د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۵

کونړ او پنجشېر کې سېلابونه؛ پنځه کسان مړه او درانه زیانونه یې اړولي


ارشیف: له دې مخکې هم پنجشېر کې سېلابونو خلکو ته درانه زیانونه اړولي وو.
ارشیف: له دې مخکې هم پنجشېر کې سېلابونو خلکو ته درانه زیانونه اړولي وو.

چارواکي وايي، نن سهار په کونړ او پنجشېر ولایتونو کې شدیدو اورښتونو او سېلابونو پنځه کسان مړه کړي او ګڼو خلکو یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.

د طالبانو په کنټرول کې د کونړ د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولان وايي، نن دوشنبه د دې ولایت په مرورې، شیګل او اسمار ولسوالیو ترڅنګ په مرکز اسعد اباد کې د شدید باران له امله سېلابونه راوتلې او په‌کې پنځه کسان مړه شوي دي.

د دې ریاست د زیانونو د ارزونې او اړتیا مدیر احسان‌الله احسان ازادي راډيو ته وویل: "نن سهار د شدیدو اورښتونو او سېلابونو په اسمار ولسوالۍ کې یوه ښځه شهیده کړې ده، د اسعداباد په دم کلي کې درې تنه سېلاب وړي چې یوه یې ښځه او دوه ماشومان دي، د دې ترڅنګ له اډوال څخه سېلاب یو تن وړی دی چې جسد یې لا تر اوسه نه‌دی پیدا شوی."

دی وايي، سېلابونو دغه راز په دې ولایت کې د ۶۰ کیلومترو په اندازه عمومي او فرعي سرکونه، سربندونه او د خلکو سلګونه جریبه کرنیزې ځمکې هم ویجاړې کړي دي.

په همدې حال کې د پنجشېر ولایتي چارواکو د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې د درنو اورښتونو او سېلابونو د راوتلو خبر ورکړی چې له امله یې خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.

د پنجشېر یو شمېر اوسېدونکو ازادي راډیو ته د شدیدو ورښتونو او سېلابونو د راوتلو ویډیوګانې استولي چې په‌کې ښکاري، سېلابونه د خلکو پر کرنیزو ځمکو، سړکونو او پلونو کې بهېږي.

د پنجشېر د عنابې ولسوالۍ د ابدرې سیمې یو اوسېدونکي احمد طارق نظري ازادي راډیو ته وویل: "سهار وختي له شدید باران وروسته سخت سېلابونه راغلل چې ټول کانالونه، کرنیزې ځمکې، پلونه او پلچکونه یې ویجاړ او د خلکو د تګ راتګ ټولې لارې او هغه عمومي سړک چې پنجشېر له مرکز کابل سره نښلوي هغه یې هم د خلکو پر مخ بند کړ، خلک د اوبو هغه غاړې پاتې دي."

عباسي وايي: اورښتونو او سېلابونو د خلکو باغونه او ګڼې کرنیزې ځمکې یې وړي دي.

د پنجشېر ولایت د پریان ولسوالۍ اوسېدونکی نصرمن‌الله عباسي، چې دا مهال په شتل ولسوالۍ کې دی ازادي راډیو ته وویل: "تر اوسه د ځاني او مالي زیانونو دقیقو شمېرو په اړه نه پوهېږو، خو اورښتونو او سېلابونو د خلکو باغونه او ګڼې کرنیزې ځمکې یې وړي دي."

په پنجشېر ولایت کې د طالبانو د حکومت د والي ویاند سیف‌الدین لټون ازادي راډیو سره خبرو کې تایید کړه چې سېلابونو خلکو ته مالي زیانونه اړولي، خو وايي، لارې بېرته د خلکو د تګ راتګ لپاره پرانستل شوي دي.

نوموړي د زیانمنو شویو کورونو او کرنیزو ځمکو د کره شمېر په اړه څه ونه ویل.

دا په‌داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د هوا پېژندنې ادارې د جولای په ۱۳مه او ۱۴مه د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې د سختو بارانونواو سېلابونو خبرداری ورکړی وو.

تېره ورځ د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې هم سختو اورښتونو او سېلابونو سیمه‌ییزو وګړو ته مالي زیانونه اړولي وو.

په ورته وخت کې پرون د جولای ۱۴مه د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یا "ډبیلوایف‌پي" په یو راپور کې ویلي چې افغانستان د اقلیم دبدلون له امله د نړۍ شپږم ډېر زیانګالی هېواد دی.

دې ادارې ویلي چې د روان لمریز کال د له پسرلي راهیسې د افغانستان په شمالي، شمال ختیځو او لوېدیځو ولایتونو کې سېلابونو ځینې کلي په بشپړه توګه له‌منځه وړي او ګڼې معیشتي ستونزې یې رامنځته کړي دي.

"ډبیلوایف‌پي" ټینګار کړی چې دوی له سېلاب ځپلو او نورو برخو کې له افغانانو سره د بېړنیو بشري مرستو لپاره د روان کال له جولای تر ډسمبره ۶۱۷ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG