نړۍ
روسیې د اوکراین په دونباس کې د یوه مهم ښار د نیولې ادعا کړې
روسیه په داسې حال کې د اوکراین په دونباس سیمه کې د یوه مهم ښار د نیولو خبر ورکوي چې ټاکل شوې د امریکا ځانګړی استازی سټیو ویټکوف نن په کریملین کې د روسیې له ولسمشرولادمیرپوتین سره وګوري.
په یوه ویډیویي پیغام کې چې کریملین خپورکړی د روسیې لوړپوړي پوځي جنرال والرې ګیراسیموف ادعا کړې چې پوکروفسک یې بشپړنیولی دی. خو اوکرایني چارواکو دغه ادعا ردکړې او نن سې شنبې یې رویترز آژانس ته ویلي چې اوکرایني سرتیري د دې ښارپرشمالي برخې کنټرول لري او د روسي ځواکونو په وړاندې جګړې ته دوام ورکوي.
په عین حال کې ټاکل شوې چې د سپینې ماڼۍ ځانګړی استازی سټیو ویټکوف چې هڅه کوي په اوکراین کې د روسیې د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوه حل لاره ومومي، نن په کریملین کې له ولسمشرپوتین سره خبرې وکړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په سریلانکا او اندونیزیا کې سیلونو او توپانونو په سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
په سریلانکا کې د وروستیو سیلونو له امله د مړو شویو کسانو شمیر ۴۱۰ ته رسیدلی. د سریلانکا له طبیعي پیښو سره د مبارزې ادارې نن سې شنبې وویل چې ۳۳۶ کسان لادرکه دي. د دې ادارې په وینا موسمي بارانونو او سیلونو یونیم ملیون کسان اغیزمن کړي دي.
په عین حال کې يو سخت توپان د بنګال خلیج ځپلی چې له امله یې د تايلنډ په جنوب کې لږ تر لږه ۱۷۶ کسان مړه شوي دي.
په اندونیزيا کې د سې شنبې په ورځ د مړو شویو کسانو شمېر ۷۱۲ ته رسېدلی او له ۵۰۰ څخه ډېر کسان تراوسه ورک دي. په دې هیواد کې له یوملیون زیات کسان له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي.
کریملن: هند ته د پوتین په سفرکې به نوي ډیلي ته د ایس ۴۰۰ هوایي مدافعې توغندیو د دوو نورو سیسټمونو د لیږد په اړه هم خبرې وشي
کریملن وايي، له هند څخه د ولسمشرولادمیرپوتین په رسمي کتنه کې به هغه هیواد ته د ایس ۴۰۰ هوایي مدافعې میزایلو د سیسټم په ورکولو هم هم خبرې وشي. د روسیې انټرفاکس خبري آژانس د کریملن د ویاند دیمیتري پیسکوف له قوله خبر ورکړی چې ویلي یې دي، دا موضوع د خبرو په اجندا کې ده او زیاته کړې ده چې د یوه لوی پلاوي ځیني غړي به چې هند ته په سفرکې له پوتین سره ملګرتیا کوي د دې موضوع پرجزیاتو خبرې وکړي. د پیسکوف په وینا پردې سربیره به هند ته د سوخوی ۵۷ Su- الوتکو د احمتالي ورکړې په اړه هم خبرې وشي. کریملین ویلي چې ولادمیرپوتین به د ډسمبرپه څلورمه او پنځمه له هند څخه رسمي کتنه ترسره کړي.
د هغه قرارداد له مخې چې د هند او روسیې ترمنځ په ۲۰۱۸ کال کې لاسلیک شوی، روسیه به د څه کم پنځه نیم ملیارډ ډالرو په ارزښت پنځه ۴۰۰S- سیسټمونه هند ته ورکوي. مسکو تراوسه درې دا سیسټمونه نوي ډیلي ته ورکړي او دوه نور یې په اوکراین کې د روسیې د جګړې پخاطر ځنډول شوي دي.
ایرانی فلم جوړونکی جعفرپناهي په غیابي توګه په یوه کال بند محکوم شو
د ایران نوموتي فلم جوړونکي جعفر پناهي ته چې سږکال یې د کن (Palme d'Or) جایزه ګټلې، د تهران انقلابي محکمې په غیابي توګه د یوه کال بند سزا ورکړې ده.
د ایران ایسنا خبري آژانس د ښاغلي پناهي د مدافع وکیل له قوله خبرورکړی چې ویلي یې دي، محکمې همدارنګه پرهغه د دوو کلونو د سفر بندیز لګولی دی. ۶۵ کلن پناهي په مې میاشت کې "دا یوازې یو تصادف و" په نوم د فلم لپاره د کن د فلمونو د فیسټیوال لوړه جایزه وګټله، هغه فلم چې د نوموړي د بند د تجربو او د دولتي فشارونو سره د ده د مخامخ کېدو انځور وړاندې کوي. د هغه مدافع وکیل مصطفی نیلي د دوشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه لیکلي چې موکل یې د نظام پرضد تیلیغاتو تورن شوی و.
پناهي په ۱۴۰۱ کال کې زنداني شوی او په بند کې نژدې اوو میاشتو تیریدو وروسته د ډوډۍ نه خوړلو د اعتصاب په نتیجه کې په ضمانت خوشې شو.
زیلینسکي په پاریس کې له مکرون سره خبرې کوي
د اوکراین ولسمشرولودمیرزیلینسکي د فرانسې له ولسمشرایمانویل مکرون سره د خبرو لپاره پاریس ته تللی.
نوموړی یوه ورځ وروسته له هغې له پاریس څخه کتنه ترسره کوي چې د هیواد مرکچي پلاوي یې د امریکا په فلوریډا کې له امریکایي چارواکو سره په اوکراین کې د روسیې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د واشنګټن د پلان پرجزیاتو خبرې وکړي.
د ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپورله مخې زیلینسکي هڅه کوي چې “یوې عادلانه او تلپاتې سولې” ته د رسیدو لپاره لارې چارې ومومي.
په عین حال کې د کریملن ویاند دیمیتري پسکوف تایید کړه چې د امریکا ځانګړی استازی او د امریکایي پلاوي غړی سټیو ویټکوف به د سې شنبې په ورځ په مسکو کې د روسیې له ولسمشرولادمیرپوتین سره خبرې وکړي. واشنګټن په اوکراین کې د روسیې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ۲۸ مادو پلان وړاندیز کړی چې ویل کیږي ډیره برخه یې د اوکراین په ګټه نده.v
امام علي رحمان وايي له افغان خاورې پر تاجکستان بریدونه غندي؛ پنځه چینایان وژل شوي
د تاجکستان ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي تېره یوه اوونۍ د افغانستان له خوا په دوو جلا بریدونو کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او پنځه نور ژوبل دي.
په یوه بیان کې نن د تاجکستان د جمهور رییس امام علي رحمان له قوله د افغانستان له خاورې دا بریدونه غندل شوي او هغه یې ناقانونه او پاروونکي اقدامات بللي دي.
رحمان له امنیتي چارواکو سره په غونډه کې ټينګار کړی چې کوټلي ګامونه پورته کړي څو د دغسې ناوړه پېښو مخه ونیسي.
وژل شوي کسان چینايان دي چې هلته یې د سرو زرو په کان او د سړک جوړوونې په یوه شرکت کې کار کاوه.
لومړی برید د نومبر په ۲۶مه د ختلان ولایت په شمس الدین شاهین سیمه کې د سرو زرو د وینځلو په یوه فابریکه شوی چې لږ تر لږه دری چینایان مړه او یو بل سخت ټپي شوی.
دویم برید د نومبر په دېرشمه همدا یکشنبه د سړک جوړوونې په کارګرو شوی چې لږ تر لږه دوه چینایي کارګران پکې وژل شوي او څو نور ژوبل دي.
له دې سره جوخت چین له خپلو اتباعو غوښتي چې د تاجکستان – افغانستان له سرحدي سیمو ووځي.
طالبانو د وروستۍ پېښې په تړاو څه نه دي ویلي خو د تېرې اوونۍ د پېښې په غبرګون یې ویلي وو چې ځینې کړۍ پکې ښکېلې دي او غواړي د سیمې د هېوادونو تر منځ بې ثباتي، ګډوډي او بې اعتباري رامنځته کړي.
اوه پاکستاني سرتیري تېر یوه شپه او ورځ کې وژل شوي
د خیبر پښتونخوا په دریو سیمو کې وسله والو بریدګرو ۷ پاکستاني سرتیري وژلي دي.
دا بریدونه نن او پرون په بنو، ډیره اسماعیل خان او کورمه کې پر پولیسو او پوځیانو شوي.
د بنو د پولیسو مشر یاسر اپرېدي د ازادي راډیو مشال ته وویل، وسلوالو نن د ډسمبر پر لومړۍ نېټه سهار مهال په ممشخېلو کې دندې ته پر لاره روان پولیس سرتېری وویشت او وتښتېدل.
دی وايي، د سرتېري د وژونکو د نیولو لپاره یې پلټنیز عملیات پیل کړي دي.
بنو کې پرون هم پر پوځي کاروان برید شوی چې یو سرتېری وژل شوی او دوه نور ژوبل دي.
په ډیره اسماعیل خان کې بیا پرون ناوخته دری سرتیري د سړک غاړې بم چاودنه کې وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.
اخوا په منځنۍ کورمه کې وسلوالو بریدګرو پرون پر امنیتي پوستې برید کړی چې پکې دوه پولیس ووژل شول او دوه ژوبل شول.
د خیبر پښتونخوا په دغو دریو سیمو کې د وسله والو بریدونو مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.
د یوه افغان په لاس د وژل شوې سارا بکسټروم د یادښت مراسم
په امریکا کې میشت یوه ډله افغانان بېګاه د سپینې ماڼۍ مخ ته ور ټول شوي وو او د وژل شوې امریکايي سرتیرې سارا بکسټروم د درناوي په پار یې شمعې بلې کړې.
دا کسان چې اکثر یې د افغان – امریکایي ټولنې غړي وو په سارا بکسټروم او اندرو وُلف باندې د افغان تبعه رحمن الله لکڼوال له خوا برید وغانده.
دوی ټینګار وکړ چې د یوه کس عمل د کډوالو د ټولې ټولنې استازیتوب نه کوي او باید دا یوه پېښه د لسیزو باور، ملګرتیا او ګډه قرباني ټکنۍ نه کړي.
تېره اوونۍ واشنګتن ډي سي کې یوه افغان د امریکا د ملي ګارډ په دوو غړو ډزې وکړې چې له ډلې یې یوه پوځي سارا بکسټروم مړه او بل افسر اندرو وُلف لا هم روغتون کې بستري دی.
بریټانوي چارواکو د بریټانیا د خاصو ځواکونو له خوا د لسګونو افغانانو د وژنې د تورونو د څېړلو امر کړی
د بریټانیا یوه پخواني لوړپوړي پوځي افسر ویلي داسې ښکاري چې ځانګړو بریټانوي ځواکونو په افغانستان کې د شکمنو کسانو په وژنې جنګي جرایم ترسره کړي وي.
دا لوړپوړی پوځي په افغانستان کې د عملیاتو د برخې مرستیال لوی درستیز پاتې شوی.
هغه ویلي په دغو وژنو باندې د قوماندې ټوله مشرتابه خبره وه خو هېڅ ګام یې نه دی پورته کړی.
د بریټانیا دفاع وزارت تازه وروسته تر هغه په دې اړه د څېړنو امر کړی چې د بي بي سي یوه مستند په ډاګه کړه د بریټانیا د هوايي ځواک خاصې قطعې لږ تر لږه ۵۴ کسان په افغانستان کې په مشکوکو حوادثو کې وژلي دي.
دا کسان د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو تر منځ د طالبانو او نورو وسله والو ډلو پر ضد د امریکا په مشرۍ د نړیوال پوځي اییتلاف د جګړې پر مهال وژل شوي.
په بریټانیا کې له څو کلونو راهیسې د هغو احتمالي جنګي جرایمو د تورونو په تړاو څېړنې کيږي چې په افغانستان کې د جګړې پر مهال په بریټانوي ځواکونو تړلي بلل شوي.
سریلانکا کې سیلابونو ۳۳۴ تنه مړه کړي، ګڼ شمېر تري تم دي
په سریلانکا کې د سیلابونو او ځمکې ښوېدنې له کبله ۳۳۴ تنه مړه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د همغږۍ ادارې دا سیلابونه په دوه لسیزو کې تر ټولو زیات ویجاړونکي بللي دي.
دغه سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي چې سیلابونو او ځمکې ښوېدنې په ۲۵ ولسوالیو کې نژدې یو میلیون کسان متاثره کړي دي.
فرانس پریس د سریلانکا د پيښو د مدیریت ادارې په حواله ویلي، شاوخوا ۴ سوه کسان لا هم تري تم دي.
دوه ورځې وړاندې د اندونیزیا په سوماترا ټاپو کې هم زورور سیلاب او ځمکې ښوېدنې لږ تر لږه ۴۰۰ کسان مړه کړل.