د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۹

یو شمېر افغانان: په افغانستان کې د انټرنېټ بيې لوړې او کيفيت يې ټيټ دی


ارشیف: په افغانستان کې د مخابراتي شبکو انتنونه
ارشیف: په افغانستان کې د مخابراتي شبکو انتنونه

د بېلابېلو ولايتونو يو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي او وايي، په افغانستان کې د انټرنټ بيې لوړې او کيفيت يې ټيټ دی.

دوی وايي، سره له‌دې چې ورځ تر بلې له انټرنېټ د خلکو ګټه اخيستل ډېرېږي، خو لا یې هم بيې لوړې او کيفيت دومره ټيټ دی چې ويډيويي مکالمه پرې رڼې نه شي کېدای.

يو شمېر ځوانانو په همدې تړاو په‌دې وروستيو کې پر ټولنيزو شبکو يو کمپاين پيل کړی او غوښتنه کوي چې د انټرنېټ بيې دې راټيټي شي.

عبدالمجید وايي: که وغواړو يو انلاين کورس تعقيب کړو، نو په‌دې سرعت موږ نه‌شو کولی چې ګټه ترې واخلو.

د دوی له ډلې عبدالمجيد چې د کابل اوسېدونکی دی، ازادي راډيو ته يې وويل: "افغانستان کې د انټرنېټ بيه لوړه ده، ډېری خلک چې اقتصادي ستونزې لري، نه‌شي کولی له انټرنېټ ګټه واخلي. بل د انټرنېټ کيفيت هم ټيټ دی، که وغواړو يو انلاين کورس تعقيب کړو، نو په‌دې سرعت موږ نه‌شو کولی چې ګټه ترې واخلو."

دغه شان د ننګرهار اوسېدونکی عمران سالارزی هم ورته شکايت لري: "که موږ خپل انټرنېټ له ګاونډيو هېوادونو سره پرتله کړه، هلته د ۲۰ جي‌بي انټرنېټ او نامحدودو اړيکې بيې ۴۰۰افغانۍ کېږي، انټرنېټ هم فورجي دی او په سمه توګه کار کوي، خو افغانستان کې بيا دا برعکس دي."

ارشیف: د ارزګان ولایت یو اوسېدونکی له یو بل کس سره د خبرو پر مهال
ارشیف: د ارزګان ولایت یو اوسېدونکی له یو بل کس سره د خبرو پر مهال

د ازادي راډیو خبریال وغوښتل چې په افغانستان کې د مخابراتي شبکو د لوړو انټرنېټي بيو د لامل په اړه د مخابراتي شرکتونو مسوولان وپوښتي، خو په اړیکو ورسره بریالی نه شو.

دغه شان د طالبانو حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وياند عنايت‌الله الکوزي هم په دې تړاو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

خو نوموړي تېره ورځ پر خپله ايکس‌پاڼه افغانستان کې د انټرنېټي بيو د لوړوالي ځينې لاملونه په ګوته کړي چې د ده په ټکو تر ټولو لوی لامل په‌کې اوبو ته د افغانستان مستقيم نه لارسرسی دی.

عنایت الله الکوزي ويلي، د نړۍ تقریباً ۹۰ سلنه انټرنېټ له بحري کیبلونو ترلاسه کېږي، افغانستان له بحر د انټرنېټ د ترلاسه کولو پر ځای له ګاونډيو هېوادونو انټرنېټ اخلي چې د هغوی له لوري د لوړو مالياتو لګولو وروسته مخابراتي شبکې اړې دي چې انټرنېټ پر لوړه بيه وپلوري.

دغه شان نوموړي د انټرنېټ د بيو د لوړوالي نور لاملونه د مخابراتي شبکو پايو ته د عمومي برښنا نه رسېدل او له انټرنېټ د خلکو کمه ګټه اخيستل ياد کړي.

خو نوموړی وايي، له‌دې سره سره هم د طالبانو له بياځلي واکمنۍ وروسته د دوی د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د ټولو مخابراتي شبکو دقيقه ارزونه او تحليل وکړ چې په خبره یې له ارزونې وروسته افغانستان کې د یوه جي بي انټرنېټ بیه چې پخوا له ۲۵۰ څخه پورته وه ۱۱۰ افغانۍ او همدارنګه د مکالمو په برخه کې د آف نېټ لپاره ۲،۲ افغانۍ چې پخوا تر ۳،۵ افغانیو پورته وې او آن نېټ ته ۱،۸۵ افغانۍ چې پخوا له ۲،۵ افغانیو پورته وضع کېدلې نوي نرخونه وټاکل شول.

د طالبانو په کنټرول کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت
د طالبانو په کنټرول کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت

خو په تېر جمهوري نظام کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وياند ساير ځلاند ازادي راډيو ته وويل: "له‌دې ټولو لګښتونو سره سره، افغانستان کې چې د انټرنېټ اوس کومه بيه ده دا ډېره لوړه ده، نظر هغو مصارفو ته چې د شرکتونو ورباندې راځي، پخوا هم په‌دې اړه شرکتونو سره ډېرې جدي خبرې شوې وې، خو يو شمېر مافيا او د شرکتونو کوم مسولين چې دي، هغوی نه‌غواړي چې کمه ګټه وکړي."

په افغانستان کې د انټرنېټ د تيټ کیفیت په اړه دا شکایتونه داسې مهال دي چې په دغه هېواد کې د طالبانو ار بیا واکمنېدو ورسته ستونزو سره د تعلیمي سکتور د مخ کېدو په ځانګړي ډول په نجونو د زده کړو په برخه کې د بندیزونو په لګېدو تر ډېره زده کړې انلاین تعقیبېږي.

د دې ترڅنګ افغانستان کې تر ډېره کاروبار او سوداګري هم د انټرنېټ پر مټ کېږي.

افغانستان کې اوسمهال د سلام مخابراتي شبکې ترڅنګ چې د مخابراتو وزارت پورې اړوند ده، افغان بيسيم، اتصالات، روشن، ایم‌ټي‌این خصوصي مخابراتي شرکتونه فعاليت کوي.

د طالبانو د حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د معلوماتو له‌مخې افغانستان کې په اوس وخت کې ۲۳میلیونه کسان له مخابراتي شبکو ګټه اخلي چې له جملې یې ۱۰میلیونه د مکالمو له خدمتونو او ۱۳میلیونه له انټرنېټي خدمتونو ګټه اخلي.

XS
SM
MD
LG