د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۲

افغانستان کې د انټرنېټ ټیټ کیفیت او له لوړو بیو شکایتونه؛ لاملونه او حل‌لارې یې څه دي؟


ارشیف: په کابل کې د یوه انټرنېټ کلب انځور. یوه نجلۍ په انټرنېټ کې د پلټلو پر مهال
ارشیف: په کابل کې د یوه انټرنېټ کلب انځور. یوه نجلۍ په انټرنېټ کې د پلټلو پر مهال

په افغانستان کې د انټرنېټ د ټیټ کیفیت او لوړو بیو په اړه شکایتونه ورځ تر بلې په ډېرېدو دي.

په افغانستان کې د خصوصي شرکتونو له‌خوا د انټرنېټي خدمتونو له پيله دا دی شاوخوا دوه لسیزې تېرېږي، خو لا یې هم ګڼ شمېر کاروونکي له کیفیته خوښ نه دي.

د مخابراتي شبکو په ځانګړې توګه د انټرنېټ د کیفیت په اړه دغه شکایتونه د پام وړ او دوامداره وي.

یوازې د ټیټ کیفیت نه، بلکې د ګاونډیو هېوادونو پرتله د انټرنېټ د لوړې بیې په اړه هم ورځ تر بلې شکایتونه ډېرېږي.

په ارزګان کې د یوې مخابراتي شبکې انتن
په ارزګان کې د یوې مخابراتي شبکې انتن

سیف‌الله د هلمند د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکی دی.

هغه ازادي راډیو ته وویل چې د ولسوالۍ نږدې ټول خلک یې د انټرنېټ له اوسنۍ کچې خوښ نه دي.

نوموړي وویل: "په افغانستان کې د انټرنېټ مشکل دی، نېټ ډېر کمزوری دی، یوه وېډیو په درې-څلورو دقیقو کې خلاصوي، که بل ځای مسج هم لېږو، په یوې نیمې دقیقې ځنډ یې رسوي."

د کندهار دغه اوسېدونکی هم ورته شکایت لري.

هغه وايي: "د کندهار له غورک ولسوالۍ څخه دغه مسج درته پرېږدم. زمونږ په ولسوالۍ کې یوازې د افغان بیسیم یوه شبکه ده، ډېر رش پرې دی او نېټ یې هم کمزوری وي، مکالماتي یا غږیز خدمات یې هم کمزوري دي."

په افغانستان کې کې اوسمهال د انټرنېټ د کاروونکو کره شمېر معلوم نه دی، خو د تېر پرځېدلي جمهوري نظام د مخابراتو وزارت درې کاله وړاندې ویلې وو چې نږدې ۱۳ میلیونه افغانان انټرنېټ کاروي.

اغا ملوک سهار د معلوماتي ټکنالوجۍ یو ځوان افغان متخصص دی.

هغه وایي، افغانستان ته د نوري فایبر له لارې د تېر شوي انټرنېټ سرعت هغسې ګړندی نه دی، لکه په ګاونډیو او د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې چې دی.

د معلوماتي ټکنالوجۍ ځوان افغان متخصص اغا ملوک سهار
د معلوماتي ټکنالوجۍ ځوان افغان متخصص اغا ملوک سهار

د هغه په وینا، افغانستان کې د انټرنېټ سرعت د پنځو او اوو میګابایټو ترمنځ دی، خو په خبره یې ګاونډ او سیمه کې دا کچه تر څلوېښتو میګابایټو پورې رسېږي.

سهار له ازادي راډيو سره په خبرو کې د انټرنېټ د ټیټ کیفیت نور لاملونه داسې په ګوته کړل: "په افغانستان کې د مخابراتي شرکتونو ټکنالوجي اپډېټ یا نوې نه ده او د مخابراتي سکتور زېربنا په سم ډول نه ده رغول شوې، تېرو جګړو کې زیانمن شول. په افغانستان کې د مخابراتو شاوخوا ۴۵۰۰ انتنونه شته اما په وروستۍ ټکنالوجي نه دي سمبال، کومو سیمو کې چې دا انتنونه شته، هلته د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته وي، نو ځکه د انټرنېټ کیفیت ټیټ وي."

نوموړی وایي، په نړۍ کې د انټرنېټ اصلي کېبلونه یا فایبر اپټک تر سمندرونو لاندې تېر شوي وي چې د ایران او پاکستان په ګډون د افغانستان اکثره ګاونډیان ورته مستقیم لاسرسی لري، خو په وینا یې افغانستان له دغه لاسرسي بې برخې دی.

د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره یا اترا هم تاییدوي چې د انټرنېټ کیفیت ټیټ دی، خو په وینا یې دوی د دغې ستونزې هواري ته لاس په کار شوي دي.

د دغې ادارې ویاند جلال‌الدین شمس که څه هم ازادي راډیو سره خبرې ونه کړې، خو تازه یې خصوصي تلوېزیون شمشاد سره خبرو کې ویلي، ټولو مخابراتي شبکو سره خبرې شوي چې خپل خدمات څلورم نسل یا فور جي ته واړوي.

شمس وايي: ټول شرکتونه مکلف دي چې په راروانو دوو کلونو کې خپل خدمتونه تري‌جي او فورجي کړي. اوس په لرې پرتو سیمو او کلیو کې خلک ډېر زیات شکایت کوي چې انټرنېټ کار نه کوي.

شمس ویلي: "ټول شرکتونه مکلف دي چې په راروانو دوو کلونو کې خپل خدمتونه تري‌جي او فورجي کړي. اوس په لرې پرتو سیمو او کلیو کې خلک ډېر زیات شکایت کوي چې انټرنېټ کار نه کوي، ټوجي کې انټرنېټ کار نه کوي، که هغه تري‌جي یا فورجي ته واوړي، بیا یې خدمات هم ښه کېږي او کیفیت هم. زمونږ ټول خدمات ورو ورو فورجي ته روان دي."

شمس وایي، دوی د انټرنېټ له کمپنیو سره د هغوی د عاید او لګښت په اړه وخت ناوخت غونډې کوي او په وینا یې د انټرنېټ د لوړې بیې لامل دا دی چې خپله شرکتونو ته نیټ په لوړه بیه پرېوځي.

په افغانستان کې دا مهال څلور خصوصي شرکتونه، روشن، افغان بیسیم، اریبا او اتصالات او یو دولتي شرکت سلام فعالیت لري.

د ځینو دغو شرکتونو له‌خوا د ځانګړو سیمو انحصارول هم یوه لویه ستونزه ده چې اترا وایي، دوی درک کړې او حل ته یې لاس په کار شوي.

د سیمو انحصار هم د انټرنېټ کیفیت باندې اغېز کوي، یعنې که یوه سیمه د ځانګړې شبکې تر انحصار لاندې وي، نو د بلې شبکې سیمکارت هلته کمزوری او ټکنی فعالیت لري.

خلک وایي، د طالبانو دولت دې ځکه مخابراتي خدمتونه ورته ډاډمن کړي چې په وینا یې دوی د دغو خدمتونو د لګښت لست فیصده مالیه د دولت بودیجې ته ورکوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG