د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۵

د ناامنۍ پېژندنې نړيوال سازمان: افغانستان کې روغتياپالان له تاوتريخوالي او محدوديتونو سره مخامخ دي


له ارشيفه د ډاکټرانو د کاربنديز يو انځور
له ارشيفه د ډاکټرانو د کاربنديز يو انځور

د ناامنۍ د پېژندنې نړیوال سازمان وایي، په افغانستان کې د روغتیایي کارکوونکو او ډاکترانو وژنه او تاوتریخوالی نږدې دوه چنده زیات شوي دي.

د ناامنۍ د پېژندنې نړیوال سازمان د یو تازه راپور په خپرولو اندېښنه ښودلې او ویلي يې دي، چې لا هم په افغانستان کې روغتیا‌پالان له تاوتریخوالي او ګڼو محدودیتونو سره مخامخ دي.

دغه سازمان چې په سویس کې مېشت دی، په خپل تازه راپور کې یې ویلي، یوازې په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان د روغتیایي کارکوونکو او ډاکترانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۰۹ او د نیولو او توقیف کولو ۶۵ پېښې يې ثبت کړي دي.

دا راپور چې د ملګروملتونو د بشري چارو همغږي کوونکې ادارې (اوچا) د دوشنبې په ورځ په خپله وېب‌پاڼه خپور کړی، د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ په زېرکوه دره کې پر یو روغتیایي مرکز د ځايي طالبانو د ځینو غړو د برید یادونه هم په‌کې شوې ده.

په راپور کې راغلي، د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په ۱۱مه دې برید کې ځايي طالبانو یو ډاکټر له‌دې امله وهلی و چې، د راپور په ټکو د دغه روغتیایي مرکز په پارکېنګ کې یې د طالبانو د پوځي موټر پر درولو نیوکه کړې وه.

راپور وايي، له پېښې وروسته د دغه روغتيايي مرکز کارکوونکو اعتصاب وکړ، خو طالبانو له دوو ورځو وروسته د دوی د غوښتنو له منلو پرته اعتصاب پرې پای ته ورساوه.

ارشيف
ارشيف

دغه سازمان ویلي، په ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د بېلابېلو اړخونو له لوري د ډاکترانو او روغتیایي کاروونکو د وژلو پېښې نږدې نیمایي زیاتې شوي، خو په ټکو یې د دغو روغتیاپالانو د تښتولو په پېښو کې ۷۵سلنه کموالی راغلی دی.

"نه یوازې په مرکز کې بلکې په ولایتونو کې ډاکترانې او قابله‌ګانې له محرم پرته روغتون یا کلینیک ته د تګ اجازه نه‌‌لري
يو ډاکټر

په راپور کې دا هم ویل شوي، ډېری ډاکتران او کارکوونکي د غیر اخلاقي تورونو، د نارینه او ښځینه ډاکترانو، روغتیایي کارکوونکو او ناروغانو د څانګو نه جلا کولو، د محرم (نارینه سرپرست) پرته سفر کولو، له داعش ډلې سره د اړیکو په تور او دغه‌شان د مالي فساد، جعل او غلا په تور پوښتل شوي، نیول شوي او بنديان شوي دي.

بل‌خوا په هېواد کې دننه ځینې ښځینه او نارینه ډاکترانو او نرسانو ازادي راډیو ته د دغو مواردو په تایید سره وویل، له ګڼو محدودیتونو سره مخامخ دي او د کار قانوني ازادۍ ترې اخیستل شوې دي.

له‌‌‌‌دې ډلې د کابل ښار دو ډاکترانو چې بېلابېلو ولایتونو کې د دندو او روغتیایي خدماتو رسولو ته ځي، د موضوع د حساسیت له امله د نومونه نه خپرولو او د غږونو د بدلولو په شرط ازادي راډیو سره خپل نظرونه شريک کړل.

يوه ډاکټر وويل: "نه یوازې په مرکز کې بلکې په ولایتونو کې ډاکترانې او قابله‌ګانې له محرم پرته روغتون یا کلینیک ته د تګ اجازه نه‌‌لري، صحي پرسونل له همدې امله ګواښل کېږي، زموږ روغتون کې د نارینه‌و او ښځینه‌و وارډونه جلا شوي، په‌‌‌‌داسې حال کې اکثرا برخو کې موږ ښځینه سپېشلیستانې نه‌لرو."

دغه‌‌راز بل ډاکټر وايي: "موږ ته وایي چې تاسو به ښځینه‌‌‌و ته طبي خدمتونه نه وړاندې کوئ، لکه د دوی درمل وي یا فشار کتل او نور مسایل، وایي دوی ته باید ښځینه ډاکترانې و اوسي، په داسې حال کې چې په ډېریو وختونه کې ښځینه ډاکترانې یا کارکوونکې نه‌وي یا یې نه‌‌‌شي کولای، دوی ټولو روغتونونو کې دا ډول سپارښتنې کړي او بیا هر کله راځي، ګرځي او څارنه هم کوي."

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان د دغه سازمان د راپور او يادو ډاکترانو د ادعاو او شکایتونو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌‌کړې، خو له‌‌‌دې وړاندې یې تل ټینګار کړی، چې دوی په افغانستان کې په روغتیایي برخه کې د اسانتیاو رامنځته کولو هڅه کوي.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت په ټولو غیر دولتي او اکثرو دولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی او روغتیا یوازینی سکتور دی چې ښځې په‌‌کې کار او زده‌‌‌‌کړو ته پرېښودل کېږي، خو د ډاکټرانو خبرو او شکایتونو ته په پام داسې ښکاري چې د دوی وروستیو بندیزونو او مقرراتو دا برخه هم اغېزمنه کړې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان د بېلابېلو راپورونو له‌‌‌‌مخې، افغانستان کې اکثریت خلک د ډاکترانو او روغتیایي مرکزونو د کمښت له امله په اسانه روغتیایي اسانتیاو ته لاس‌رسی نه‌لري.

د ناامنۍ د پېژندنې نړیوال سازمان ویلي، د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ له لومړۍ څخه د سپتمبر تر ۳۰مې پورې د نړۍ په ۵۳ هېوادونو او سیمو کې د صحي خدمتونو پر وړاندې ۲۲۶۷ د تاوتریخوالي یا خنډونو پېښې ثبت شوي او لږ تر لږه ۲۳۶ روغتیایي کارکونکي په ۹۲ پېښو کې نیول شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG