د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۴

د بېلابېلو ولایتونو ځینې اوسېدونکي: طالبان په مختلفو پلمو خلک ډبوي


ارشیف: د طالبانو وسله وال غړي
ارشیف: د طالبانو وسله وال غړي

یو شمېر افغانان د طالب ځواکونو له تریخ چلند شکایت لري او ادعا کوي چې ان دوی وهل کېږي.

د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو د ادعا پر بنسټ، یوه ویډیو کې ښکاري چې د طالب ځواکونو له‌خوا د وهل ټکول شویو ځوانانو د ژړا او ځګیرویو غږونه اورېدل کېږي.

په دې ویډیو کې چې د ثبت وخت او ځای یې نه دی معلوم او له تېرو څو ورځو راهیسې په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس کېږي، څو کسان په یوې حویلۍ کې چې یو رینجر موټر هم ولاړ دی، څو ځوانان په اوبو لمدوي او وروسته یې په درو او پیپونو وهي.

کوم کسان چې دا ځوانان وهي اوږده ویښتان لري او د دې ځوانانو د وهلو پر مهال خاندي.

ازادي راډیو د دې ویډیو کره‌والی نه‌شي تاییدولی.

په ورته وخت کې یو شمېر افغانان د طالبانو ځواکونو له ناسم چلند او تاوتریخوالي څخه شکایت کوي.

په دې راپور کې له پنځو هغو کسانو سره خبرې وشوې چې ادعا کوي د طالبانو د ځواکونو له خوا د بېلابېلو دلایلو له امله وهل شوي، خو یوازې دوو تنو د خپلو نومونو د نه اخیستو په شرط په راپور کې د خپلو غږونو خپرولو ته حاضر شول.

له دوی څخه یوې ۳۵ کلنې مېرمنې، چې د پلازمېنې کابل اوسېدونکې ده، ازادي راډيو ته وویل چې څو ورځې وړاندې کله چې د پاسپورټ اخیستو لپاره د طالبانو حکومت د پاسپورټ ریاست ته تللې وه، د طالبانو د یوه غړي له‌خوا د خپلو ماشومانو په مخ کې ووهل شوه.

ارشیف: یو شمېر ښځې چې د طالبانو پاسپورټ ریاست ته د پاسپورټ اخیستلو لپاره تللي دي.
ارشیف: یو شمېر ښځې چې د طالبانو پاسپورټ ریاست ته د پاسپورټ اخیستلو لپاره تللي دي.

هغه کیسه داسې بیانوي: "موږ په منظم ډول ولاړ وو، هېڅ ستونزه نه‌ وه، چپنه مې اغوستې وه، ماسک و، هیڅوک نه ښورېدل، هغه یو وار د ښځو په لور راغی او موږ یې دې خوا هاخوا کشې کړو. ما طالب ته وویل وروره ټول په نوبت ولاړې دي، ماشومان وېرېږي، لطفاً دا برښنايي ډنډه مه کاروئ. هغه زه کش کړم، ټیکری مې وغورځېد. زه یې په قنداق ووهلم او ویالې ته یې وغورځولم، زما زنګون پر ډبره ولګېد او مات شو."

د کندز ولايت يو اوسېدونکى چې نه غواړي د امنيتي ستونزو له امله يې نوم په راپور کې واخيستل شي، ادعا کوي چې طالب ځواکونو د ږيرې نه لرلو له امله وهلی دی.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل: "له اسلامي امارته شکایت لرم، باید د داسې قضیو او ستونزو مخه ونیسي. پنځلس ورځې وړاندې د روانې میاشتې په ۱۱مه نېټه په لاره روان وم، ږیره مې نه درلوده، طالبان زما مخې ته راغلل او له زنې یې ونیولم، چې ولې ږیره نه لرې، غوښتل مې لاس يې لرې کړم پنځه، شپږ څپیړې او لغتې یې راکړې. زه له امارت څخه غواړم چې د خپلو داسې ځواکونو مخه ونیسي."

څو ورځې وړاندې په ټولنیزو شبکو کې د فاریاب دولتي پوهنتون د ساتونکو له‌خوا د یوه ځوان د وهلو ټکولو ویډیو هم خپره شوه.

د دې ویډیو په خپرولو سره ځینو کاروونکو ادعا کړې چې دغه ځوان د دغه پوهنتون رییس په وینا کې د نه ګډون له امله وهل شوی.

خو ازادي راډیو د دې ویډیو کره‌والی هم نه شي تاییدولای.

د طالبانو حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد د دغو ويډيوګانو د کره والی او د خلکو پر وړاندې د خپلو ځواکونو د تاوتريخوالي د ادعاوو په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ورنه کړ.

خو د حقوقي چارو پوهه شګوفه کاکړ وايي چې د طالبانو له‌خوا د ملکي خلکو وهل ټکول د اسلامي معيارونو او قانون خلاف کار دى.

نوموړې ازادي راډيو ته وویل: "هر څوک چې یو ځوان او یوه ټولنه تحقیروي او یا د هغه د ځورونۍ لامل ګرځي، دا په اسلام کې او د هېڅ هېواد په قانون کې د منلو وړ نه دی. ځکه چې زموږ دین ویلي؛ لا ضرر و لا ضرار فی الاسلام، یعنی نه ضرر او نه ضرر رسول شته په اسلام کې. که چېرته یو کس جرم کړی وي، پولیس شته، محاکم شته، حقوقي مرجع شته چې موضوع ته رسېدنه وکړي."

تر دې وړاندې هم په کابل او بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو له خوا د ملکي وګړو د شکنجه کولو او وهلو ټکولو د ادعاوو راپورونه خپاره شوي دي.

که څه هم د طالبانو حکومت ویاندویانو تل د خپلو کسانو له‌خوا د بشري حقونو د سرغړونو ادعاوې ردوي، خو د ملګرو ملتونو د څار سازمان او د بخښنې نړیوال سازمان په ګډون بېلابېل نړیوال سازمانونه وخت په وخت په خپلو راپورونو کې طالبانو په افغانستان کې د بشري حقونو په نقضولو تورن کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG