د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۰

سرسبزي او د نیالګیو ایښودل یوه ملي پروسه ده


د کابل ښاروالۍ مسؤلین وایي چې دوی سږکال یوازې د کابل په ښار کې ۴۶ زره نیالګي ږدي، پر دې سر بېره هغو عامو خلکو ته چې د منطقې ناحیه ورمعرفي کړي وي په وړیا توګه نیالګي ورکوي چې په خپله سیمه کې یې کېږدي.

ونې، بوټي، ګلان د ټولو ژوندیو موجوداتو له ژوند سره مستقیمې اړیکې لري، روانشناسان وایي، کوم کسان چې په شنه فضا کې ډېر اوسېږي له رواني پلوه خوښ، ارامه، او باحوصله ښکاري، خو له بده مرغه په دې وروستیو کې د هېواد په ګڼ شمېر ښارونو کې لکه کابل، هرات، بلخ، کندهار، او داسې نورو کې خلک د هوا له ککړتیا نه شکایت کوي وایي، دوی یې له صحي او روانی پلوه ځپلي چې د ککړې هوا یو لوی علت همدا د شنې فضا کمښت دی، د کابل ښاروالۍ د سرسبزي ریاست مسؤلین وایي چې دوی هر کال ګڼ شمېر نیالګي او ګلان ږدي خو ډېری یې بېرته وچېږي.

که د نیالګیو او شنو بوټو په ارزشت څومره هم خبرې وشي کمې دي د ننګرهار اوسېدونکی نجیب وایي چې د نیالګیو د ارزښت په اړه د خلکو ناپوهي د دې لامل شوې چې هغوی شنه بوټي نه ږدي او نه یې هم ساتي.

په خپرونه کې له دې هم شکایت وشو چې ځینې نیالګي خرڅونکي سم نیالګي نه خرڅوي، موږ له یوه نیالګي پلورنکی جمشید نه چې له شپږ کلونو راپه دې خوا دا کار کوي پوښتلي چې ولې نیالګي خرڅونکي رښتیا نه وایي؟

د کابل ښار اکثره اوسېدونکي د ښار د سرسبزي په برخه کې د ښارولۍ له کار څخه خوښ نه دي، وایي، لکه څنګه چې په کار ده په دې برخه کې کار نه دی شوی، موږ د خلکو خبرې د کابل ښارولۍ د سرسبزي د ریاست له مرستیال احمدشاه اوریا خېل سره شریکې کړې هغه به ځواب کې وویل چې دوی تر خپل توانه هڅه کړې.

د پروګرام اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:12:14 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG