د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۴

د ژمي په نږدې کېدو د سرپناه له نشتوالي د افغانستان د یو شمېر سېلاب ځپلو اندېښنې


وروستیو سېلابونو په لوګر کې خلکو ته درانه زیانونه اړولي دي.
وروستیو سېلابونو په لوګر کې خلکو ته درانه زیانونه اړولي دي.

د افغانستان په څو ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمن شوي وايي چې د ژمي په نږدې کېدو سره د سرپناه د نشتون له امله لا هم له جدي ستونزو سره مخ دي.

د افغانستان په يو شمېر ولايتونو کې سېلاب ځپلي د ژمي په درشل کې د سرپناه د نشتون له امله اندېښمن دي.

دوی وايي چې وروستیو سېلابونو ورته ډېر زیانونه اړولي او اوس له سرپناه پرته په سختو شرایطو کې ژوند تېروي.

سېلاب ځپلي له طالبانو حکومت او نړیوالو مرستندویه ادارو غواړي چې له دوی سره د سرپناه جوړولو او بېړنیو مرستو په برخه کې همکاري وکړي.

نصیر احمد امیري، چې د غور ولایت د مرکز اوسېدونکی دی، ازادي راډیو ته په دې اړه وايي: "د یوې حویلۍ دوه کورونه وو، یو زما و او یو زما د پلار و، سېلاب داسې یووړل چې موږ هېڅ شی ونه‌ شو ژغورلى، یوازې مو ځانونه ژوندي وایستل، ټول یې هوار کړل، کورونه مو تازه جوړ کړي وو سږ کال، حکومت هېڅ مرسته راسره ونه کړه، ماته یې یوه شلټر هم رانه‌کړ. ښځه مې حامله ده او ناروغه ده، بچیان مې هم ناروغان دي. زموږ غوښتنه دا ده چې موږ ته دې سرپناه جوړه کړي، یا لږ تر لږه دې د ژمي لپاره مرسته وشي."

د غور سېلاب ځپلي اوسمهال په خېمو کې ژوند کوي.
د غور سېلاب ځپلي اوسمهال په خېمو کې ژوند کوي.

وروستیو سېلابونو زیانمن وايي، نه یوازې کورونه یې ویجاړ شوي، بلکې په اوس وخت کې آن د خوراکي توکو او مناسب لباس ته هم لاسرسی نه‌لري.

صبغت الله نصرت، چې د ننګرهار د کوټ ولسوالۍ اوسېدونکی دی، ازادي راډیو ته وویل: "په کوټ ولسوالۍ کې سېلاب زموږ ځمکه او کورونه وړي، سرپناه نه لرو، ژمی په لاره دی، خلک آن د خوراک او لباس ستونزې نه شي پوره کولی."

د ازادي راډیو خبریال وغوښتل چې د سېلاب ځپونکو د دې ادعاوو او غوښتنو په اړه پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو حکومت د دولت وزارت نظر هم واخلي، خو ملا جانان سایق د ازادي راډیو پوښتنې په دې اړه ځواب نه‌کړې، خو دې ادارې تل ادعا کړې چې له زیانمن شویو خلکو سره پر وخت د مرستو رسولو په برخه کې هڅې کوي.

وروسته له هغې چې طالبان بيا پر افغانستان واکمن شول، په دې هېواد کې فقر او بې‌کاري زیاته شوې او اقلیمي بدلونونو په ځانګړې توګه شدیدو بارانونو او مرګونو سېلابونو دا وضعیت لا پسې کرکېچن کړى دی.

افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د اقلیمي بدلونونو له امله ډېر زیانمن شوی او په دې وروستیو میاشتو کې د سختو بارانونو او سېلابونو له کبله يې ګڼ مالي او ځاني زیانونه ګاللي دي.

بېلابېلو نړیوالو سازمانونو هم په دې وروستیو کې ویلي چې افغانستان که څه هم د اقلیمي بدلونونو په رامنځته کولو کې تر ټولو لږ رول لري، خو تر ټولو ډېر زیان ویني.

د ملګرو ملتونو د سازمان په خبره طبیعي پېښې او د افغان کډوالو بېرته راستنېدل په افغانستان کې بشري بحران زیات کړى او لومړنیو بشري اسانتیاوو او مرستو ته يې د خلکو اړتیا څو برابره زیاته کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG