د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۳

د افغانستان سوېل کې د کوکنارو نېښ وهل او ټولول پیل شوي


کندهار کې د کرل شویو کوکنارو د حاصلاتو ټولول
کندهار کې د کرل شویو کوکنارو د حاصلاتو ټولول

د افغانستان په سوېلي ولایتونو کې د کوکنارو نېښ وهل او ټولول پیل شوي دي.

د دغو ولایتونو له ډلې یو کندهار دی چې په زیاته کچه کوکنار په‌کې کرل شوي او ورسره سم زرګونه بې‌کاره خلک د کوکنارو په نېښ وهلو مصروفه شوي.

د دغه ولایت اوسېدونکي روان اقتصادي ناوړه وضعیت او وچکالي هغه لاملونه بولي چې له امله‌يې کروندګر اړ شوي تر څو په خپلو ځمکو د تریاکو کښت وکړي.

د کندهار د ژړۍ ولسوالۍ د زراعتي ځمکو د مخ ډېره برخه د کوکنارو کښت پوښلې ده.

دلته د نورو کلونو په نسبت سږکال په پراخه کچه کوکنار کرل شوي دي.

کندهار کې د کرل شویو کوکنارو د حاصلاتو ټولول
کندهار کې د کرل شویو کوکنارو د حاصلاتو ټولول

لعل محمد چې پر خپله ۱۵ جریبه ځمکه‌یې کوکنار کرلي وايي، سږکال به ښه ګټه وکړي ځکه د تریاکو بیه لوړه ده.

دی زیاتوي: "پخوا سختي وه هر یوه به تریاک پټ کړي و تر خاورو به‌يې لاندې کړي و، یو سړی به پټه راغی پر خرڅ به‌يې کړ هغه به هم په غلا ځغلوله. اوس‌یې هر سړی پر خپل طبیعت هر ځای وړلای شي، هم يې خرڅولای شي، پخوا چې په ۲۰ زره خرڅېدله اوس په لک روپۍ خرڅېږي."

کوکنار نه‌یوازې ځمکوالو او کروندګرو ته ګټه ده، بلکې زرګونه خلک نور هم ورسره بوخت وي.

د طالبانو د حکومت د راتګ سره نېښ وهونکي بې‌کاره و، خو اوس پر کار دي او د خپلو لاسونو د ټولو شویو تریاکو پنځمه برخه ترلاسه کوي.

یو شمېر ان د نورو ګاونډیو ولایتونو څخه هم راغلي دي.

دوو نېښ وهونکو نیاز محمد او جانان په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "موږ دا شپږ میاشتې دغه ځای ته انتظار و، بې‌کارۍ دي د ۱۰ روپو خواري نه پیدا کېږي ټول ځوانان بې‌کاره دي، یعنې دا شپږ، اووه میاشتې موږ دغه ته خوشحاله و چې دا نېښ شروع شي او موږ په یو کار باندې اخته شو، نو اوس شکر الحمدالله خوشحاله یو دا ځوانان ټوله دا دی لګیا دي."

کندهار کې د کرل شویو کوکنارو د حاصلاتو ټولول
کندهار کې د کرل شویو کوکنارو د حاصلاتو ټولول

"زه د ارزګان څخه راغلی یم، هلته بې‌کاري وه، اوس چې دلته راغلو دا دی د کار زمینه راته مساعده شوه، اوس دلته ښه یو تقریباً موږ ته دلته نیم من یا درې چارکه شیره رسېږي."

د طالبانو حکومت د واک په لومړیو اوو میاشتو کې د کوکنارو د کښت د ممانعت لپاره واضح تګلاره نه‌درلوده چې له امله‌يې د تریاکو بیې ورځ تر بلې پورته کېدلې.

د کندهار ولایت د ژړۍ ولسوالۍ د حوض مدد په سیمه کې په هفته کې دوه ورځې د تریاکو پېر او پلور کاروبار کېږي.

په دغه بازار کې د تریاکو یو پلورونکی عبدالسلام وايي، د حکومت له لوري مرستې نه‌شته، نو ځکه د تریاکو کښت د ژوند د تېرولو یوازنۍ سرچینه ده.

ده وویل: "دغه تریاک چې په ځمکه کې وپاشل شوه، دغه غریب مخلوق تر هغه ساعته په پور اخته دی چې ټولېږي بیا يې خرڅوي، که په ۱۰ خرڅېدل که په ۲۰ خرڅېدل که په ۳۰ خرڅېدل."

کندهار کې د کرل شویو کوکنارو د حاصلاتو ټولول
کندهار کې د کرل شویو کوکنارو د حاصلاتو ټولول

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده د یکشنبې په ورځ د کوکنارو د کښت او هر ډول نشه‌یي توکو د مخنيوي په اړه فرمان ورکړ.

په دغه فرمان کې ویل شوي چې د کوکنارو کرکېله په ټول هېواد کې په مطلق ډول منع ده او هېڅوک دې له دې وروسته په خپلو ځمکو کې د دغه بوټي د کرلو هڅه نه‌کوي.

خو په فرمان کې دا نه‌دي ویل شوي چې د کرل شویو کوکنارو د روانو حاصلاتو د را ټولولو د مخنیوي لپاره څه کوي.

  • 16x9 Image

    محمد ایاز ترنک

    محمد ایاز ترنک (Mohammad Ayaz Tarnak) په افغانستان کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان څانګې خبریال دی چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.

XS
SM
MD
LG