د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۴

یو شمېر کابل ښاریان د پاسپورټونو په وېش بهیر کې درغلیو او ګډوډیو اندېښمن کړي


د پاسپورټ ریاست ته ولاړ خلک
د پاسپورټ ریاست ته ولاړ خلک

د طالبانو د حکومت د پاسپورټ رياست له لوري د افلاین غوښتنليکونو د منلو له اعلان وروسته يو شمېر کابل ښاريان د پاسپورټ اخيستلو کې د درغلۍ او ګډوډۍ په اړه اندېښمن دي.

د پاسپورټ له رياست د خلکو شکايتونو او په‌کې د ګډوډۍ له ادعاوو وروسته د طالبانو حکومت خبر ورکړی چې سر له سبا د مرغومې په ۲۰مه به په افلاين ډول د پاسپورټونو د غوښتنلیکونو د منلو پروسه پيل کړي.

د طالبانو د حکومت د کورنيو چارو وزارت اړوند پاسپورټ رياست تېره ورځ پر خپله ايکس‌پاڼه د دغه رياست د مشر مولوي عبدالکريم حسيب يو ويډيويي کليپ خپور کړی چې په‌کې يې ويلي دي، خلکو ته د پاسپورټ اخيستلو د اسانتياوو په موخه سر له راتلونکې چهارشنبې د پاسپورټ د غوښتنې افلاين پروسه پيلوي.

نوموړي دغه راز ويلي چې په راتلونکو اوونۍ کې به د خلکو افلاين غوښتليکونه يا کاغذي عريضې یوازې د پنجشنبې په ورځو کې منل کېږي.

هغه له خلکو غوښتي چې د نظم په مراعتولو سره د ګډوډۍ مخه ونيسي.

خو يو شمېر کابل ښاريان چې له تېرو څو مياشتو راهيسې يې په انلاين ډول د پاسپورټ لپاره نومليکنه کړې وايي، په افلاين ډول د پاسپورټ وېش پروسې ته خوښ دي، خو د ګډوډۍ او روڼتيا په اړه اندېښنه لري.

روح‌الله چې د کابل ولايت اوسېدونکی دی، ازادي راډيو ته يې وويل: "ما شپږ-اووه مياشتې مخکې نوم‌ليکنه کړې وه، خو پروسه هيڅ مخته نه تلله، نه‌پوهېږم نوبت به مې کله راځي، زموږ د پاسپورټ رياست څخه غوښتنه ده کومه پروسه چې افلاين پيليږي، بايد شفافيت په‌کې په پام کې ونيسي."

دغه راز يو شمېر کابل ښاريان دا هم وايي چې د انلاين پروسې پر ځای په افلاين پروسه کې درغلي ډېره وي او د طالبانو حکومت به ونه‌توانېږي چې د درغلۍ مخه ونيسي.

ارشیف: په کابل کې د پاسپورټ د متقاضیانو ګڼه ګوڼه
ارشیف: په کابل کې د پاسپورټ د متقاضیانو ګڼه ګوڼه

د کابل اوسېدونکي شفق او مصطفی د افلاين پروسې د اسانتيا ترڅنګ پر نه روڼتيا اندېښنه وښوده.

شفق وویل: د پاسپورټ رياست چې کوم نوی اقدام کړی دی، که څه هم ستونزې به ولري، ولې د ځينو خلکو لپاره به اسانتيا هم وي، ځکه انلاين پروسه داسې وه ډېر کله به دې نومليکنه ورته وکړه، ورکه به شوه او ډېره موده به يې ونيوله. دا نوې پروسه به هغو خلکو ته اسانتيا رامنځته کړي چې پاسپورټ ته عاجله اړتيا ولري، خو په‌دې شرط چې واسطه او درغلي په‌کې نه وي."

مصطفی وویل: "يونيم کال وشو چې ما نومليکنه کړې ده، تر اوسه راته نوبت نه‌دی رسېدلی، که دا ډول دوام وکړي، ممکن پاسپورټ مې نور هم وځنډېږي، زه هيله لرم چې دا نوې پروسه کې پاسپورټونه په منظم ډول ووېشي او پروسه رڼه کړي، ترڅو ګډ وډي رامنځته نه‌شي."

د کابل دا ښاريان داسې مهال د کاغذي غوښتنليکونو له لارې د پاسپورټ وېش پروسه کې د روڼتيا په اړه اندېښنې لري چې تر دې مخکې د مرکز کابل او بېلابېلو ولايتونو اوسېدونکو ازادي راډيو سره خبرو کې ادعا کړې وه چې د پاسپورټ اخيستلو انلاين پروسه کې هم نوبت په پام کې نه نيول کېږي.

د طالبانو د حکومت د پاسپورټ رياست مسوولان وايي، په افلاين ډول د پاسپورټونو د وېش پروسې له لارې به هره پنجشنبه د خلکو کاغذي عريضې منل کېږي او بيا به هر غوښتونکي ته يو سټېکر چې د پاسپورټ د طی مراحل نېټه به پرې ليکل شوي وي، ورکول کېږي او پر ياده نېټه به غوښتونکی د خپل پاسپورټ د مراحلو د طی کولو لپاره راغوښتل کېږي.

تر دې مخکې د طالبانو حکومت د پاسپورټ ریاست د روان ۱۴۰۲لمریز کال د تلې میاشتې په ۲۵مه خبر ورکړی و چې په نږدې راتلونکي کې به د پاسپورټ د وېش افلاین پروسه راپيل کړي.

پر افغانستان د طالبانو له بياځلي واکمنۍ وروسته چې ډېری خلک د دوی په خبره له بې‌کار، بې‌وزلۍ او امنيتي ګواښونو ګاونډيو او بهرنيو هېوادونو ته روان دي، د پاسپورټ د اخيستلو غوښتنه هم ډېره شوې، خو ياده پروسه له تېرو نږدې دوه‌نيمو کلونو راهيسې تل له ستونزو سره مخ شوې.

XS
SM
MD
LG