د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۹

د کندهار یو شمېر اوسېدونکي: د ډالرو بیو په ټيټېدو سره بیا هم د توکو بیې نه دي کمې شوي


د کندهار بازار یوه څنډه
د کندهار بازار یوه څنډه

په کندهار کې سره له دې چې د ډالرو ارزښت ټیټ شوی، د خوراکي توکو بیې په خپل ځای پاتې او نه دي راټیټې شوي.

د دغه ولایت اوسېدونکي وايي چې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو بیه په بې‌ساري ډول راټیټه شوې او اوس له ۷۰ افغانیو څخه ۶۴ افغانیو ته رسېدلې، خو د خوراکي توکو بیې لا هم لوړې دي.

د کندهار اوسېدونکي وايي چې کله د ډالر ارزښت لوړېږي، د توکو بیې هم ورسره لوړې شي، خو کله چې د ډالر ارزښت ټیټ شي، بیا بیې نه راټیټېږي چې له دې سره خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ کېږي.

د کندهار یو اوسېدونکی نظر محمد، چې پر زرنج موټرسایکل خلکو ته بار وړنه کوي، وايي، په دې وروستیو کې یې کاروبار کم شوی او د خوراکي توکو د لوړو بیو له امله د خپلې کورنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولای.

هغه زیاتوي: "زه زرنج چلوم، داسې ورځې هم شته چې کار نه وي. ځینې وخت سل، دوه یا درې سوه افغانۍ ګټم، خو ځینې وخت درې ورځې بې‌کاره ګرځم."

په کندهار کې د څو کلونو وروسته د ډالرو بیه د افغانۍ پر وړاندې په بې‌ساري ډول راټیټه شوې او یو ډالر له ۷۰ افغانیو څخه ۶۴ افغانیو ته رسېدلی، خو د خوراکي توکو بیې پر خپل ځای پاتې دي.

د کندهار ښار دوه نور اوسېدونکي نذیر احمد او حکمت الله هم ورته شکایت لري.

نذیراحمد وایي: "زموږ خلک داسې دي چې کله ډالر لږ لوړ شي، دوی د توکو بیې سل یا پنځوس افغانۍ لوړوي، مګر اوس چې ډالر ټیټ شوی، توکي لا هم ګران دي."

حکمت الله زیاتوي: "خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ دي. له دوکاندارانو مې غوښتنه دا ده چې د توکو نرخونه راټیټ کړي او له دولت څخه مې غوښتنه دا ده چې د خوراکي توکو نرخونه کنټرول کړي."

بلخوا د خوراکي توکو پلورونکي وايي چې دوی په نرخونو کې هېڅ واک نه لري او دا نرخونه د واردوونکو سوداګرو لخوا ټاکل کېږي.

د کندهار ښار د تازه مېوو د پلور هټۍ
د کندهار ښار د تازه مېوو د پلور هټۍ

د خوراکي توکو یو پلورونکی احمد وايي چې ازاد بازار بله هغه ستونزه ده چې له کبله یې هر کس په خپل نرخ توکي پلوري.

نذیر احمد زیاتوي: "نرخونه د دوکاندارانو په لاس کې نه دي. که د ډالر ارزښت ټیټ هم شي، مافیايي کړۍ خپله نرخونه لوړوي."

د خوراکي توکو سوداګر بیا وايي چې د ګمرکي مالیې لوړېدو له امله د توکو نرخونه لوړ شوي، ځکه دوی اړ دي چې د مالیې لګښتونه پر توکو ورزیات کړي.

د وریجو یو سوداګر رحمت الله وايي چې مخکې به له دوی څخه پر یو ټن وریجو ۶زره افغانۍ محصول اخیستل کېده، خو اوس ۱۰۸۰۰ افغانۍ اخیستل کېږي.

رحمت الله وايي، سوداګر هغه شی چې په پنځه افغانۍ وي، د مالیې له امله په اته افغانۍ پلوري.

رحمت الله زیاتوي: "ګمرک زیات تاوان کاروبار ته رسولی، مالیه زیاته ده. سوداګر هغه شی چې په پنځه افغانۍ وي، د مالیې له امله په اته افغانۍ پلوري."

د ازادي راډيو خبریال هڅه وکړه چې په دې اړه د طالبانو د حکومت د کندهار د ګمرک چارواکو نظر واخلي، خو هغوی خبرو کولو ته حاضر نه شول.

د کندهار اوسېدونکي داسې مهال د خوراکي توکو د بیو لوړېدو شکایت کوي چې په دغه ولایت کې کاروبارونه تر بل هر وخت ډېر په ټپه ولاړ دي او ورځ تر بلې د خلکو اقتصادي وضعیت خرابېږي.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي چې د افغانیو ارزښت د ډالر پر وړاندې لوړېدل د افغانستان په څېر د صادرونکي هېواد ته په زیان تمامېږي.

  • 16x9 Image

    محمد صادق رښتينى

    صادق رښتینی (په انګرېزۍ کې: Sadiq Rishtinai) د ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی، چې د افغانستان له جنوبي ولایتونو راپورونه ورکوي. 

    نوموړی له ۲۰۱۰م کال راهیسې له ازادۍ راډیو سره کار کوي. 

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG