د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۱

کندز کې لسګونو ډاکټرانو کاري اعتصاب وکړ


په کندز کې لسګونو ډاکټرانو او د شخصي درملتونونو مالکینو په دې ولایت کې د یوه ډاکټر د دولس کلن زوی د تښتولو او د کندز په مرکز کې د وسله والو غلاو، سړي تښتوونو پېښو او د شته ناامنیو په اړه لاس په کاري اعتصاب پوري کړی دی.

دغه ډاکټران وايي، دغه اعتصاب په دې معنی نه دې چې دوی ګواکې د ناروغانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی، ځکه اوس مهال په دې روغتون کې د خلکو لپاره روغتیايي خدمتونونه په نورمال ډول جریان لري.

په دغه ولایت کې د ډاکټرانو د ټولنې مشر ډاکټر عبدالستار غفور رسنیو ته وویل چې دوې اوونۍ وړاندې د دې روغتون د ډاکټر میرویس احمدي زوی د نا څرګندو وسله والو له‎خوا تښتول شوی دی، خو تر اوسه یې برخه لېک نه دي معلوم.

نوموړي زیاته کړه:

​"موږ به کله له وسله والو غلاو، زنځېرې قتلونو او د سړي تښتوونکو له پېښو څخه خلاصون ومومو، موږ په دې ولایت کې د روغيتايي کارکوونکو کورنیو لپاره همدارنګه د کندز خلکو لپاره امنیت او مصؤنیت غواړو.​"

دغو ډاکټرانو خبرداری ورکړ، که چېرې د کندز سیمه ییز حکومت د تښتول شوي ماشوم په خوشې کېدو کې کوټلي ګامونه پورته نه کړي، نو دوی به خپل کاري اعتصاب ته دوام ورکړي.

ډاکټر عبدالطیف شریفي او ډاکټر همایون اسد په دې اړه رسنیو ته وویل:

​"موږ هره ورځ چې له کور څخه وځو نو د بېرته راتګ احساس نه کو، ځکه امنیتي وضعیت ډېر خراب دی، په دې ولایت کې هېڅ څوک د ځان د خوندېتوب احساس نه کوي.​"

​"له دولت څخه غواړو چې له موږ سره مرسته وکړي، څو دغه ماشوم د سړي تښتوونکو له منګلو څخه خلاص کړي او کنه زموږ کاري اعتصاب به له دې هم پراخ شي.​"

دغو متعرضو ډاکټرانو د یو پرېکړه لېک په صادرولو سره غونډه پای ته ورسوله او پرېکړه لېک د ډاکټر عبدالقدوس میاخېل له خوا ولوستل شو:

​"لومړی په ښار کې له ډاکټرانو او له درملتونونو څخه د غېر مسؤلو وسله والو غلاو مخ باید ونیول شي، دوهم د خلکو او د ډاکټرانو د کورنیو د غړیو تښتولو مخه باید ونیول شي.

او که چېرې چارواکي زموږ وړاندېزونو ته پاملرنه ونه کړي، موږ په ستر کاري اعتصاب لاس پورې کړو، نو هغه وخت دي بیا له موږ څخه ګېله نه کوي.​"

دغه ډاکټران وايي چې د کندز امنیتي چارواکو د دغه دولس کلن ماشوم د خوشي کېدو په برخه کې خپلې ژمنې نه دي عملي کړي.

بل خوا د کندز امنیه قوماندان جنرال عبدالحمید حمیدي بیا وايي چې د امنیتي ارګانونو هڅې روانې دي، څو تښتول شوی ماشوم د تښتوونکو له منګلو څخه خوشې کړي.

عبدالحمید حمیدي.
عبدالحمید حمیدي.

نوموړي زیاته کړه:

​"د امنیتي ارګانونو هڅې جریان لري، څو دغه تښتول شوی ماشوم د سړي تښتوونکو له منګلو څخه ازاد کړي، موږ یو اندازه پرمختګ هم کړی دی، خو موږ نشو کولای خپل ټول رازونه له دوی سره شریک کړو."

د کندز ډاکټران او د درملتونونو مالکان په داسې حال کې په کاري اعتصاب لاس پوري کوي چې په دې وروستیو کې د دې ولایت په مرکز کې ناامنیو، وسله والو غلاو، اختطافونو او قتلونو زور اخیستي دي چې له کبله یې د دې ولایت ټول اوسېدونکي یې سخت اندېښمن کړي دي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG