د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۴ لړم ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۸

ډبيلو‌ايف‌پي: افغانستان کې د بې‌وزلۍ له امله ځينې کورنۍ خپلې وړې نجونې واده کوي


په افغانستان کې له څه باندې درېیو کلونو راهیسې چې طالبان واکمنان شوي، د ميلیاردونو ډالرو مالي مرستو سره-سره په دغه هېواد کې بشري مرستو ته اړتیا ډېره شوې ده.
په افغانستان کې له څه باندې درېیو کلونو راهیسې چې طالبان واکمنان شوي، د ميلیاردونو ډالرو مالي مرستو سره-سره په دغه هېواد کې بشري مرستو ته اړتیا ډېره شوې ده.

د خوړو نړیوال پرورګرام یا (WFP) وايي، په افغانستان کې د بې‌وزلۍ او لوږې زیاتېدل د دې سبب شوي، چې ځینې کورنۍ خپلې وړې نجونې واده کړي.

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د خراب بشري وضعیت په اړه د زیاتېدونکو اندېښنو په لړ کې د ملګرو ملتونو یوه اداره وايي، بې‌وزلي او لوږه په دغه هېواد کې په وړوکوالي کې د ځینو نجونو د ودولو سبب شوې ده.

د خپلو نورو ماشومانو د تغذیې لپاره د اسانتیاو د نشتوالي له کبله مې خپله پنځه کلنه لور واده کړه.

په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام دفتر د پنج‌شنبې په ورځ (د اکتوبر پر ۱۷مه) پر خپله ایکس‌پاڼه د یوه سړي کیسه شریکه کړې، چې د بې‌وزلۍ له امله د خپلې پنځه کلنې لور ودولو ته اړ شوی دی.

دغه سړي د خوړو نړیوال پروګرام له‌خوا په خپره شوې ویډیو کې ویلي: "د وچکالۍ د اغېزو له کبله او د خپلو نورو ماشومانو د تغذیې لپاره د اسانتیاو د نشتوالي له کبله مې خپله پنځه کلنه لور واده کړه. لس پنځلس منه غنم مې پور کړل او ومې کرل، مګر ما د وچکالۍ له امله حاصل ټول نه‌کړ. زما په لاس کې هيڅ نه‌شته، زه هک حیران یم، موږ د الله له دربار پرته بله چاره نه‌لرو."

دا معلومه نه‌ده چې دغه سړی د افغانستان د کوم ولایت دی.

تر دې مخکې هم په هېواد کې يوشمېر کورنيو ويلي وو، چې د بې‌وزلۍ له امله اړ شوي چې خپلې لوڼې په کم عمر کې واده کړي، یا یې هم وپلوري.

په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام مرستیال ویاند ضیاالدین صافي تېره اوونۍ ازادي راډیو ته ویلي وو، چې د اقلیم د بدلون له امله په هېواد کې لوږه مخ په زیاتېدو ده.

د صافي په خبره، پرله‌پسې وچکالیو او د اقلیمي بدلون د کړکېچ په پایله کې د سېلابونو زیاتوالي، د افغانستان ټول ولایتونه اغېزمن کړي دي.

د ملګروملتونو د شمېرو له‌‌مخې، بشري مرستو ته د اړو کسانو ټول‌ټال شمېر ۲۹ ميلیونو ته رسېږي.
د ملګروملتونو د شمېرو له‌‌مخې، بشري مرستو ته د اړو کسانو ټول‌ټال شمېر ۲۹ ميلیونو ته رسېږي.

په افغانستان کې د ژمي په درشل کې په هېواد کې د خراب بشري وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، چې د بودیجې د کمښت له امله به په سږني ژمي کې یوازې شپږ ميلیونه اړو کسانو ته خوراکي توکي ورسوي.

د دې ادارې په وینا په افغانستان کې ۱۲ ميلیونه خلک خوراکي مرستو ته اړتیا لري.

په افغانستان کې له څه باندې درېیو کلونو راهیسې چې طالبان واکمنان شوي، د ميلیاردونو ډالرو مالي مرستو سره-سره په دغه هېواد کې بشري مرستو ته اړتیا ډېره شوې ده.

د ملګروملتونو د شمېرو له‌‌مخې، بشري مرستو ته د اړو کسانو ټول‌ټال شمېر ۲۹ ميلیونو ته رسېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG