د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۴

د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د افغان کډالو د نیولو لړۍ یو وار بیا چټکه شوې


ارشیف: په پاکستان کې پولیس د افغان کډوالو د یوه کور د تالاشۍ پر مهال
ارشیف: په پاکستان کې پولیس د افغان کډوالو د یوه کور د تالاشۍ پر مهال

د پاکستان د پلازمېنې اسلام‌اباد او یو شمېر نورو ښارونو کې د بې اسناده افغان کډالو د کورونو د پلټنو او د کډوالو د پراخه نیولو لړۍ یو وار بیا چټکه شوې ده.

په اسلام‌اباد کې د افغان کډوالو شورا وايي چې پاکستاني پولیسو د پلازمېنې په بېلابېلو سیمو کې د بې‌اسناده افغان کډوالو د نیولو پراخه عملیات پیل کړي او په دې ترڅ کې تازه د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۵۳ بې اسناده افغان کډوال نیول شوي دي.

د دې شورا له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د نیولو شویو کسانو له ډلې یې ۴۳ کسان افغانستان ته د ستنولو په هدف تورخم ته انتقال شوي او پاتې نور یې خوشې شوي دي.

د پاکستان حکومت که څه هم په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د پاکستان د نېشنل یا ملي ډیموکراتیک ګوند د یوې اعلامیې په خپرولو سره د افغان کډوالو د ځورولو په دې لړۍ اندېښنه ښودلې ده.

د دغه ګوند له لوري په یو بیان کې چې نن خپور شو، راغلي چې سهار وختي د ویزو د پلټلو په هدف د افغان کډوالو کورونو ته ورتګ ناسم عمل دی.

په همدې حال کې یو شمېر افغان کډوالو بیا ازادي راډيو ته وویل چې په تېرو څو ورځو کې د پاکستاني پولیسو له لوري د نیولو شویو افغانانو شمېر دوه سوه تنو ته رسېږي، خو دا شمېر د کډوالو د شورا له لوري نه دی تایید شوی.

په اسلام‌اباد کې د پولیسو له لوري د افغان کډوالو د دغه پراخو نیونو د افغان کډوالو ترمنځ سخته وېره خپره کړې ده.

د امریکا د پي۲ کېس لرونکی یو افغان کډوال محمد سمیع ازادي راډيو ته وویل: "دا وضعیت د هغو کسانو لپاره د اندېښنې وړ دی چې درېیمو هېوادونو ته د تګ په تمه دي، زه هم له درېیو کلونو راهیسې امریکا ته د تګ په تمه یم او وېره لرم چې که له پولیسو سره مخ شم افغانستان ته مې بیرته ډیپورټ نه کړي."

ارشیف: یو پاکستانی پولیس د یوه افغان کډوال د بایومیټریک اخیستلو پر مهال
ارشیف: یو پاکستانی پولیس د یوه افغان کډوال د بایومیټریک اخیستلو پر مهال

اخوا د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت کې مېشت یو شمېر افغان کډوال وايي، د دې ایالت په بېلابېلو سیمو کې هم پولیسو د افغان کډوالو د نیولو او بندي کولو لړۍ پیل کړې ده.

د پېښور په ښار کې مېشت یو افغان کډوال، چې نه غواړي نوم یې په دې راپور کې خپور شي، ازادي راډيو ته وویل چې تازه د پېښور پولیسو نیولی او بېرته یې د پیسو په بدل کې خوشې کړی دی.

هغه وویل: "سودا اخیستو لپاره بهر تللی وم، د بورډ بازار کې د پولیسو موټر روان و راباندې یې غږ وکړ چې کوم اسناد لرې؟ ما وویل زه کيس لرم او د خوندیتوب لیک دی راسره، بیا یې موتر کې یې واچولم، شاوخوا درې درې نیم ساعته په بند کې وم، د موبایل اجازه هم نه وه چې چا ته زنګ ووهم، سختې ګرمۍ کې یې ایثار کړی وم او بیا زموږ خپلوانو څخه یې شاوخوا ۵، ۶ زره روپۍ اخیستې وې بیا یې زه راخوشې کړم."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت تر کنترول لاندې باختر اژانس نن جمعه په خپلې ایکسپاڼه لیکي چې تازه دوه سوه افغانې کورنۍ د پاکستان له بېلابېلو سیمو خپل هیواد ته راستنې شوې دي.

ارشیف: له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال چې افغانستان ته د اوښتو لپاره په تورخم کې په تمه دي.
ارشیف: له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال چې افغانستان ته د اوښتو لپاره په تورخم کې په تمه دي.

د باختر خبري اژانس د معلوماتو له مخې د تورخم له لارې ۳۰، د سپین بولدک له لارې ۴۸، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۶۱ او د هرات د اسلام کلا له لارې ۱۰۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د جولای په ۲۰مه نېټه هم په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوالو د اسلام‌اباد په یو شمېر ښارګوټو کې د پاکستاني پولیسو د تالاشي او د نیونې د عملیاتو په اړه ویلي وو.

پاکستان د تېر کال له نومبر میاشتې راهیسې له دغه هېواده د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې چې لا هم دوام لري.

د راپورونو له مخې تر اوسه لږترلږه شپږ نیم لکه افغانان له پاکستانه ایستل شوي دي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG