د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۵ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۵

څېړنیز راپور: له افغانستان څخه جرمني ته یو شمېر افراطي کسان انتقال شوي


ارشیف: په ۲۰۲۱م کال د اګست میاشت کې د کابل له هوايي ډګر څخه د تخلیې پروګرام یو انځور
ارشیف: په ۲۰۲۱م کال د اګست میاشت کې د کابل له هوايي ډګر څخه د تخلیې پروګرام یو انځور

یوې جرمني رسنۍ د هغو څېړنو جزییات خپاره کړي چې ښيي د جرمني حکومت د تخلیې د پروګرام په ترڅ کې له افغانستان یو شمېر افراطي کسان دې هېواد ته انتقال کړي دي.

د جرمني ویلټ ورځپاڼې پرون په یوه تحقیقي راپور کې لیکلي، یو شمېر تندلارو اسلامپالو ته چې ګومان کېږي د جرمني امنیت ته به ګواښ جوړ کړي جرمني ته د ننوتو اجازه ورکړل شوې ده.

په دې راپور کې چې سرلیک یې دی، څنګه د بهرنیو چارو وزارت اجازه ورکړه چې د افغانستان ګواښونه جرمني ته راشي، ویل شوي چې دا ډله افغان وګړي له غیرقانوني لارو جرمني ته ننوتي دي.

د جرمني بیرغ
د جرمني بیرغ

د راپور له مخې، دا کسان په ۲۰۲۱م کال کې د جمهوري نظام د سقوط پر مهال د جرمني په هغه لېست کې شامل وو چې له افغانستانه باید راایستل شوي وای، خو وروسته بیا د جرمني حکومت د تخلیې د پروسې په اساس د افغانانو د راایستلو پروسه وځنډوله.

په کابل کې د پوهنتون پخوانی استاد اسماعیل مشعل چې په دې وروستیو کې جرمني ته رسېدلی، هغه انګېرنې او څېړنې چې د ویلټ ورځپاڼې په راپور کې راغلي ردوي او وايي چې افغانان سوله‌ییز خلک دي، خو له بدې ورځې یې په جرمني کې پناه اخیستې ده.

هغه وايي: "موږ چې مهاجر کېږو د دې معنا دا نه ده چې له یو شمېر هغو ډلو ټپلو سره چې موږ له شلو کلونو راهیسې د هغوی قربانیان ارتباط ولرو. موږ له داعش څخه تښتېدلي یو، له القاعدې څخه تښتېدلي یو، له طالبانو څخه تښتېدلي یو، موږ د طالبانو له نظام څخه ستړي شوي وو، ذلیل کېدو چې زما له خور او مور څخه یې د تعلیم او تحصیل حق واخیست. موږ له هغو څخه راتښتېدلي یو، دلته له هوسه نه یو راغلي او بل دا حالت هم تاسو پر موږ حاکم کړ، همدې ناټو، همدې اروپایانو او امریکایانو."

په کابل کې د پوهنتون پخوانی استاد اسماعیل مشعل
په کابل کې د پوهنتون پخوانی استاد اسماعیل مشعل

د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو سره سم د جرمني حکومت ومنله چې شاوخوا ۴۵ زره هغو افغانانو ته به پناه ورکوي چې ژوند یې په افغانستان کې په خطر کې دی.

په دې ترڅ کې زرګونه افغانان جرمني ته ورسېدل، خو دا پروسه وروسته له هغه وځنډېده چې یوه افغان کډوال په منهایم ښار کې د پولیسو یو افسر د چړې په ګوزارونو وواژه.

که څه هم جرمني دا پروسه ځنډولې ده، خو لا هم په پاکستان او د افغانستان په نورو ګاونډیو هېوادونو کې زرګونه افغان کډوال د جرمني د ویزو په تمه دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG