د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۸

د ژباړې نړیواله ورځ؛ په افغانستان کې ژباړې څومره معیاري دي؟


ارشیف
ارشیف

ژباړه هغه پروسه ده چې له مخې یې له یوې ژبې بلې ته لیکلي اثار او خبرې ژباړل کېږي چې لیکنۍ او شفاهي ژباړې بلل کېږي.

د نړۍ ګڼ قامونه هڅه کوي چې له بېلابېلو ژبو نه خپلو ژبو ته بېلابېل علمي او ټولنیز اثار وژباړي او خپله ژبه له علمي او فرهنګي اړخه ژوندۍ وساتي.

د ژباړې له لارې نه یوازې د یوې ژبې علمي پانګه بلې ژبې ته ژباړل کېږي، بلکې د یوې ټولنې فرهنګونه او تاریخي او ټولنیز معلومات نورو ټولنو ته انتقالېږي.

په افغانستان کې هم په وروستیو کې ډېرو ځوانانو په فردي ډول هڅه کړې چې بېلابېل اثار خپلو ژبو ته وژباړي.

خو پوښتنه دا ده چې دا ژباړې څومره معیاري دي؟

سمندر وايي: باید ژبه د ژباړې له لارې پیاوړې شي، علمي پانګه یې لوړه شي او ادبي پانګه یې وغوړېږي، خو له بده مرغه هغسې چې لازمه وه مخته نه ده تللې.

افغان لیکوال وفا سمندر وايي: "له بده مرغه چې په افغانستان کې د ژباړې برخه هغسې یې چې اړتیا ده نه ده سمبال شوې، دا چې موږ په وروستیو کلونو کې د ډېرو کتابونو د ژباړې شاهدان یو، خو دا چې باید ژبه د ژباړې له لارې پیاوړې شي، علمي پانګه یې لوړه شي او ادبي پانګه یې وغوړېږي، خو له بده مرغه هغسې چې لازمه وه مخته نه ده تللې."

بل افغان لیکوال او ژباړن ډاکتر حنیف حیران وايي، که څه هم په تېرو شلو کلونو کې په بېلابېلو برخو کې ژباړې وشوې، خو په مسلکي برخه کې تر ډېره له ژباړې سره غیرمسلکي چلند وشو او دغه برخه لا هم خواره ده.

حیران وویل: "که څه هم په علمي برخه کې مناسبه ژباړه نه ده شوې، د بېلګې په ډول طبابت برخه کې چې کوم کتابونه ژباړل شوي دي، ټکي په ټکي ژباړه شوې ده، یا داسې ژباړه شوې ده چې علمي نومونه یې هم سم نه دي رااخیستل شوي، لنډه دا چې د ژباړې معیارونه په پام کې نه دي نیول شوي."

افغان لیکوالان وايي، په افغانستان کې د یو واحد مرکز نه موجودیت هم جدي ستونزه ده، ځکه د دوی په خبره، زیات شمېر ژباړونکي چې په انفرادي ډول بېلابېل اثار خپلو ژبو ته ژباړي، نه پوهېږي په دغه اثر نور کوم کسان کار کوي.

افغان لیکوال وفا سمندر ازادي راډيو ته وویل چې د تېر جمهوري حکومت پر مهال له پوره ډېرو امکاناتو سره سره د وخت حکومت ونه توانېده چې په دې برخه کې پانګونه وکړي.

سمندر وايي: "په خواشینۍ سره چې د جمهوری حکومت پر مهال له ډېرو امکاناتو سره سره دغه امکانات هغسې چې لازمه وه د ملي فرهنګ د ودې او د ژبې د ودې او غوړېدو او د ژباړې د چارې د معیارې کېدو په برخه کې ونه لګول شول او نه د ژباړې لپاره یو معیارې مرکز رامنځته شو چې دغه چارې په افغانستان کې د ژباړه برخه په ټیټه کچه کې وساتله."

که څه هم په دې اړه په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولانو د ازادي راډیو د خبریال اړیکې ځواب نه کړې، خو د تېرې جمهوري نظام پر مهال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکو په وروستیو کې د ژباړې د مرکز د رامنځته کولو ژمنه کړې وه.

دوی ویلي وو هڅه کوي چې د دغه وزارت په چوکاټ کې یو مجهز د ژباړې مرکز رامنځته کړي چې نه یوازې ژباړونکې به په کې د بېلابېلو اثارو ژباړه کوي، بلکې د افغانستان په کچه د ژباړل شویو اثارو راغونډول او دغه شان د ژباړونکو لپاره د یوې حق‌الزحمې ټاکل به هم د دې مرکز دندې وي.

له ژباړې ژباړه

افغان لیکوالان وايي، په افغانستان کې تر ډېره له ژباړې ژباړه شوې ده.

دوی وویل، له نړیوالو معتبرو ژبو فارسي یا اردو او له دې ژبوبیا پښتو یا دري ته ژباړونکو مواد ژباړلي چې دې چارې هم د ژباړې معیار خراب کړی دی.

دوی وړاندیز کوي چې افغان ژباړونکې باید له اصلي ژبو اثار وژباړي تر څو اصلی ماهیت یې پر ځای پاتې شي.

افغان لیکوال او ژباړونکي محب‌الله زغم ازادي راډيو ته وویل: "زما نظر دا دی چې له اردو یا فارسي نه اثار ژباړل کېږي، غوره به دا وي چې له اصلي ژبې لکه انګلیسي، فرانسوي او الماني او نورو ژبو ژباړه وشي."

افغان لیکوال او ژباړونکی محب‌الله زغم
افغان لیکوال او ژباړونکی محب‌الله زغم

معیاري ژباړه باید څنګه وشي؟

پوهان په دې اند دي چې د معیاري ژباړې لپاره تر هر څه په خپله مورنۍ ژبه پوره پوهېدا اړینه ده.

دوی وايي، یو ژباړل باید لومړی په خپلې ژبې پوره حاکمیت ولري، په خپله ژبه کې د هنر د رامنځته کېدو صلاحیت او د ژبې په بېلابېلو ارونو پوهېدل اړینه برخه ده.

د دې ترڅنګ له کومې ژبې چې ژباړه کېږي، په هغه ژبه پوره پوهېدل بله هغه مسئله ده چې د معیارې ژباړې په کولو کې مهمه بلل کېږي.

لیکوال او شاعر ډاکتر حنیف حیران وايي: "اول خو باید ژباړن په خپله ژبه پوره حاکم وي، دغه شان له کومې ژبې چې ژباړه کوي، په هغې باید پوره برلاسی ووسي، له دې ورخوا باید موضوعاتو ته پام وشي، داسې موضوعات وژباړل شي چې زموږ ټولنه ورته اړتیا لري، یانې زموږ د ټولنې ستونزې په نظر کې ونیول شي او بیا هماغه ډول اثر خپلې ژبې ته وژباړل شي."

په افغانستان کې که څه هم تر ډېره ذوقي او هنري موضوعات له نورو ژبو پښتو او دري ته راژباړل شوي، خو لیکوالان په دې اند دي چې د هنري اثارو پر ځای باید مسلکي او علمي اثارو ته لومړیتوب ورکړل شي ځکه د دوی په خبره، دا علم انتقالوي.

دوران وايي: د ذوقي موادو ژباړه ډېری وخت د ګټې پر ځای تاوان کوي، ځکه د یوې ټولنې ذوقي اړتیاوې له بلې ټولنې له ذوقي اړتیاوو سره توپیر لري او دغه ډول ژباړې ډېری وخت د فکرې ګډوډۍ لامل ګرځي.

لیکوال او ژباړونکي عمادالدین دوران ازادي راډيو ته وویل: "د ذوقي موادو ژباړه ډېری وخت د ګټې پر ځای تاوان کوي، ځکه د یوې ټولنې ذوقي اړتیاوې له بلې ټولنې له ذوقي اړتیاوو سره توپیر لري او دغه ډول ژباړې ډېری وخت د فکرې ګډوډۍ لامل ګرځي. دوهمه برخه ده د تخنیکي او علمي ژباړو ده دا ځکه ګټوره ده چې له دې لارې د یوې ټولنې علمي پانګه د الفاضو په وساطت بلې ټولنې ته انتقالېږي."

محب‌الله زغم بیا وايي، په ټولو هغو برخو کې ژباړې ته اړتیا ده چې افغانستان ورته اړتیا لري.

هغه زیاتوي: "د فکر او فرهنګ په تولید کې تر هغه هم ډېر خوار یو، نو ډېره ډېره اړتیا لرو چې په بېلابېلو برخو کې پښتو ته ژباړې وشي، په فرهنګي برخه کې، په عملي برخه کې، په ذوقي برخه کې په ټولو برخو کې اړتیا ډېره ده."

په افغانستان کې د پوهنتونونو یو شمېر محصلین هم وايي چې په افغانستان کې ژباړې ته اړتیا ډېره ده.

دوی وايي، ډېری وخت له ژباړل شویو اثارو د مرستندویه درسي موادو په توګه ګټه اخلي.

د ننګرهار پوهنتون دوه محصلینو حسینې او حبیب‌الله ازادي راډيو سره خپل نظرونه شریک کړي دي.

حسینې وویل: "ما ډېر داسې کتابونه لوستي چې پښتو ته راژباړل شوي دي، موږ اړتیا لرو چې خپله ژبه غني کړو او د دې لپاره اړتیا ده چې د نورو غني ژبو نه ځینې اثار پښتو ته راوژباړل شي، په دې سره عملي پانګه زموږ ژبې ته رانتقالېږي."

حبیب‌الله وویل: "د ژباړې په اړه باید ووایم چې موږ ډېری وخت مرستندویه درسي مواد له نورو ژبو ژباړو، یا ځینې کتابونه چې له نورو ژبو ژباړل شوي وي، هغه رااخلو او د مرستندویه درسي کتابونو په توګه ترې استفاده کوو."

د ننګرهار پوهنتون یوه څنډه
د ننګرهار پوهنتون یوه څنډه

افغانستان چې د ګڼو ژبو درلودونکې هېواد دی په کمه اندازه په کې پښتو او دري ژبو ته د ژباړې په برخه کې کار شوي، د دې هېواد درېیمې ژبې پشه‌يي، ترکمني، ازبکي، نورستاني، پامیري او یو شمېر نورې بیا له دې پلوه بیخي خوارې دي.

نن د سېپټېمبر ۳۰ مه د ژباړې نړیواله ورځ ده.

دا ورځ په ۱۹۹۱م کال کې د ژباړونکو د نړیوال فدراسیون له‌خوا د ژباړې د نړیوالې ورځې په نوم ونومول شوه.

دوی د دې ورځ نمانځل په نړیواله کچه د ژباړونکو ترمنځ یووالی په ګوته کړی دی.

XS
SM
MD
LG