د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۴ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۰۳

د بښنې نړیوال سازمان له طالبانو غوښتي چې ژر تر ژره افغان خبریال مهدي انصاري خوشې کړي


افغان خبریال مهدي انصاري
افغان خبریال مهدي انصاري

ایمنستي انټرنیشنل په یو بیان کې خبرداری ورکړی چې طالبانو، عدلي او قضايي سیستم په تېرو څه دپاسه څلورو کلونو کې د خبریالانو او د دوی د نظام د منتقدینو د ځپلو او خاموشه کولو وسیله ګرځولې ده.

د بښنې نړیوال سازمان وايي د طالبانو حکومت غواړي د خبریالانو، مدني او د بشري حقونو د فعالانو د خپل سرو نیونو او د جبري اعترافونو له لارې د دوی اواز غلی کړي.

ایمنستي انټرنیشنل په یو بیان کې چې له طالبانو سره د بندي خبریال مهدي انصاري نیول کېدو او له هغې د جبرې اعتراف اخیستل کېدو ته په اشارې لیکلي چې دا خبریال له یوې ناعدلانه محاکمې وروسته زنداني شوی دی.

افغان خبریال مهدي انصاري تېر لمریز کال د تلې په ۴ مه د کابل له دشت برچي سیمې څخه ونیول شو او وروسته لومړنۍ محکمې د طالبانو پرضد د تبلیغ په تور په یونیم کال حبس محکوم کړ.

په وروستیو کې طالبانو ته نږدې رسنیو د هغه یو اعتراف خپور کړو چې هغه په کې له جلا وطنه رسنیو سره د همکارې په خبره اعتراف کړی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د اکتوبر په ۲ مه د ښاغلي انصاري اعتراف جبري وباله او په یو بیان کې یې دا د عادلانه محاکمې له اصولو او د خبریالانو له حقونو سرغړونه وبلله.

د بښنې نړیوال سازمان له طالبانو غوښتني چې دغه افغان خبریال ژر تر ژره خوشې او هغه ته د مناسبې درملنې، مدافع وکیل او له خپلې کورنۍ سره د منظم ملاقات حق ورکړي.

یو شمېر افغان خبریالان چې اوس مهال په افغانستان کې کار کوي وايي د طالبانو له لوري د خبریالانو په وړاندې ځپونکو سیاستونو سخت ډار کړي چې له امله یې د دوی په کارونو منفي اغیز کړی دی.

په پلازمینه کابل کې یو خبریال چې نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي د غږ د بدلون په شرط یې ازادي راډيو ته وویل:

دا اوسنی ډېر سخت وضعیت دی د افغان خبریالانو لپاره، ځکه موږ د حقیقي خبر رسونې لپاره خپل تعهد ته ژمن یو، خو د حاکم نظام له لوري فشار هغه څه دي چې موږ ټول یې ډېر سخت ډار کړی یو او زموږ په رسنیز کار یې ډېر اغیز کړی دی.
یو افغان خبریال

نوموړي له طالبانو غواړي چې افغان خبریالان ته دې د بیان حق ورکړي تر څو خبریالان خپل رسالت په سمه توګه ادا کړي.

د بښنې نړیوال سازمان بیا په خپل تازه بیان کې خبرداری ورکړی چې طالبانو، عدلي او قضايي سیستم په تېرو څه دپاسه څلورو کلونو کې د خبریالانو او د دوی د نظام د منتقدینو د ځپلو او خامشمونه کولو وسیله ګرځولې ده.

د عدلي او قضايي چارو یو شمېر کارپوهان هم وايي د یوې عادلانه محکمې لپاره اړتیا ده چې تورن کس ته د ځان د سپیناوي لپاره حق ورکول شي.

تیر جمهوري نظامکې د پکتیا ولایت د استناف محکمې پخوانی رییس قاضي اسدالله ذکي ازادي راډيو ته وویل:

"په قضايي نظام کې بنسټیز اصل دا دی چې ټول خلک عادلانه محکمې ته لاس رسی ولري، او دا هغه وخت امکان لري چې په قضايي نظام کې د محاکمې د اصولو اصل موجود وي، که دا نه وي موجود هلته، د تورن کس حقوق تر پښو لاندې کیږي، او دې ته موږ عادلانه محکمه نه شو ویلای."

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ازادي د دغو نیوکو او انتقادونو په اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه کړه.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنېدو وروسته په رسنیو او خبریالانو ګڼ محدودیتونه لګولي دي.

که څه هم د طالبانو حکومت ویلي چې د شریعت پر بنسټ د بیان ازادۍ ته ژمن دي خو افغان خبریالان وايي، طالبان د هغه څه د خپرولو اجازه نه ورکوي ، چې د دوی له سخت دریځې پالیسې سره په ټکر کې وي.

افغان خبریالان وايي د طالبانو په حکومت کې معلوماتو ته لاس رسی تر بل هر وخت سخت شوی او هر خبریال چې د سالم انتقاد په بڼه د حکومت په خلاف خبر خپور کړي له ګواښ سره مخ کیږي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په افغانستان کې اوسنی وضعیت د سختې اندېښنې وړ بللې او ویلي یې دي چې په کابل، غزني او پروان کې اوس مهال لږ ترلږه شپږ افغان خبریالان له طالبانو سره د نامعلومو جرمونو په تور زندانیان دي چې باید ژر تر ژره خوشې شي.

XS
SM
MD
LG