د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۹

یو شمېر پاسپورټ غوښتونکي: د طالبانو پاسپورټ ریاست کې ستونزې لا هم پر خپل ځای دي


ارشیف: په کابل کې د پاسورټ ریاست مخکې ته د پاسپورټ غوښتونکو ګڼه ګوڼه
ارشیف: په کابل کې د پاسورټ ریاست مخکې ته د پاسپورټ غوښتونکو ګڼه ګوڼه

په افغانستان کې د پاسپورټ یو شمېر غوښتونکي وايي، سره له دې چې د پاسپورټونو د اخيستلو په برخه کې يې ټولې اړینې چارې ترسره کړي، خو بيا هم د لسګونه ورځو او مياشتو په تېرېدو سره يې اړوندو پوسته خانو ته پاسپورټونه په خپل وخت نه دي راغلي.

په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت د پاسپورټ ریاست د پاسپورټونو د وېش په برخه کې د پرمختګونو خبره کوي، د پاسپورټ یو شمېر غوښتونکي وايي، لا هم ستونزې موجودې دي.

یو شمېر دوی وايي، د پاسپورټونو د اخيستلو په برخه کې يې ټول لازمي کارونه؛ لکه بايومیټريک، بانکي تعرفه او د فورمونې ډکولو چارې ترسره کړي، خو بيا هم د لسګونه ورځو او مياشتو په تېرېدو سره يې اړوندو پوسته خانو ته پاسپورټونه نه دي رسېدلي.

د افغانستان پاسپورټ
د افغانستان پاسپورټ

د پکتیا ولایت یوه اوسېدونکې، چې نه یې غوښتل نوم یې راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل: "ما چې کله بايومیټريک وکړ، ما اووه مياشتې انتظار وکړ څو چې پاسپورټ مې راغى، دا ډېره يوه اوږده موده ده. جمهوريت وخت کې به په نارمل ډول پنځلسو ورځو کې راته او د نورو ستونزو تر څنګ نور وخت هم ډېر نيسي، په ځانګړي ډول د محصلينو پاسپورټونه ځنډېږي او ځينې وخت د سيستم د خرابوالي له امله ځنډېږي."

مژګان وايي: که د کورنۍ د یوه غړي هم راشي، بل بايد په مياشتو انتظار وباسي. زما د خاوند پاسپورټ راغى، خو زما او د لورګانو لا هم نه دى راغلي، دغه پروسه ډېره ضعيفه ده.

د کابل اوسېدونکې مژګان هم چې څو مياشتې کېږي خپل پاسپورټ ته په تمه ده، وايي: "تقريباً شپږ اوه مياشتې کېږي چې منتظره يوو، خو لا مو هم پاسپورټ نه دى راغلى. که د کورنۍ د یوه غړي هم راشي، بل بايد په مياشتو انتظار وباسي. زما د خاوند پاسپورټ راغى، خو زما او د لورګانو لا هم نه دى راغلي، دغه پروسه ډېره ضعيفه ده."

د کابل بله اوسېدونکې جميله هم ورته شکایت لري او وايي: "ډېر وخت کېږي چې مونږ د پاسپورټ رياست ته غوښتنليک ورکړى، خو له بده مرغه تر اوسه مو هېڅ ځواب نه دى ترلاسه کړى. داسې کسان شته چې په لنډه موده کې پاسپورټ اخيستى شي، خو که ۵٠٠ يا ١٠٠٠ ډالره ورکړي، خو زما اقتصادي وضع دومره نه ده چې دا پيسې د ورکړاى شم."

د یادو شکایتونو او ادعاوو په اړه د طالبانو حکومت د پاسپورټ رياست وياند نورالله پتمن مو وپوښتل شو، خو ده د د راپور تر خپرېدو پورې یې د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې.

دا شکایتونه په داسې حال کې دي چې د طالبانو حکومت د پاسپورټ عمومي رياست د سپتمبر په ۱۹مه پر خپله ايکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر ادعا کړې چې په ورځني ډول ١۵۰۰۰ پاسپورتونه ویشي او دا یې یو بې مخینې اقدام بللی دی.

دغه ریاست د چارو د ښه‌والي په موخه د جولاى په ۲۷مه په کابل کې د پاسپورټونو د وېش د درېیو نويو مرکزونه د پرانیستلو خبره هم کړې وه.

په افغانستان کې د طالبانو له بياځلي واکمنېدو ورسته د پاسپورټونو غوښتنې ډېرې شوي، داسې مهال چې په تېرو درېیو کلونو کې د پاسپورټونو د وېش بهیر څو ځلې د بېلابېلو دلایلو له امله ودرول شو او د بهير د پڅوالي په اړه يې هم شکایتونه تر اوسه موجود دي.

د راپورونو له مخې له افغانستان د بېلابېلو ستونزو له امله د ورځې په سلګونه افغانان وځي.

ډېری دوی د دغه کډوالۍ عمده لاملونه ناامني، بې‌کاري او پر نجونو د زده‌کړو بندیز یادوي.

د کډوالو نړیوال سازمان یا "آى‌او‌ایم" د تېرې اګسټ میاشتې په دوهمه په یو راپور کې ویلي وو چې له ۲۰۲۰م کال راهیسې شاوخوا اته میلیونه افغانان له خپل هېواده وتلي دي.

په راپور کې راغلي وو چې له دې ډلې څخه یو میلیون یې اروپا ته پناه وړې او ۸۵ سلنه یې هم ګاونډیو هېوادونو ته بې کوره شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG