د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۵

نن د افغانستان په پنځه ولايتونو کې د پوليو ضد واکسين کمپاين پيل شو؛ له خلکو د همکارۍ غوښتنه شوې


انځور له ارشيفه
انځور له ارشيفه

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت د افغانستان په پنځو ولایتونو کې د پولیو واکسین د کمپاین د پیل خبر ورکړی.

د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ واکسین په پیل شوي کمپاین کې په افغانستان کې نږدې ۲.۴ میلیونه هغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو څخه کم وي، واکسین شي.

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان رسنیو ته په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي، دغه کمپاین د شنبې په ورځ د افغانستان په پنځو ولایتونو کې پیل شوی او څلور ورځې به دوام وکړي.

هغه له قومي مشرانو، ديني عالمانو او د کورنيو له مشرانو غوښتي، چې په سیمه کې دې له واکسيناتورانو سره همکاري وکړي.

نوموړي ويلي: "نن، شنبه د زمري ۲۰مه په پنځو ولایتونو، کابل، هرات، هلمند، زابل او ارزګان کې د پولیو څلور ورځنی کمپاین پیل شو. دا کمپاین چې له پنځو کلونو کم‌عمره ۲.۴ میلیون ماشومانو ته به په‌کې واکسین وشي، څلور ورځې دوام وکړي."

شرافت زمان زیاته کړه چې د ۲۰۲۴ کال له پیل څخه تر جولای میاشتې پورې د پولیو واکسین پنځه کمپاینونه ترسره شوي، چې دوه یې ملي کمپاینونه او درې فرعي کمپاینونه دي.

د هغه په خبره، په ۲۰۲۳ کال کې د پوليو د واکسين ۱۲ کمپاينونه ترسره شوي، چې درې ملي کمپاينونه، پنځه فرعي کمپاينونه او څلور ځانګړي کمپاينونه په‌کې شامل دي.

ويل شوي دي، د پخوا په پرتله د خلکو همکاري ډېره شوې.
ويل شوي دي، د پخوا په پرتله د خلکو همکاري ډېره شوې.

هم مهاله (له پولیو څخه خلاص افغانستان) بنسټ د شنبې په ورځ د اګست په لسمه له افغان کورنیو وغوښتل چې خپل ماشومان پر وخت واکسین کړي.

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې هم افغان کورنۍ وايي، چې د پولیو یا ګوزڼ د مخنیوي لپاره خپل ماشومان واکسینوي.

د کابل اوسېدونکې پلوشې ازادی راډیو ته وویل، د کمپاین په لومړۍ ورځ د واکسیناتورانو یوه ډله یې سیمې ته راغلې وه او ماشومان یې واکسین کړل.

"د پوليو واکسين ښه دی، موږ هر کال خپل ماشومان واکسين کوو،
شير احمد

پلوشه وايي: "زه څلور ماشومان لرم، درې مې ورته واکسین کړل، د دې لپاره چې له ګوزڼ څخه وژغورل شي، له نورو کورنیو څخه هم غواړم چې خپل ماشومان واکسین کړي."

د زابل ولایت اوسېدونکي شیراحمد په‌دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "د پوليو واکسين ښه دی، موږ هر کال خپل ماشومان واکسين کوو، دا چې اوس بیا راځي ښه دی، ډاکټران وايي دا د فلج مخه نيسي، ښه دا ده چې په راتلونکي کې دوی فلج نه‌شي، لاسونه او پښې يې کاږه واږه پاتې نه‌شي، زه له نورو کورنیو هم غواړم چې خپل ماشومان واکسین کړي."

بل خوا یو شمېر واکسیناتوران ازادي راډيو ته وايي، د پولیو ضد واکسین په تطبیق کې د پخوا په پرتله د کورنیو همکاري ښه شوې ده.

د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ واکسین په پیل شوي کمپاین کې په افغانستان کې نږدې ۲.۴ میلیونه هغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو څخه کم وي، واکسین شي.
د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ واکسین په پیل شوي کمپاین کې په افغانستان کې نږدې ۲.۴ میلیونه هغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو څخه کم وي، واکسین شي.

په لغمان ولایت کې یوه واکسیناتور عبدالرقیب هاشمي ازادي راډيو ته وویل: "پخوا هم په ځینو سیمو کې له ستونزو سره مخ وو او ورته لاس‌رسی ستونزمن و، د خلکو په همکاري کې یو څه ستونزه ده، خو بیا هم د همدې راډيوګانو او رسنیو په مرسته، د واکسین په برخه کې د خلکو همکاري او چلند یو څه ښه شوی."

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازیني دوه هېوادونه دي چې د پولیو ویروس په‌کې له منځه نه‌دی تللی.

تر دې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان د جون په ۳۰ مه راپور ورکړی و چې د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې په افغانستان کې د پولیو شپږ مثبتې پېښې او په پاکستان کې اته پېښې ثبت شوې دي.

خو شاوخوا یوه میاشت وړاندې د افغانستان په لوېدیځ کې یوه روغتیايي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط، ازادي راډيو ته وویل چې سږ کال په افغانستان کې د پولیو ۹ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG