د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۶

څېړونکي: داعش په فارسي ژبه ایرانیانو ته د جلب او جذب پیغامونه ورکوي


داعش یا اسلامي دولت ډله په فارسي ژبه ایرانیانو ته د جلب او جذب پیغامونه ورکوي.

دا خبره ځینو څېړونکو ازادي راډیو ته کړې ده.

د دغو څېړونکو له ډلې یو هم «Charlie Winter» چارلي وېنټر دی چې اوس وخت د راډیکالېزېشن یا افراط‌ګرايي او سیاسي شخړو د مطالعاتو له مرکز سره د مشر څېړونکي دنده مخته وړي.

داعش ډلې په تېر مارچ میاشت کې یوه وېډیو خپره کړه او په فارسي ژبه‌یې د ایران اقلیت سُني مذهبه خلک د اکثر شیعه دولت پر ضد د پورته کېدو لپاره وهڅول.

ایراني چارواکو دا وېډیو "خوشې خبرې" یادې کړې او ویې‌ویل چې دې ډلې په عراق او سوریه کې د خپلو سختو تلفاتو د پټولو لپاره دا کار پیل کړی دی.

ایران په تېرو شپږو کلونو کې لسګونه پوځي سلاکاران او زرګونه داوطلبه جنګیالي سوریې ته لېږلي څو د اسلامي دولت ډلې، نورو مخالفینو، د امریکا او ترکیې له ملاتړ برخمنو مخالفو ډلو پر ضد د بشار الاسد د رژیم ملا وتړي.

ایران په سیمه کې د بشارالاسد د رژيم سرسخت پلوي دی.

داعش ډلې د خپلو بیانونو فارسي ترجمې خپرې کړې دي.

دا ډله د "رومیه" په نوم یوه انلاین مجله هم لري چې خپل اظهارات په‎کې خپروي.

د افراطیت او سیاسي شخړو د مطالعاتو سرڅېړونکی چارلي وینټر وايي، داعش ډلې دا ځل یوه لیکنه په خپلې انلاین رومیه مجله کې په فارسي ژبه هم خپره کړې ده.

چارلي وېنټر وايي:

"اسلامي دولت ډلې یا داعش د خپلو منتخبو مقالو فارسي ژباړه هم نشروي. خو دا لومړی ځل دی چې په خپله رومیه مجله کې یې فارسي لیکنه کړې ده او دا مسئله د یوې ترسره شوې قضیې منطقي جریان په ډاګه کوي."

ښاغلی وېنټر دا یادونه هم کوي چې داعش ډلې له ۲۰۱۵ میلادي کال راهیسې فارسي لیکنې او د وېډيوګانو عنوانونه په فارسي ژبه خپاره کړي دي.

د افراطیت او سیاسي شخړو د مطالعاتو د مرکز سرڅېړونکی چارلي وېنټر دا هم وايي چې د داعش ډلې په انلاین رومیه مجله کې د تاوتریخوالي د هڅونې خبرې خپرې شوي او دا چې څنګه خلک په چړو ووژل شي.

خو د ایران مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‎يي ویلي د ایران د حکومت هڅې به داعش په دې کې پاتې راولي چې د ایران خاورې ته داخل شي.

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه‎يي
د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه‎يي

نورو ایراني چارواکو هم خبرداری ورکړی چې که داعش جنګیالي د ایران د سرحدونو په ۴۰ کېلو مترۍ کې هم ولیدل شي په وړاندې به‌یې سخت اقدامات وشي.

داعش ډله د افراطي سلفي-سُني مذهب پیروي کوي او په عراق او سوریه کې یې ځینې سیمې تر کنټرول لاندې راوستي.

همدې مسئلې ته په اشارې د کړکېچ نړیوال ګروپ یو مخکښ ایرانی څېړندوی علي واعظ وايي، سلفیزم او ایرانی فرهنګ ډېر توپیر لري نه سره ګډېږي.

ده زیاته کړه:

"سلفیزم او ایرانی فرنګ د اوبو او تېلو په څېر دي نه سره ګډېږي. تاوتریخجن افراطیت تر ډېره د بې‌ثباتۍ زېږنده ده او ډېر افراطیت په ډاګه کوي. هېڅ داسې شرایط په ایران کې چې هم ثابته دی او هم قوي دولت لري د تطبیق وړ نه‎دي."

خو که ایراني چارواکي او څېړونکي هر څومره په خپله خاوره کې د داعش د نفوذ خبره رد کړي بیا هم دې ډلې خپله لار کړې ده.

دا خبره د ایران د پياده ځواکونو قوماندان احمد رضا پور دستان تېر اګست تائید کړې چې داعش ډلې د ایران په کرمانشاه کې خلک جلب کړي و.

ښاغلي رضا پور ویلي:

"داعش ډلې په نفت شهر او قصر شیرین لوېدیځو سیمو کې ځیني کسان جذب کړي و. همداراز د دې ډلې دوه غړي چې انتحاري واسکټونه‌یې په غاړه و، له امنیتي ځواکونو سره په مخامخ ډزو کې وژل شوي دي."

د ایران د اطلاعاتو وزیر محمود علوِ هم وویل چې له داعش ډلې سره د ۱۵۰۰ ځوانونو د یوځای کېدو مخه نیول شوې ده.

د افغانستان په فراه ولایت کې هم چې له ایران سره اوږده پوله لري داعش ډلې په لومړیو وختونو کې پټنځایونه کړي و.

اخوا په ختیځ افغانستان کې د داعش ډلې یو غړی چې ویل کېږي ایرانی دی او له لوېدیځ اذربایجان راغلی و د چارواکو له‌خوا نیول شوی دی.

دغه نیول شوي کس ویلي د تلګرام اپلېکېشن له لارې د یوه سړي له‌خوا له داعش سره د یوځای کېدو بلنه ورته ورکړل شوه.

د داعش ډلې په لومړۍ درجه جنګیالیو کې که څه هم د ایراني اتباعو حضور کم بلل شوی خو دا کسان د انتحاري حملو په برخه کې فعاله ښودل شوي دي.

له ترورېزم سره د مبارزې هاګ مېشتي مرکز لپاره د افراطیت او سیاسي شخړو سرڅېړونکي چارلي ېنټر په یوه مقاله کې یادونه کړې وه چې د ۲۰۱۵ کال له ډسمبر د ۲۰۱۶ کال تر نومبر پورې د داعش ډلې اووه ایراني غړو انتحاري حملې کړې دي.

XS
SM
MD
LG