د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۲

د ژباړې نړیواله ورځ؛ افغانستان کې ژباړې څومره معیاري دي؟


ارشیف
ارشیف

نن د سېپټېمبر ٣٠ مه د ژباړې نړیواله ورځ ده.

په افغانستان کې په دې وروستیو کې زیات شمېر ځوانان په انفرادي ډول هڅه کوي چې له نورو ژبو پښتو ته ژباړې وکړي.

خو اوس پوښتنه دا ده چې ایا دا ژباړې معیاري دي؟

۳۵ کلن عبدالباري ګوګل ژباړن ته د پښتو جملو په ژباړلو او ورزیاتولو بوخت وي.

دی چې په کندهار ښار کې د کمپیوټري خدمتونو د وړاندې کولو مرکز لري وايي، له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې ګوګل ژباړن ته پښتو جملې ژباړې.

دی وايي، تر دې دمه يې نږدې اتیا زره پښتو جملې ژباړلي او خپلې دې هڅې ته دوام ورکوي.

عبدالباري وايي په دې برخه کې لا هم ډېر کار ته اړتیا ده.

هغه زیاته کړه: "دا ډېر زیات کار ته اړتیا لري، هغه خلک چې په حکومت کې په دې برخه کې مسئولیت لري له بده مرغه ډېره پاملرنه ورته نه کوي او که کوي يې هم ډېره کمه، دا څه چې اوس تاسې ګورئ دا هم د څو با احساسه پښتنو ځوانانو د هڅو برکت دی چې د نړۍ په ګوټ-ګوټ کې خلک ترې ګټه اخلي."

عبدالباري ته د دې کار لپاره څوک حق الزحمه ته ورکوي بلکې دی وايي، دا کار د پښتو ژبې د نړیوالتوب په هدف ترسره کوي.

دی وايي، خپل دغه کار ته هره ورځ له یو ساعت ډېر وخت ورکوي، خو هڅه کوي چې هره ورځ يې ترسره کړي.

عبدالباري له نورو پښتنو ځوانانو هم غوښتنه کوي چې په دې برخه کې خپله مرسته ونه سپموي او د ژبې د پرمختګ لپاره ګوګل ژباړن ته د پښتو جملو د ژباړلو په برخه کې مرسته وکړي.

ګوګل ژباړن ته د پښتو ژبې د وراضافه کولو لړۍ په ۲۰۱۴ میلادي کې پيل شوه، خو له نورو بهرنیو ژبو د ژباړې چاره لسګونه کلونه مخنیه لري.

د سراج الاخبار په حواله پښتو ژبې ته لومړنۍ ژباړه د ۲۰مې پېړۍ په لومړیو کلونو وشوه.

دا د عیسویانو له لوري په مسلمانو د ظلمونو په اړه په بیلابیلو ترکي ورځپاڼو کې د خپرو شویو مقالو یوه مجموعه وه چې په ترکیه کې د یوه استوګن افغان له لوري د لومړي ځل لپاره وژباړل شوه. له دې وړاندې د کومې ژباړل شوې نسخې په اړه جزئیات نه‌شته.

له دې وروسته له اردو، فارسي، روسي او انګليسي ژبې کتابونه او مقالې وژباړل شوې او دا لړۍ لا هم روانه ده.

په وروستۍ لسیزه کې دا چاره چټکه شوې او زیات شمېر ځوان ژباړنان په انفرادي ډول له بېلابېلو بهرنیو ژبو په ځانګړي ډول له ایراني فارسي، اردو او انګلیسي ژبې نه ژباړې کوي چې د لوستونکو له تاوده هرکلی سره مخ کېږي.

حزب الله اتل چې په وروستیو څو کلونو کې یې له انګلیسي ژبې پښتو ته سیاسي او استخباراتي کتابونه ژباړلي وايي، د اړتیا له مخې ژباړه کوي او له خپل کاره خوښ دی.

هغه زیاته کړه: "په ۲۰۰۹ کال کې مې په عملي ډول د ژباړې په کولو پیل وکړو، نږدې پنځه کتابونه مې وژباړل له بېلابېلو ژبو په ځانګړي ډول، انګلیسي، فارسي او اردو نه."

دی اوس مهال د پښتو ژباړنانو کارونه ښه ارزوي او وايي، تر ډېره هڅه کېږي چې په اړوند برخه کې د ژباړې چاره ترسره شي.

خو لیکوال او څېړونکی نجیب منلی د پښتو ژباړې اوسني بهیر بې ستونزو ي نه ګڼي او وايي، تر ډېره ستونزه داده چې پښتو ژبې ته له ژباړې ژباړه کېږي.

نجیب منلی
نجیب منلی

هغه زیاتوي: "زموږ پښتو ژبې ته اتیا فیصده ژباړه له فارسي سرچینو نه کېږي، یانې هغه کتابونه چې ایرنیانو فارسي ته ژباړلې وي بیا زموږ ځوانان يې پښتو ته ژباړي یانې دلته له ژباړې ژباړه کېږي چې دا طبیعې خبره ده چې خپل ماهیت له لاسه ورکوي."

خو حزب الله اتل وايي اوس مهال زیات پښتنو ځوانانو د فارسي ترڅنګ نورو بهرنیو ژبو سره هم بلدتیا پیدا کړې او هڅه کوي چې له لومړۍ ژبې ژباړه وکړي.

خو په وینا یې په دې برخه کې د یو واحد مرکز نه موجودیت هغه جدي ستونزه ده چې زیات شمېر ژباړنان يې له ستونزو سره مخ کړي دي.

ښاغلی اتل وايي، کله کله داسې هم کېږي چې په یو کتاب درې پښتنو ژباړنانو پر یو وخت کار پیل کړی وي خو هغه وخت خبر شي چې کله کتاب چاپ شي.

نوموړي وویل: "یوه ځانګړې مرجع نشته چې په دې برخه کې کار وویشي، او ووايي چې داکتاب چاپ شوی او دا پاتې دی، او یا هم ووايي چې لومړیتوب څه شی دي، په دولتي چوکاټ کې د دې لپاره ځانګړې برخه نشته او که شته هم کمزورې ده، اوس مهال ځوانان په خپل سر لګیا دي."

دی غوښتنه کوي چې دافغانستان اطلاعاتو فرهنګ وزارت باید په دې برخه کې د ژباړې یو واحد مرکز رامنځته کړي څو ستونزې حل شي.

د افغانستان کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم د ژباړې د یو واحد مرکز نه موجودیت د ستونزې په توګه مني خو د دې وزارت ویاند صابر مومند وايي چې وزارت همدې اړتیا ته په کتو په یوه طرحه کار کړی چې له مخې يې به يې د ژباړې کارونه ته هم پاملرنه کیږي او نورې محلې ژبې به هم په کې پالل کېږي.

صابر مومند
صابر مومند

هغه زیاته کړه: "تر اوسه پورې اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نه دی توانېدلی چې د ژباړې لپاره یو ځانګړی مرکز رامنځته شي خو موږ یوه طرحه جوړه کړې ده چې د اطلاعاتو فرهنګ وزارت په اډانه کې باید د ژبو د ساتنې یو مرکز جوړ شي چې په هغې کې به د ژباړې یو مرکز هم وي، دا طرحه لا تراوسه نه ده منظور شوې."

ښاغلي مومند وویل، په پښتو ژبه کې ژباړې ته اړتیا ده ځکه د ده په وینا په افغانستان کې د ځینو مسایلو غني سرچینې نشته.

که څه هم ښاغلی مومند وايي، په دې برخه کې د یو بشپړ ډیټابیس د نه موجودیت له امله نه شي ویلای چې پښتو ژبې ته په کال کې په منځني ډول څومره کتابونه ژباړل کېږي خو په کابل کې د دانش خپرندويه ټولنې مسئولین وايي چې شمېر يې ان سلګونه ته رسېږي.

د دې خپرندویه ټولنې تخنیکي مسئول سپین سهار ازادي راډيو ته وویل، چې اوس مهال ارواپوهنې ته زیاته اړتیا ده چې په اړه لیکل شوي په بهرنیو ژبو کتابونه يې پښتو ته وژباړل شي.

سهار وايي: "زما په اند د کتابونو ژباړې ته ډېره اړتیا ده، ځکه موږ پښتو ژبه کې په زیاتو برخو کې کتابونه نه لرو، همدا اوس چې د ارواپوهنې برخې ته د خلکو پاملرنه زیاته شوې ده، باید په دې برخه کې زیات کار وشي، او که له لومړنۍ ژبې نه ژباړه وشي نو دا به ډېره ښه وي، که څه هم اوس مهال زیات شمېر ځوانان له لومړنۍ ژبې ژباړه کوي."

دا یوازې پښتو ژبه نه ده چې په وروستیو کې ورته له نورو ژبو د ژباړې چاره تېزه شوې ده بلکې په دري ژبه کې هم زیات شمېر افغان ځوانان له بهرنیو ژبو ژباړې کوي، خو د دې هېواد محلې ژبې پشه يې، ترکمنې، ازبکې، نورستاني، پامیري او یو شمېر نورې بیا له دې پلوه خوارې دي.

نن د سېپټېمبر ۳۰ مه د ژباړې نړیواله ورځ ده.

د راپورونو پر بنسټ دا ورځ په ۱۹۹۱ میلادي کال کې د ژباړونکو د نړیوال فدراسیون له خوا د ژباړې د نړیوالې ورځې په نوم ونومول شوه.

XS
SM
MD
LG