د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۳

د ښځينه ښوونکو د بديل په اړه د يوناما اندېښنې؛ تر ۲۰۳۰پورې تر ۱۱زره ډېرې ښوونکې تقاعد کېږي


د یوې افغانې ښوونکې او څو زده کوونکو تصویر
د یوې افغانې ښوونکې او څو زده کوونکو تصویر

په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندویه ماموریت وايي تر ۲۰۳۰ کال پورې له یوولس زرو څخه د زیاتو ښځینه ښوونکو په تقاعد سره به افغانستان د هغوی لپاره بدیل ونه‌لري.

یادې ادارې په یوه بیان کې چې پر فېس‌بوک پاڼه یې خپور شوی ویلي، تر ۲۰۳۰ کال پورې د څه باندې یوولسو زرو ښځینه ښوونکو له تقاعد سره به افغانستان د هغوی لپاره ځای ناستي ونه‌لري.

په‌دې بیان کې راغلي چې د ښوونکو په شمېر کې د دومره کمښت په پام کې نیولو سره به لا زیاتې نجونې په ښوونځیو کې له باکیفیته زده‌کړو بې‌‌برخې شي.

د نجونو د ښوونځيو یوشمېر مسوولینې هم دې ستونزې ته په اشارې سره وايي، باید د نجونو پر زده‌کړو بندیزونه لرې شي څو دا ښوونکي بدیل ولري او د زده‌‌‌کړو د کیفیت د خرابوالي مخه ونیول شي.

کابل کې د نجونو د یوه ښوونځي مدیرې چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه‌‌‌غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته وویل: "هغه ښوونکې چې تقاعد کوي، ځای‌ناستی نه‌لري ځکه چې د پوهنې وزارت یا ریاست موږ ته نوي ښوونکي نه استخداموي، ښځینه خو قطعا په هیڅ ارګان کې دندې ته نه ګومارل کېږي، دا یوه لویه ضایع ده، باید ښوونځي او پوهنتونونه خلاص شي څو هغه کسان چې تقاعد کوي، دغه محصلین یې ځای‌ناستي وي."

یو‌شمېر ښځینه ښوونکې هم وايي، د نجونو پر زده‌کړو د طالبانو حکومت د بندیزونو دوام به نه یوازې د زده‌‌کړو په برخه کې ناوړه اغېز ولري، بلکې د ټولنې هره برخه به د ښځينه مسلکي کارکوونکو له کمښت سره مخامخ شي.

یوه له دوی څخه سمیرا وايي: "که دا کار دوام ومومي، ښوونځي د نجونو پر مخ خلاص نه‌شي او ښوونکو ته تقاعد ورکړل شي، ښوونځي به د ښوونکو له شدید کمښت سره مخامخ شي. دا اوس موږ ان په روغتونونو کې د ډاکترانو له کمښت سره هم مخ یوو. که دا دوام ومومي موږ به له ډېرو ستونزو سره مخ شو."

د افغان نجونو د زده کړو يو پخوانی تصویر
د افغان نجونو د زده کړو يو پخوانی تصویر

د یوناما او د زده‌‌کړو د برخې د دې کارکوونکو اندېښنې داسې مهال دي چې د طالبانو حکومت د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال کانکور ازموینې لپاره د نوم‌لیکنې بهیر یو ځل بیا د نجونو له حضور پرته پیل کړ.

"هغه ښوونکې چې تقاعد کوي، ځای‌ناستی نه‌لري ځکه چې د پوهنې وزارت یا ریاست موږ ته نوي ښوونکي نه استخداموي
د يو ښوونځي مسووله

د طالبانو حکومت د ازموینو ملي ادارې د نومبر په درېیمه نېټه په یوې اعلامیه کې ویلي و چې، د ښوونځیو او دیني مدرسو فارغان کولی شي د روان کال د جدي میاشتې تر پایه د کانکور ازموینې فورمونه ډک کړي، خو په‌‌دې اعلامیه کې د نجونو د ګډون په اړه څه نه و ویل شوي.

دا په‌‌داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو پر وړاندې د هر ډول زده‌کړو دروازې تړل شوي دي.

د ملګروملتونو د تعلیمي، علمي او کلتوري ادارې یا یونسکو په‌دې وروستیو کې ویلي چې، اوس‌مهال په افغانستان کې ۱.۴ میلیونه نجونې له زده‌کړو بې ‌‌برخې دي او که پر زده‌‌کړو دا محدودیتونه تر ۲۰۳۰م کال پورې دوام وکړي، تر ۴ میلیونه زیاتې نجونې به اغېزمنې کړي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG