالی نور هم سختوي.

یو شمیر بېرته ستنو شويو افغانانو هم مخکې ویلي چې په سختو بشري شرایطو کې ژوند کوي، بنسټیزو خدماتو ته لاسرسی نه لري او په بې وزلۍ کې شپې ورځې تېروي.


XS
SM
MD
LG