د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۱

د پاسپورټ غوښتونکي: له حده ډېره ګڼه ګوڼه ده، طالبان خلک وهي او ډبوي


ارشیف: په افغانستان کې د پاسپورټ غوښتونکو ګڼه ګوڼه
ارشیف: په افغانستان کې د پاسپورټ غوښتونکو ګڼه ګوڼه

د پاسپورټ یو شمېر غوښتونکي چې په کابل کې د پاسپورټ عمومي ریاست ته د افلاین یا کاغذي عريضې له مخې د پاسپورت د غوښتنې لپاره تللي، ادعا کوي چې د طالبانو له‌خوا وهل او ټکول شوي.

په کابل کې د طالبانو د حکومت د پاسپورټ رياست د دروازې مخې ته د پاسپورټ په سلګونو غوښتونکو د دوى په وينا له بې نظمیو او ستونزو ډکه سړه شپه تېره کړې ده.

د دوی له ډلې ځینو یې ازادي راډيو ته وویل چې د چهارشنبې له شپې راهیسې د پاسپورټ رياست ته د افلاین غوښتنليک د اخيستو لپاره تللي وو، خو د طالبانو له‌خوا ورسره بد چلند شوى او وهل شوي دي.

د کابل اوسېدونکى زيارمل وايي چې په افغانستان کې د بى کارۍ، بې روزګارۍ او د خپلې مور د درملنې له امله غواړي د پاسپورټ غوښتنه ورکړي، خو تش لاس راستون شوى دی.

نوموړي په دې اړه ازادي راډيو ته وويل: "پرله‌پسې دا درې شپې پاسپورټ رياست ته ځو او سهار بېرته شړل کېږو. سيستم ګډوډ دى. زمونږ برخليک مالوم نه دى، ګڼه ګوڼه ډېره زياته ده، بېګا خلک د پښو لاندې شوي و او ټپيان شوي وو."

دى وايي چې د اتو مياشتو راهيسې يې د پاسپورټ غوښتنه کړې، خو د ډېرو خلکو د غوښتنو له امله نه توانېږي چې پاسپورټ تر لاسه کړي.

د کابل ښار د دشت برچي یو تن اوسېدونکی رضا بخش چې د چهارشنبې په شپه د پاسپورټ د غوښتلو لپاره د پاسپورټ رياست ته ورغلی، ادعا کوي چې د طالبانو له خوا وهل شوی دی.

هغه وویل: "درې بجې د شپې تللى وم، ښځو ته يې ډېر لږ توکن ورکړ او نور يې وتړل، ټول يې ووهل او وشړل. کاش چې يوازې اقتصادي ستونزې وې. اوس خو نجونې ټولوي او بيايي سر او ناموس هم په خطر کې دى ستونزې ډېرې دي."

رضا بخش وايي چې زرګونه کسان د پاسپورټ دفتر مخې ته کتارونه جوړ کړي خو وار يې نه رارسېږي.

د ټولنيزو رسنيو يو شمېر کاروونکو هم د پاسپورټ عمومي رياست مخې ته د لسګونو ښځو او ماشومانو په ګډون د خلکو د راټولېدو وېډيوګانې خپرې کړي چې ښيي دوی د شپې ناوخته پرته له هېڅ امکاناتو د خپل وار د رسېدو په تمه.

د ازادي راډیو خبریال د دغه وضعیت او د خلکو د ستونزو او ادعاوو په تړاو په کابل کې د طالبانو د حکومت د پاسپورټونو د عمومي ریاست د ویاند نورالله پتمن نظر وپوښت، خو هغه د د غه راپور تر خپرېدو پورې پوښتنې ځواب نه کړې.

د طالبانو د حکومت د پاسپورټونو عمومي ریاست د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د پاسپورټونو د اخيستو افلاین یا د کاغذي غوښتنلیکونو د منلو بهير پيل کړ.

د پاسپورټ لپاره د افلاین غوښتنلیکونو د اخيستو د پروسې د پیل په اړه د طالبانو د حکومت د پاسپورټ عمومي دفتر له اعلان وروسته، سلګونه کسان د پاسپورټ دفتر ته ورغلي او هڅه کوي چې د پاسپورټ د اخيستو لپاره عریضې يا غوښتونليک وړاندې کړي.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټونو عمومي رییس عبدالکریم حسیب د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ په یوه وېډیويي کلیپ کې چې د وزارت په ایکس‌پاڼه کې خپور شوی و، ویلي چې د پاسپورټونو انلاین وېش بهير نه يو کال تېر شوى، خو لا هم پاسپورټونه اړو غوښتونکو ته نه دي رسېدلي.

هغه دا هم وویل چې د پاسپورټ غوښتونکو آفلاین یا کاغذي غوښتنلیکونه به په راتلونکو اوونیو کې د پنجشنبې په ورځ اخيستل کېږي.

ظاهراً په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د پاسپورټونو غوښتنې زیاتې شوې، خو په تېرو دوو کلونو کې د پاسپورټونو د وېش بهیر څو ځلې د بېلابېلو دلایلو له امله درول شوى.

د پاسپورټ ډېری غوښتونکو ازادي راډيو ته ويلي چې دوی تر ډېره د بې‌کارۍ، بې وزلۍ، امنیتي ګواښونو او د خپلو ناروغیو د درملنې له امله د ګاونډیو هېوادونو په ګډون بېلابېلو هېوادونو ته ځي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG